د پولیو پروګرام د مشرتابه اوونیزه ناسته جوړه شوه
کابل (۳ غبرګولی، ۱۴۰۲): د پولیو پروګرام د مشرتابه اوونیزه ناسته د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز د رییس ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن په مشرۍ جوړه شوه چې د بیل ګیټس بنسټ، یونیسف، روغتیا نړۍوال سازمان او روټري انټرنېشنل استازو په انلاین بڼه ګډون په کې کړی وو.
په دې ناسته کې د ځینو نورو مهمو موضوعاتو تر څنګ د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز د ارزونې او څارنې ټیم له لوري د پولیو پروګرام اړوند د اړیکو مرکز (Call Center) د بیا فعالولو او د هېواد په ختیځ زون کې د EOC مسوول په دغه زون کې د څو ګوني واکسین (ملټي انټیجن) کمپاین په اړه پریزنټېشنونه وړاندې کړل.
د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن د اړیکو مرکز د بیا فعالولو په تړاو وویل: «موږ کال سنټر ته اړتیا لرو، څو په وخت له ساحې معلومات راټول کړو، اړوندې سروې ګانې وکړو او د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایو؛ دغه مرکز باید ژر بیرته فعال شي.»
د ناستې ګډونوالو هم د دغه مرکز پر بیرته فعالولو ټینګار وکړ او له تخنیکي ټيم یې وغوښتل چې خپل کارونه چټک کړي.