• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو شپږمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

Homepage خبرپاڼې د پولیو شپږمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

د پولیو شپږمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 27, 2023
خبرپاڼې

کابل، افغانستان (۵ تله ۱۴۰۲): له بده مرغه د هېواد د ختیځ زون په ننګرهار ولایت کې د پولیو یا ماشومانو ګوزڼ بله پېښه هم ثبت شوې چې له دې سره په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د پولیو پېښو شمېر شپږو ته لوړ شو.

د پولیو دا نوې پېښه د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې ثبت شوې او په دې ناروغي اخته ماشوم ۱۲ کاله عمر لري.

د تېر په څېر په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې هم – چېرې چې دا پېښه ثبت شوې- د خلکو روغتیا ساتنه یا حفظ الصحه کمزورې ښودل شوې ده.

په ککړ چاپېریال کې د پولیو ویروس تر ډېره ژوندی پاتې کېږي، کله چې ماشومان په دغسې یوه چاپېریال کې لوبې کوي نو ډېر ژر د دغه ویروس تر برید لاندې راځي، ځیني وختونه په پولیو ویروس اخته ماشومان په دایمي فلج اخته او یا هم مړه کېږي.

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسئول ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن د پولیو د دغې نوې پېښې په اړه خواشیني څرګندوي او وايي، په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په هېواد کې د پولیو واکسین ۱۲ کمپاینونه شوي چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ډېر کمپاینونه دي، دې ته ورته، په ۲۰۲۳ کال کې ۳ ملي، ۲ فرعي او ۴ ځانګړي کمپاینونه ترسره شوي دي.

هغه وویل: «یوازې واکسین کفایت نه کوي، تر څنګ یې باید پر روټین واکسینونو کار وشي، د حفظ الصحې رعایتولو لپاره باید امکانات برابر شي، ځکه ډېرې کورنۍ اوبو ته لاسرسی نه لري، د خوارځواکۍ مخنیوی باید وشي چې د غربت له امله ورځ تر بلې بد حالت ته روانه ده، دغه راز په لرو سیمو کې لومړنیو روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کچه ټیټه ده.»

د یادونې ده چې له دې مخکې د پولیو پنځه نورې پېښې هم د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوې وې.

د پولیو د له منځه وړلو پروګرام جدي هڅې کوي چې په ختیځ زون کې د نورو لارو چارو تر څنګ د نظارت کچه لوړه کړي او ټول ماشومان د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راولي څو د پولیو ویروس د بقا او خوندي پاتې کېدو لپاره هیڅ تشه پاتې نه شي او په راتلونکې کې نور ماشومان په دې ناروغي اخته نه شي.

په پام کې ده چې په دې حوزه کې د سرتاسري او فرعي کمپاینونو تر څنګ نور اختصاصي او یا د پولیو د پېښو ځوابیه کمپاینونه هم پلي شي څو ژر تر ژره د دغه ویروس د لازیات خپرېدو مخه ونیول شي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو
بله موضوع
له خطر تر خوندیتوبه؛ په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی

اړوند مطالب

د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,