• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

عبدالوهاب او د پولیو په وړاندې درې لسیزې مبارزه

Homepage د ساحې کیسې عبدالوهاب او د پولیو په وړاندې درې لسیزې مبارزه

عبدالوهاب او د پولیو په وړاندې درې لسیزې مبارزه

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 20, 2025
د ساحې کیسې

لوګر، افغانستان (۲۹ وږی ۱۴۰۴) – په افغانستان کې د ګڼو ننګونو ترڅنګ یوه جدي ننګونه د پولیو (ګوزڼ) ناروغي ده چې د ماشومانو ژوند ګواښي.

دا ناروغي چې د ماشومانو د فلج او آن مړینې لامل کېږي، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له منځه تللې ده خو زموږ په هېواد کې لا هم پاتې ده چې د مخنیوي لپاره یې پراخه مبارزه روانه ده.

په دې مبارزه کې د ګڼو بې‌نومه اتلانو له ډلې یو هم عبدالوهاب دی چې له تېرو دریو لسیزو راهیسې د پولیو ناروغۍ په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د ماشومانو د خوندیتوب هڅې کوي.

 

د کار پیل

عبدالوهاب په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې ډګر ته داخل شو، هغه مهال د لوګر د محمدآغې ولسوالي د هېواد د نورو سیمو په څېر د جګړو له سختو څپو سره مخ وه، ډېر روغتیایي مرکزونه تړل شوي وو او د واکسین په اړه د خلکو باور کمزوری یا هیڅ نه و.

دغه مهال هغه د واکسیناتور په توګه دنده پیل کړه چې د کار لومړۍ ورځې یې ستونزمنې وې، ځکه ډېرو خلکو د بې‌باورۍ له امله خپل ماشومان نه واکسینول او نا امنیو هم د واکسیناسیون ټیمونو کار سخت کړی و.

خو عبدالوهاب پرېکړه کړې وه چې له ستونزو سره به مقابله کوي او خپلې دې مهمې دندې ته به دوام ورکوي.

هغه وايي: «ما خپل ډېر وخت د هغو ماشومانو مرستې ته وقف کړ چې ښايي د یوه کوچني غفلت له امله د پولیو په ناروغي اخته او د تل لپاره فلج شي. زما لپاره دا یوازې یوه دنده نه، بلکې انساني او شرعي مکلفیت و او دی.»

 

عبدالوهاب د لوګر په محمدآغې ولسولۍ کې ماشومان واکسینوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د بدلون پړاوونه

عبدالوهاب د خپلې اوږدې مبارزې په لړ کې یوازې د پولیو واکسین ماشومانو ته نه دی رسولی، بلکې خپلې تجربې او وړتیاوې یې هم له نورو همکارانو سره شریکې کړې دي.

له رضاکارۍ او واکسیناتورۍ وروسته، اوس هغه په خپله سیمه کې د پولیو واکسین کمپاینونو د همغږي کوونکي (کوارډینېټر) په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړی په دغه رول کې د کلیو او ناحیو لپاره د واکسین کمپاین پلانونه جوړوي، د ټیمونو رهبري او څارنه کوي، له قومي مشرانو سره اړیکې ټینګوي او نوو واکسیناتورانو ته روزنه ورکوي.

په تېرو دریو لسیزو کې عبدالوهاب له ګڼو خنډونو او ستونزو سره مخ شوی دی. کله ناامنیو د واکسین ټیمونه له تګ راتګ څخه راګرځول، کله د خلکو بې‌باوري له واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کېدو لامل کېدله او کله هم د ژمي سړه او د دوبي ګرمه هوا د لارې خنډ ګرځېدلې. خو له دې ټولو سربېره هغه هېڅکله خپله اراده او ژمنتیا له لاسه ور نه کړه.

«زما لپاره هیڅ ستړیا او خنډ د هغه شیبې په وړاندې هېڅ مانا نه لرله، چې یو ماشوم په کې له تلپاتي فلج څخه ژغورل کېږي.»

 

عبدالوهاب د پولیو واکسین کمپاین د څارنې پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د ټولنې باور او ملاتړ

عبدالوهاب اوس د خپلې سیمې د اوسېدونکو لپاره د باور یوه ستنه ده او د کلي مشران او دیني عالمان یې هم هڅې ستايي.

د لوګر یو دیني عالم مولوي عبدالرحمن وايي: «اسلام د انساني ژوند په ژغورلو ټینګار کوي. د یوه انسان ژوند ژغورل داسې دي لکه د ټول انسانیت ژوند ژغورل. عبدالوهاب د همدې لارښوونو پر بنسټ کار کوي او د زرګونو ماشومانو راتلونکی خوندي کوي.»

د سیمه‌ییز روغتون یو ډاکټر ډاکټر بشیر احمد حکیمي وایي: «پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده، د مخنیوي یوازینۍ وسیله یې واکسین دی. که د عبدالوهاب په څېر ژمن کسان نه وای، زموږ مبارزه به بشپړه نه وای.»

 

د کورنۍ الهام

عبدالوهاب په خپل کردار سره خپې کورنۍ ته هم د خدمت ارزښت ور زده کړی دی.

د نوموړي زوی، چې اوس د ښوونځي زده کوونکی دی، په ویاړ سره وایي: «زه د پلار له کاره الهام اخلم. کله چې ګورم هغه د سختو شرایطو پر وړاندې نه ستړی کېږي او د نورو د ژغورنې لپاره هڅې کوي، زه هم غواړم په راتلونکي کې د ټولنې لپاره ګټور انسان شم.»

 

عبدالوهاب له کمپاین مخکې رضاکارانو ته روزنه ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د راتلونکي هیله

د پولیو پر وړاندې مبارزه لا روانه ده، خو د عبدالوهاب په څېر اتلان د دې مبارزې د بریا ډاډمن امیدونه دي. د هغه لپاره هر خنډ یوازې یوه شېبه ده، خو د واکسین څاڅکي د یوې ټولنې د راتلونکې د ژغورنې ضمانت دی.

هغه په ټینګار سره وایي: «زما هیله دا ده چې یوه ورځ افغانستان د پولیو له ګواښ څخه بشپړ خلاص شي. هر څاڅکی چې موږ ماشوم ته ورکوو، د هغه د ژوند لپاره یوه نوې دروازه پرانیزي.»

د عبدالوهاب کیسه موږ ته ښيي چې د یوه انسان اخلاص او استقامت څنګه کولای شي د زرګونو ماشومانو ژوند بدل کړي. د ده مبارزه د راتلونکو نسلونو د خوندیتوب مبارزه ده.

عبدالوهاب په خپلې درې لسیزې مبارزه کې ثابته کړه چې بدلون تل له یوه انسان پیلېږي؛ هغه بدلون چې له یوه څاڅکي واکسین څخه شروع کېږي، خو پایله یې د ماشومانو تلپاتې روغتیا او د ټولنې هیله‌من راتلونکی دی.

مخکینۍ موضوع
د یو رضاکار ژمنتیا، د سلګونو ماشومانو خوندي راتلونکی
بله موضوع
د ژمنتیا ځواک

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,