د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په زرغون شهر کلي کې چې کله د رښتیني خدمت خبره کېږي، نو د فیض الله فیضي نوم د هر چا پر ژبه وي.
فیضي یوازې یو نوم نه، بلکې د هغه نه ماتېدونکي هوډ سمبول دی چې له تېرو دولسو کلونو راهیسې یې د خپلې سیمې د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره ملا تړلې ده.
دا د یوه داسې ژمن رضاکار کیسه ده چې په هر ډول سختو شرایطو کې یې خپل کار ته دوام ورکړ او هیڅکله یې د واکسین بکس له خپلې اوږې کوز نه کړ.
یو سپېڅلی انتخاب
دوولس کاله وړاندې، کله چې فیض الله فیضي په خپله سیمه کې، د پولیو ضد کمپاین کې د رضاکار په توګه لومړی ګام کېښود، حالات خورا ننګونکي وو. په هغه وخت کې د واکسین په اړه ناسم پوهاوی، د خلکو بېغوري او په ځینو مواردو کې له واکسین څخه د کورنیو انکار هغه لوی خنډونه وو چې د فیضي او د هغه د همکارانو هر ګام یې له ستونزو سره مخ کاوه.
خو فیضي د یو لوړ انساني هدف لپاره راوتلی و: «زه نه غواړم زما د کلي یو ماشوم هم د پولیو له امله د دایمي فلج ښکار شي او د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار وګرځي.»
همدا فکر د دې لامل شو چې هغه خپل ژوند د دې سپېڅلې دندې لپاره وقف کړي.
فیضي او ټیم یې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
هڅې او لاسته راوړنې
د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې، فیضي یوازې یو واکسیناتور نه، بلکې د باور جوړونکی، د پوهاوي خپروونکی او د ټولنې یو فعال غږ و.
هغه په لسګونو داسې سیمو ته تللی چې لاسرسی ورته ستونزمن و – له اوږدو مزلونو نیولې تر هغو کوڅو پورې چې خلک پکې د واکسین پر وړاندې شکمن وو. خو فیضي هېڅکله پر شا نه شو.
د هغه د دوامداره هڅو پایله دا شوه چې ګڼ شمېر کورنۍ چې پخوا یې واکسین نه مانه، اوس د کمپاین ملاتړې شوې دي، د ماشومانو د واکسین کچه په سیمه کې لوړه شوې ده او د پولیو ناروغۍ په اړه د خلکو پوهاوی په څرګند ډول زیات شوی دی.
فیضي یوازې دروازې نه دي ټکولي، بلکې زړونو ته یې لاره موندلې ده. هغه د هرې کورنۍ سره په درناوي، حوصلې او استدلال خبرې کړې دي، څو هغوی قانع کړي چې واکسین د دوی د ماشومانو د راتلونکي لپاره یو حیاتي ګام دی.
فیضي او ټیم یې هڅه کوي چې هر ماشوم واکسین شي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۵ لمریز
یوه تلپاتې خاطره او د ژوند درس
فیضي یوه کیسه کوي چې هیڅکله یې نه هېروي. هغه وايي: «یو وخت په یوه لیرې سیمه کې یوه کورنۍ وه چې په هیڅ صورت یې نه غوښتل خپل ماشوم واکسین وکړي. ما نږدې درې ساعته د هغې کورنۍ له مشر سره خبرې وکړې. ما ورته د هغو ماشومانو کیسې وکړې چې نن د پولیو ناروغۍ له امله د ټول عمر لپاره په کټ کې پراته دي. کله چې هغه پلار په پای کې خپل ماشوم واکسین کړ، نو زما په سترګو کې د خوښۍ اوښکې وې. هغه شېبه ما احساس کړه چې ما یو ژوند وژغوره.”
د فیضي پېغام: د ټولو لپاره یو غږ
فیضي چې اوس له یوې لسیزې څخه زیاته تجربه لري، ټولنې ته یو روښانه او قاطع پېغام لري: «ماشومان ستاسو په لاس کې د خدای امانت دي، هغوی د ناروغیو پر وړاندې بې دفاع مه پرېږدئ او په دې برخه کې هغه ځوانان چې ستاسې د اولادونو خیر غواړي. له هغوی سره مرسته وکړئ. په اصل کې پولیو ناروغي هغه وخت له منځه ځي چې موږ ټول په ګډه “نه” ورته ووایو.
پایله: د هیلې رڼا
د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د فیضي دولس کلن خدمت دا ثابتوي چې بدلون په شعارونو نه، بلکې په عمل او استقامت راځي. هغه نن هم هره ورځ په دې هیله کار کوي چې یوه ورځ افغانستان له پولیو ناروغۍ څخه پاک اعلان شي او بیا به هیڅ ماشوم د دې ناروغۍ له امله ژوند کولو پاتې نه شي.
د فیضي کیسه موږ ته راښيي چې هر یو موږ په خپله سیمه کې یو اتل کېدای شو، یوازې که وغواړو د نورو په ژوند کې مثبت بدلون راوړو. د هغه د بکس او د هغه د مسکا تر شا د زرګونو ماشومانو روغ رمټ راتلونکی نغښتی دی.
راځئ چې موږ هم د فیضي په څېر د خپلې ټولنې د روغتیا او سلامتیا لپاره مسوولیت منونکي واوسو.

