• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

اورانوس؛ په بدخشان کې د واکسین د پوهاوي او ملاتړ غږ

Homepage د ساحې کیسې اورانوس؛ په بدخشان کې د واکسین د پوهاوي او ملاتړ غږ

اورانوس؛ په بدخشان کې د واکسین د پوهاوي او ملاتړ غږ

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 9, 2024
د ساحې کیسې

بدخشان، افغانستان (۱۸ تله ۱۴۰۳) – د بدخشان ولایت اوسېدونکې ۲۴ کلنه خبریاله اورانوس حسیني د واکسیناسیون په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو او هغوی ته د کره معلوماتو رسولو په یوې اغېزناکې څېرې بدله شوې ده.

هغه هڅه کوي د خپلو راډیويي پروګرامونو له لارې خلکو ته د واکسینونو، په ځانګړې توګه د پولیو واکسین په اړه پوهاوی او معلومات ورکړي او کورنۍ وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

په داسې یوه ټولنه کې چې لا هم د واکسین په اړه د پوهاوي له ټیټې کچې او ناسمو باورونو سره مخ ده، اورانوس حسيني د پوهاوي غږ ګرځېدلی او هڅه کوي د ماشومانو د روغتیا او خونديتوب حق د ټولو تر غوږونو ورسوي.

 

د کار پیل: له هیلو تر عمله

اورانوس حسیني په مینه او لېوالتیا د ژورنالیزم په ډګر کې قدم ایښی او له هماغه وخته یې یوه مهمه موخه د بدخشان خلکو ته په ساده او عام فهمه ژبه د روغتیايي او حیاتي مسایلو رسول وو.

هغه په دې برخه کې د خپلې انګیزې په اړه وايي: “له هغه وخت راهیسې چې ژورنالېزم مې پیل کړ، یوه له لویو هیلو مې دا وه چې د ټولنې روغتیایي ستونزې په ساده ژبه خلکو ته ورسوم، واکسین تل راته مهم و، ځکه ډېری ماشومان د خپلو والدینو د پوهې د ټیټې کچه له امله له دغه حق څخه محرومېدل.”

اورانوس له ډېر وخت راهیسې په خپل زیار د “حیاتي معلومات” په نوم یوه خپرونه تولیدوي او هره اوونۍ د یکشنبې، سه‌شنبې او پنجشنبې په ورځو د سهار په ۱۰ بجو له یوې سیمه ییزې راډیو خپرېږي.

دا خپرونه تر ډېره د ماشومانو پر واکسنیولو او پر اړوندو نورو روغتیايي مسایلو بحث او د اورېدونکو پوښتنو ځوابولو ته ځانګړې شوې ده.

هغه وايي: “د عامه پوهاوي په برخه کې راډیو تر ټولو اغېزناکه ده، په ټوله کې رسنۍ د زده کړې او پوهاوي تر ټولو ښې وسیلې دي او په ټولنه کې یې مثبت بدلونونه راوستلي دي.”

 

اورانوس حسیني هڅه کوي د خپلو راډیويي پروګرامونو له لارې خلکو ته د واکسینونو، په ځانګړې توګه د پولیو واکسین په اړه پوهاوی او معلومات ورکړي او کورنۍ وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

په اورېدونکو اغېز

د اورانوس د خپرونو یوه د پام وړ لاس‌ته‌راوړنه هغه ژور اغېز دی چې پر کورنیو، په ځانګړي ډول پر میندو یې درلودلی دی.

د مریم په نوم یوه ۳۰ کلنه مور چې د اورانوس د خپرونې همېشنۍ اورېدونکې ده، په دغه اړه خپله تجربه داسې بیانوي: “له دې مخکې چې د اورانوس پروګرامونه واورم، تل مې د واکسین په اړه شک درلود، خو کله چې مې په خپرونه کې د روغتیايي کارپوهانو خبرې واورېدې، اندېښنې مې لرې شوې؛ اوس پوهېدلې یمه چې واکسین د پولیو په ګډون له خطرناکو ناروغیو څخه د ماشومانو د ساتنې تر ټولو غوره لاره ده.”

