• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه رضاکار هڅې

Homepage د ساحې کیسې د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه رضاکار هڅې

د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه رضاکار هڅې

PolioFreeAfghanistan
جنوري 25, 2025
د ساحې کیسې

ننګرهار، افغانستان (۶ سلواغه ۱۴۰۳) – د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند دامان سیمه، چې ډېر اوسېدونکي یې بې‌ځایه شوي او را ستانه شوي کډوال دي، د پولیو ویروس خپرېدو له امله یوه له حساسو سیمو ده.

په دې سیمه کې د زاهدالله په نوم یو ۳۵ کلن رضاکار له تېرو اوو کلونو راهیسې له پولیو/ ګوزڼ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي.

هغه د ۵۹ کلستر د پنځم ټیم غړی دی چې د خپلو همکارانو په ملتیا د پولیو واکسین کمپاینونو په بریالیتوب کې کلیدي رول لوبوي.

 

د یوه مهم تصمیم شېبه

زاهدالله وايي، د یوه رضاکار په توګه یې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب هڅو پیلول یو تصادف نه، بلکې یو اګاهانه تصمیم و چې د یوې صحنې په لیدلو یې ونیو.

هغه زیاتوي: «کلونه مخکې مې یوه ورځ په خپل کلي کې یو کوچنی هلک ولید چې د پولیو ناروغۍ له امله یې دواړې پښې فلج شوې وې، هغه چې په ډېر زحمت یې خپل وېلچییر ته حرکت ورکاوه، په سترګو کې یې له خپلو همزولو سره د لوبو هیله وه، خو هیڅ یې نه شوای کولای. دې صحنې سخت ودردولم، هماغه شېبه مې هوډ وکړ چې د دې ناروغۍ پر وړاندې به مبارزه کوم څو نور ماشومان له دغسې برخلیک سره مخ نه شي.»

له هماغې ورځې راهیسې زاهدالله د پولیو واکسین کمپاینونو په لومړۍ کرښه کې دی.

هغه له خپل ټیم سره یو ځای د بهسودو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې په ژمنتیا او مسوولیت کار کوي او باور لري چې د د ده او نورو رضاکارانو دا هڅې د ماشومانو د خوندیتوب او روښانه راتلونکي لپاره تر ټولو غوره پانګونه ده.

 

د زاهدالله په څېر رضاکاران یوازې د پولیو په وړاندې مبارزه نه کوي، بلکې د ټولنې د پایداره پرمختګ لپاره یوه الهام بخښونکې بېلګه وړاندې کوي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳

 

د عامه پوهاوي ځواک

زاهدالله د خلکو باور جوړونه او د پولیو واکسین په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول د بریالیتوب کیلي ګڼي.

هغه وايي: «د پخوا په پرتله د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې چې له مخې یې هغوی اوس د پولیو ناروغۍ خطرونه او د واکسین ګټې درک کوي، ځکه د روغتیايي کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د پوهاوي فعالیتونه ډېر شوي او د ټولنیزو رسنیو له لارې هم مهم معلومات خپرېږي.»

د ده په وینا، د سیمې اوسېدونکي اوس د پولیو واکسین له کمپاینونو سره په پراخه کچه همکاري کوي چې په پایله کې یې ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ دي، د پولیو واکسین ترلاسه کوي.

خو نوموړي یادونه وکړه چې له دې هر څه سربېره د بهسودو ولسوالۍ د دامان سیمه د پولیو ویروس د احتمالي لېږد او خپرېدو له اړخه ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.

د ده په خبره، په دې سیمه کې تر ډېره بې ځایه شوي او راستانه شوي کډوال ژوند کوي چې په وسیله یې د پولیو ویروس د لېږد او خپرېدو ګواښ شته.

هغه دا هم وویل چې د دغو کورنیو په منځ کې ځینې داسې کورنۍ هم وې چې خپلو ماشومانو ته یې د پولیو واکسین له ورکولو څخه انکار کاوه.

هغه د بېلګې په توګه د محمد حسن کورنۍ یاده کړه چې د ناسمو معلوماتو له امله یې خپل ماشومان نه واکسینول خو ده او د ده ټیم هغه ته د پولیو وکسین په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او اوس په ډېره لېوالتیا خپل ماشومان واکسینوي.

په خپله محمد حسن وايي: «پخوا مې د ناسمو معلوماتو له امله خپل ماشومان نه واکسینول، ځکه مې فکر کاوه چې واکسین ضرر لري، خو کله چې د زاهدالله په مشرۍ واکسین ټيم راغی او هر څه یې په تفصیل راته تشریح کړل نو پوه شوم چې پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او د مخنیوي یوازینۍ لار یې واکسین دی.»

هغه زیاتوي، اوس زه په ډاډ سره خپل ماشومان واکسینوي او نورو کورنیو ته هم مشوره ورکوي چې خپل ماشومان واکسین او له دې ناروغۍ څخه خوندي کړي.

 

پایله

د زاهدالله په څېر رضاکاران یوازې د پولیو په وړاندې مبارزه نه کوي، بلکې د ټولنې د پایداره پرمختګ لپاره یوه الهام بخښونکې بېلګه وړاندې کوي.

د ده او د ده د ټیم د هڅو له امله، اوس د بهسودو ولسوالۍ خلک نه یوازې د پولیو ناروغۍ په خطرونو پوهېږي، بلکې د خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د پولیو واکسین کمپاینونو ملاتړ هم کوي.

په پایله کې د معلوماتو تبادله او ټولنیزې هڅې کولای شي د پولیو په وړاندې مبارزه کې جدي او اغېزناک بدلون راولي.

هره کورنۍ او هر فرد باید د دې مبارزې برخه شي، ځکه یوازې په ګډه کولای شو چې د پولیو څخه د ټولو ماشومانو د خوندي کولو لپاره دوامداره او اغېزناک ګامونه واخلو.

مخکینۍ موضوع
محمد عمران؛ د پولیو پر وړاندې نه ستړی کېدونکی مبارز
بله موضوع
محمد قیوم؛ له پولیو سره په مبارزه کې له هڅو تر بدلون پورې

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,