• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین په اړه د منفي انګېرنو کمېدل؛ د نوریې او ګل احمد کیسه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو واکسین په اړه د منفي انګېرنو کمېدل؛ د نوریې او ګل احمد کیسه

د پولیو واکسین په اړه د منفي انګېرنو کمېدل؛ د نوریې او ګل احمد کیسه

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 8, 2024
د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۱۷ تله ۱۴۰۳) – د نوریې په نوم یوې ۳۰ کلنې مور خپلې دوې لوڼې پر خپلو زنګنو کښېنولې دي او له هغوی سره په خندا ده. د هغې خندا د هغې خوشحالۍ او رضایت نښه ده چې اولادونه یې روغ رمټ دي او له پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ څخه خوندي دي. نوریه چې د هرات ښار په سوېل کې ژوند کوي اوس د پولیو واکسین په اړه متفاوت نظر لري خو دا لار ورته اسانه نه وه.

څو کاله وړاندې، نوریه او د هغې خاوند ګل احمد د ناسمو باورونو او اوازو تر اغېز لاندې راغلي وو او د پولیو واکسین په درېیو کمپاینونو کې یې خپلو اولادونه واکسین نه کړل.

نوریه وايي: “د کورنۍ مشرانو به تل ویل چې د پولیو واکسین له غرب څخه راغلی او موږ ته زیان رسوي؛ زما نیکه به ویل چې دغه واکسین نوی نسل شنډوي او د نارینه‌توب ځواک یې کمرنګه کوي.”

نوریه یادونه کوي چې هغوی آن اجازه نه ورکوله چې واکسیناتوران د دوی کور ته نږدې شي.

خو حالات هغه وخت بدل شول چې د دې لوڼې د چیچک او انفلوانزا په ناروغۍ اخته شوې. نوریه، چې سخته اندېښمنه وه، هغوی یې ډاکټر ته بوتلې. ډاکټر ورته وویل چې د ماشومانو د ناروغۍ د شدت اصلي لامل دا دی چې هغوی واکسین شوې نه دي. دغو خبرو نوریه اغېزمنه او متوجه کړه. وروسته هغې پرېکړه وکړه چې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې به خپل اولادونه واکسینوي څو په دې خطرناکه ناروغي اخته نه شي.

نوریه او د هغې خاوند اوس باور لري چې پخوانی تصمیم یې ناسم و او هیڅ منطقي توجیه یې نه لرله.

 

د نوریې په نوم یوې ۳۰ کلنې مور خپلې دوې لوڼې پر خپلو زنګنو کښېنولې دي او له هغوی سره په خندا ده. د هغې خندا د هغې خوشحالۍ او رضایت نښه ده چې اولادونه یې روغ رمټ دي او له پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ څخه خوندي دي © له پولیو څخه خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

واکسین له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار

مولوي سلطان محمد عالم‌یار، چې په هرات کې مېشت دیني عالم دی، د پولیو واکسین په اړه یې د کورنیو په پوهاوي کې مهم رول لوبولی دی.

هغه وايي: “د اسلام له نظره له ناروغیو څخه ځان ساتنه فرض ده، د پولیو واکسین هېڅ زیان نه لري، هره کورنۍ مکلفیت لري څو خپل ماشومان واکسین کړي؛ د اسلام پیغمبر فرمایلي چې الله هیڅ ناروغي بې‌له درملنې نه ده پیدا کړې. واکسین د پولیو ناروغۍ وقایه یا درملنه ده.”

مولوي عالم‌یار ټینګار کوي، هغه کسان چې له پولیو واکسین سره مخالفت کوي، د اسلام په هکله سم معلومات نه لري.

هغه زیاتوي چې د ماشومانو په نه واکسینولو سره کورنۍ د هغوی ژوند په خطر کې اچوي چې دا لویه ګناه ګڼل کېږي.

سهیلا کریمي، چې په هرات کې یوه فعاله واکسیناتوره ده، هم په دې برخه کې د پوهاوي د زیاتوالي پر اهمیت خبرې کوي. هغه هره ورځ له داسې کورنیو سره مخ کېږي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتون ته راوړي.

کریمي وايي: “د خلکو پوهاوی د تېر وخت په پرتله ډېر شوی دی او ډېری کورنۍ اوس پوهېدلې چې باید خپل ماشومان واکسین کړي.”

هغې زیاته کړه چې د روغتیايي کارکوونکو پرله‌پسې هڅې د ټولنې د پوهاوي لوړولو سبب شوې دي، ډېرې هغه کورنۍ چې مخکې یې له واکسین سره مخالفت کاوه، اوس یې په ارزښت پوهېدلې د.

د هرات د عامې روغتیا مرستیال محمد اصف کبیر هم په دغه ولایت کې د پوهاوي کمپاینونو له مثبتو اغېزو یادونه کوي.

هغه وايي: “په تېرو کلونو کې، په کلیو او ولسوالیو له پولیو واکسین سره مخالفت ډېر و، خو اوس، د پوهاوي له زیاتېدو سره کم شوی دی.”

خو هغه خبرداری ورکوي چې لا هم ځینې کورنۍ د ناسمو باورونو له امله خپل ماشومان نه واکسینوي چې اندېښمنوونکې ده.

د نوريې او او ګل احمد په څېر وګړي چې اوس پر خپلو پخوانیو پرېکړو په پښېمانه دي، په ټولنه کې د مثبت بدلون بیلګې ګڼل کېږي.

نوریه اوس له نورو کورنیو هم غوښتنه کوي چې خپل ماشومان د پولیو واکسین په هر کمپاین کې واکسین کړي څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.

هغې وویل: “زه خوشحاله یم چې لوڼې مې له پولیو ناروغۍ څخه خوندي دي، له نورو کورنیو څخه غواړم چې زما له تېروتنې درس واخلي.”

 

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د ګذر وکیلان د پولیو واکسین په اړه د عامه باور زیاتولو هڅې کوي
بله موضوع
د تهذیب الله سخت ژوند او د واکسین نه کولو بدې پایلې

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,