۳۵ کلنه نرګس د دریو ماشومانو په لرلو یوه بله مور ده چې ورته تجربې لري، د دې یو ماشوم د واکسین نه کولو له امله په یوې جدي ناروغۍ اخته شوی و، خو د اورانوس د روغتیايي خپرونو له اورېدو وروسته یې د واکسین اهمیت وپېژاند او اوس خپل درې واړه ماشومان په منظم ډول واکسینوي.

نرګس د واکسین پر ارزښت ټینګار کوي او وايي: “له والدینو څخه زما غوښتنه دا ده چې له واکسین څخه انکار مه کوئ، دا زموږ د ماشومانو حق دی څو له پولیو او نورو ناوړه ناروغیو څخه سالم او خوندي و اوسي.”

پلوشه نادري، چې په بدخشان کې د پولیو واکسین کمپاین یوه فعاله واکسیناتوره ده، یادونه کوي چې رسنۍ د ماشومانو واکسینولو ته د کورنیو په هڅونه کې مهم رول لري.

هغې وویل: “رسنۍ د پراخ پوهاوي او کره معلوماتو په وړاندې کولو د کورنیو په هڅونه کې ډېر اغېز لري، د رسنیو له لارې د پوهاوي لوړول د دې لامل شوې چې خلک د پولیو واکسین په اهمیت ښه پوه شي او په پایله کې په واکسین کمپاینونو کې ډېره همکاري وکړي.”

بل خوا، په بدخشان کې یو روغتیايي متخصص ډاکتر اعظم محمدي هم د پولیو واکسین کمپاینونو او نورو روغتیایي مواردو په اړه د پوهاوي ډېرولو لپاره د رسنیو اغېز مهم ګڼي.

هغه وايي: “د اورانوس حسيني د خپرونې په څېر ورته نور رسنیز پروګرامونه د پولیو واکسین کمپاین د پوښښ کچې لوړولو تر څنګ په روغتیايي سیسټم د کورنیو د باور ډېرېدو لامل کېږي.”

 

پایله

د اورانوس حسيني هڅې ښيي چې رسنۍ څنګه کولای شي په ټولنه کې په ژور او دوامدار ډول مثبت اغېز وکړي.

د هغې روغتیايي پروګرامونه نه یوازې کورنیو ته د واکسین په اړه تازه او دقیق معلومات ورکوي، بلکې د روغتیایي سیستم پر وړاندې د عامه باور په پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.

اورانوس حسيني په بدخشان کې د خپلو فعالیتونو له لارې د ډېرو ماشومانو ژوند ژغورلی او له همدې امله د نورو خبریالانو او ټولنیزو فعالانو لپاره یوه ښه بېلګه ګرځېدلې ده.

خو د پولیو د له ‌منځه وړلو لپاره د بشپړ بریالیتوب په موخه باید دا مبارزه ملي مسئولیت وګرځي او د ټولنې هر وګړی په کې خپله برخه ادا کړي.

یوازې د خلکو په پراخه همکاري او د عامه پوهاوي په لوړولو کولای شو د پولیو په څېر ناروغۍ له‌منځه یوسو او د راتلونکو نسلونو روغتیا خوندي کړو.

 

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د تهذیب الله سخت ژوند او د واکسین نه کولو بدې پایلې
بله موضوع
د پولیو په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د زړورو رضاکارانو نه ستړې کېدونکې مبارزه

اړوند مطالب

یوه صحنه، یوه پرېکړه

د پولیو له امله د یوه فلج شوي ماشوم بې‌وسۍ...

یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

شوکت الله په دې اند دی چې له پولیو سره...

  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي
یکشنبه, 14, Jun
د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
دوشنبه, 8, Jun
«پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

Welcome back,