• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

محمد عمران؛ د پولیو پر وړاندې نه ستړی کېدونکی مبارز

Homepage د ساحې کیسې محمد عمران؛ د پولیو پر وړاندې نه ستړی کېدونکی مبارز

محمد عمران؛ د پولیو پر وړاندې نه ستړی کېدونکی مبارز

PolioFreeAfghanistan
جنوري 20, 2025
د ساحې کیسې

ننګرهار، افغانستان (۱ سلواغه ۱۴۰۳) – د ګوشتې ولسوالۍ په خوګاخېلو کلي کې د سهارني لمر وړانګې لا ښې نه وې خپرې شوې چې محمد عمران د واکسین بکس پر اوږه کړ او له کوره ووت.

هغه چې د خپل هدف په لور په هوډمنو ګامونو روان و، د کلي په تنګو کوڅو کې یې ماشومان لیدل چې د خپلو کورونو مخې ته په خوشحالۍ په لوبو بوخت دي.

د دغه منظر په لیدو یې د خوښۍ احساس وکړ او په زړه کې یې ور تېر شول: «زه یو مهم مسوولیت ترسره کوم، که دا ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي نه شي نو یوه ورځ به یې دا خوشحالۍ خاموشې شي.»

محمد عمران چې نږدې ۳۰ کاله عمر لري، له تېرو شپږو کلونو راهیسې په دې سیمه کې د یوه فعال واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي چې د نرسینګ په برخه کې یې زده کړې کړې دي، د خپلې سیمې ماشومانو ته یې د پولیو واکسین ورکول تر بلې هرې دندې غوره ګڼلي دي.

نن د پولیو واکسین کمپاین د پیل لومړۍ ورځ ده او د معمول په څېر دا ورځ د ده لپاره ډېره مهمه ده.

د پولیو واکسین د تطبیق ځای ته د محمد عمران په رسېدو د هغه نور همکاران هم را ورسېدل او بیا په ګډه د ماشومانو واکسینولو په موخه په چمتووالي بوخت شول.

د کلي ډله ډله والدین له خپلو ماشومانو سره یوځای د واکسین د تطبیق ځای ته را روان وو.

عمران چې په ډېرې مهربانۍ یې د ماشومانو په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي اچول، وویل: «شاوخوا شپږ کاله مخکې مې چې په لومړي ځل د واکسیناتور په توګه دنده پیل کړه نو ډېرو والدینو د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله، هغوی باور نه درلود چې دا دوه څاڅکي به د هغوی ماشومان له ګوزڼ څخه وژغوري، ځینو خو لا دا پردی فرهنګ باله.»

خو ده حوصله نه بایلله، بلکې د خپلو همکارانو په ملتیا یې هغوی ته بیا بیا د پولیو ناروغۍ زیانونه او د واکسین ګټې تشرېح کړې او ورو ورو یې د هغوی ذهنیتونه بدل کړل.

هغه زیاته کړه: «زما او زما د همکارانو د کلونو کلونو هڅې بې ځایه نه وې، نن خوګاخېل د هغو سیمو په کتار کې ده چې له واکسین څخه د انکار کچه په کې خورا ټیټه شوې ده، تاسې وینئ چې ډلې ډلې والدین په ډېره لېوالتیا راځي او خپل ماشومان واکسینوي.»

محمد عمران وايي چې اوس ورسره خلک د پولیو واکسین په هر کمپاین کې ډېره مرسته کوي: «دخوګاخېلو د هرې کوڅې خلک ما پېژني، باور راباندې لري او آن له ما سره مرسته کوي څو هغه کورنۍ پیدا کړم او قناعت ورکړم چې لا هم د واکسین په اړه شک لري.»

 

محمد عمران چې نږدې ۳۰ کاله عمر لري، له تېرو شپږو کلونو راهیسې په ګوشتې ولسوالۍ کې د یوه فعال واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳

 

د بدلون ژوندۍ بېلګه

غلام حضرت د خوګاخېلو سیمې د هغو اوسېدونکو له ډلې و چې کلونه یې د پولیو واکسین د پردیو دسیسه بلله. «ما فکر کاوه چې د پولیو واکسین زموږ د دیني او کلتوري ارزښتونو خلاف دی، خو محمد عمران په ډېر صبر او حوصله په حقیقت پوه کړم، اوس نه یوازې خپل ماشومان واکسینوم بلکې نور خلک هم تشویقوم چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

هغه خلکو ته په خپل پېغام کې وايي، پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې د ماشومانو د ګوزڼ او آن مړینې سبب کېږي، له بده مرغه دا ناروغي درملنه نه لري، بلکې مخنیوی یې یوازې په واکسین سره کېږي، نو په کار ده چې والدین د خپلې ناپوهۍ په وجه د خپلو اولادونو ژوند له خطر سره مخ نه کړي.

د محمد عمران همکاران، چې له ده سره اوږه په اوږه د پولیو واکسین په کمپاینونو کې برخه اخلي، د هغه د کار او هڅو ستاینه کوي.

محمد انور چې له واکسین وروسته یې د ماشومانو ګوتې د مارکر په وسیله په نښه کولې، وویل: «محمد عمران یوه تجربه لرونکی او زیارکښ رضاکار دی چې په تېرو شپږو کلونو کې یې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې ډېر زیار ایستلی او د ګوشتې ولسوالۍ د سلګونو ماشومانو ژوند یې خوندي کړی دی.»

هغه زیاته کړه، محمد عمران یوازې واکسیناتور نه دی، بلکې د ټولنې لپاره د پوهاوي استازی هم دی، هغه د سیمې له مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره پر‌له‌پسې غونډې وکړې، څو هغوی ته د پولیو ناروغۍ زیانونه په ګوته کړي، د دغو هڅو پایله دا شوه چې اوس د خوګاخېلو سیمې خلک د پولیو واکسین کمپاینونو ملاتړ کوي.

د خوګاخېلو د سیمه‌ییز روغتون مسؤل محمود وایي: «د محمد عمران په څېر رضاکاران زموږ د ماشومانو راتلونکی تضمینوي؛ که دوی نه وای نو د پولیو پر ضد مبارزه به نیمګړې وای.»

دغه راز ډاکټر ساحل عزیزي، چې د پولیو د مخنیوي په برخه کې کار کوي، زیاتوي: «پولیو یوه ویروسي او ناعلاجه ناروغي ده، خو په هر کمپاین کې ماشوم ته د دوه څاڅکي واکسین ورکول هغه له دې ناروغۍ خوندي کولای شي.»

 

راتلونکی هیله‌بخښونکی دی

محمد عمران ته تر ټولو ستر انعام دا دی چې اوس یې ټولنه پر واکسین باور لري، او د پولیو د مخنیوي لپاره ورسره مرسته کوي.

د محمد عمران هڅې دا ثابتوي چې د ټولنې د ښه والي لپاره د یو فرد ژمنتیا ډېر بدلونونه راوستلای شي.

اوس به د خوګاخېلو ماشومان یوازې خندا نه، بلکې یو خوندي راتلونکی هم لري.

مخکینۍ موضوع
لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله
بله موضوع
د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه رضاکار هڅې

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,