د پولیو ختمولو لپاره د یوه ځوان هڅې

اسمینالله ساحل د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پولیو پر ضد یوه داسې مبارزه پرمخ وړي چې ماشومان یې د فلج له ګواښ څخه خوندي کړي او د خلکو په زړونو کې یې د خوندي راتلونکي نوې هیلې ټوکولې دي.
خوست، افغانستان (۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴) – سهار وختي، د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په یوه کوچني کلي کې، چې لمر لا خپلې وړانګې نه وې خپرې کړې، اسمینالله ساحل د خپل کور دروازه پرانیزي. هغه خپل نیلي رنګ بکس چې د پولیو واکسین له ویالونو ډک دی، پر اوږه کوي او د خپل هدف په لور روانېږي.
د هغه هر ګام د یوې لویې مبارزې برخه ده، داسې مبارزه چې د هېواد د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي.
ساحل، چې یوازې ۲۵ کاله عمر لري، د هغو زرګونو افغان ځوانانو له ډلې دی چې خپل ژوند یې له پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ سره مبارزې ته وقف کړی دی.
دی وایي: «ما ډېر ماشومان لیدلي چې د واکسین نهکولو له امله فلج شوي دي، زه نه غواړم چې زموږ د هېواد نور ماشومان هم له دغه برخلیک سره مخ شي.»
نوموړی د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د «نوي کوټ للمۍ»، «داخلي للمۍ» او «داخلي زوړ کلي» سیمو کې د واکسیناتور په توګه کار کوي.
ساحل د خپل ټیم په ملتیا د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال د سهار په ۷ بجې کار پیلوي او تر مازدیګره په ټاکل شوو محلونو کې په ډېره لېوالتیا ماشومان واکسینوي څو له تلپاتي فلج څخه خوندي شي.
خو د پولیو واکسین په اړه ځینې ذهنیتونو د ده دنده ستونزمنه کړې، ساحل پوهېږي چې صبر، مهرباني او دوامداره هڅې د بریا کلیدي عوامل دي.
هغه وایي: «کله چې یوه کورنۍ د واکسین په اړه شک لري، زه هغوی ته بیا بیا ورځم او په صبر خبرې ورسره کوم. کله چې هغوی د واکسین ارزښت درک کړي او خپل ماشومان واکسین کړي، نو دا زما لپاره د خوشحالۍ یوه لویه شېبه وي.»
ساحل د خپل ټیم په ملتیا د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال د سهار په ۷ بجې کار پیلوي او تر مازدیګره په ټاکل شوو محلونو کې په ډېره لېوالتیا ماشومان واکسینوي څو له تلپاتي فلج څخه خوندي شي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
ساحل په دې مبارزه کې یوازې نه دی. هغه د سیمهییزو دیني عالمانو، روغتیايي چارواکو او د کلي مشرانو سره په همغږۍ کار کوي څو د واکسین لپاره ښه چاپېریال برابر کړي.
د دې ګډې همکارۍ له امله د خلکو په ذهنونو کې مثبت بدلون راغلی، شکونه کم شوي، او د واکسین په اړه د هغوی باور زیات شوی دی.
د کلي مشر، حاجي جمعه نور، ساحل د خپل کلي یو زیارکښ ځوان بولي او وایي: «کله چې د پولیو واکسین کمپاینونه پیل شي، ساحل د خپل ټیم په ملتیا زیار باسي چې هر ماشوم واکسین کړي او یو هم له دې بهیره پاتې نه شي.»
د سیمې بل اوسېدونکی ځوان مسافر، چې د ساحل له هڅو متاثر شوی، وایي: «که هر ځوان د ساحل په شان خپلې دندې ته ژمن شي، زموږ هېواد به ډېر ژر له پولیو او نورو ناروغیو پاک شي.»
د ساحل کیسه یوازې د یوه ځوان رضاکار کیسه نه ده، بلکې دا د یوه داسې انسان کیسه ده چې د خپلو خلکو او هېواد د راتلونکي لپاره بېسارې هڅې کوي.
د اسمینالله ساحل د مبارزې او هڅو له برکته اوس د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په کلو کې ماشومان د یوه سالم او روښانه راتلونکي پر لور ګام اخلي، داسې راتلونکی چې د پولیو ناروغي به په کې یوازې یوه هېره خاطره وي.

