• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د ګذر وکیلان د پولیو واکسین په اړه د عامه باور زیاتولو هڅې کوي

Homepage د ساحې کیسې د ګذر وکیلان د پولیو واکسین په اړه د عامه باور زیاتولو هڅې کوي

د ګذر وکیلان د پولیو واکسین په اړه د عامه باور زیاتولو هڅې کوي

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 7, 2024
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۱۶ تله ۱۴۰۳) – د کابل ښار له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې «پلچرخي» کې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې خاموشه خو سخته مبارزه روانه ده، په دې مبارزه کې روغتیايي کارکوونکي یوازې نه دي، بلکې له دوی سره د ګذر وکیلان هم اوږه په اوږه ولاړ دي.

د دې سیمې د ګذر وکیلان د خلکو اندېښنې لېرې کوي او د پولیو واکسین په اړه د عامه باور زیاتولو هڅې کوي.

له دې ډلې حاجي محمد او سمیع الله هغه زیارکښ وکیلان دي چې د پولیو واکسین په اړه یې د خلکو د پوهاوي په لوړولو او د هغوی د باور په خپلولو کې پام‌وړ ونډه درلودلې ده.

حاجي محمد د پلچرخي سیمې د اتم ګذر وکیل دی چې تل له خلکو سره په اړیکه کې وي. هغه وايي: «کله چې ما په سیمه کې د پولیو واکسین په اړه له خلکو سره خبرې پیل کړې نو په لومړیو کې ډېرې ستونزې وې، ځکه ډېر خلک یې په اړه اندېښمن او بې باوره و، خو ما هوډ کړی و چې د خپلې ټولنې د ماشومانو د ښې روغتیا په موخه باید په هر ډول حالت کې خپل مسوولیت ترسره کړم.»

ده وویل، د همدغه لوی هدف لپاره یې د سیمې تر هر اوسېدونکي ورغی او له هر یوه سره یې جلا جلا خبرې وکړې او هغوی ته یې وویل چې پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې د ماشومانو د فلج کېدو او آن مړینې لامل کېږي، دا ناروغي درملنه نه لري، یوازینۍ لار واکسیناسیون دی چې د دغه ګواښ مخنیوی کولای شي.

نوموړی زیاتوي: «په دغه پروسه کې زه یوازې نه وم، بلکې دیني عالمانو او روغتیايي کارکوونکو مې هم ملتیا کوله، کله چې له دیني او روغتیايي پلوه خلکو ته د پولیو واکسین ګټې روښانه شوې نو په ډېره لېوالتیا حاضر شول څو خپلو ماشومانو په منظم ډول د پولیو واکسین ورکړي.»

د ده په خبره، خوشحاله دی چې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د ګذر خلک په پراخه کچه ګډون کوي او نه پرېږدي چې آن یو ماشوم هم له پولیو واکسین بې برخې شي.

 

د کابل ښار له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې «پلچرخي» کې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې خاموشه خو سخته مبارزه روانه ده، په دې مبارزه کې روغتیايي کارکوونکي یوازې نه دي، بلکې له دوی سره د ګذر وکیلان هم اوږه په اوږه ولاړ دي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

هغه وویل، لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي ځکه د هر ماشوم ژوند ارزښت لري او د ټولنې د غړي په توګه یې دا مسوولیت دی چې هغوی له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغوري.

سمیع الله د پلچرخي سیمې د لسم ګذر وکیل دی چې د حاجي محمد په څېر د پولیو ناروغۍ په وړاندې مبارزه کوي.

دی وايي، وخت په وخت له کورنیو سره مخامخ خبرې کوي، هغوی ته د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکوي، د هغوی پوښتنې ځوابوي او اندېښنې یې رفع کوي، دا چاره د دې لامل شوې چې د پخوا په پرتله ډېر خلک په دې پوه شي چې واکسین زیان نه لري بلکې د ماشومانو اساسي حق دی.

هغه وویل: «موږ له خپلې سیمې او په ټوله کې له هېواد څخه د پولیو ناروغۍ ورکولو ته ژمن یوو، که څوک لا هم د پولیو واکسین په اړه شک لري، نو زه او زما همکاران مخامخ ناسته ورسره کوو، اندېښنې یې اورو او قناعت ورکوو.»

د پلچرخي سیمې د یوه روغتیايي مرکز مشر ډاکټر عبدالرحیم وايي، د پولیو ناروغۍ مخنیوی یوازې د روغتیايي کارکوونکو کار نه دی؛ بلکې دا د ټولنې هر غړي دنده ده، په ځانګړي ډول د حاجي محمد او سمیع الله په څېر د سیمه ییزو مشرانو چې له خلکو سره نېغ په نېغه اړیکې لري.

د ده په خبره، د دغسې مشرانو همکاري او ملاتړ د واکسیناسیون پروسې په بریا کې حیاتي رول لوبوي.

هغه وویل: «د ګذر وکیلانو هڅو زموږ د سیمې په خلکو کې د باور فضا رامنځته کړې چې له مخې یې روغتیايي مرکز ته د ماشومانو راتګ ډېر شوی دی، دا همکاري موږ ته دا شونتیا راکړې چې په ټولنه کې د پولیو د مخنیوي لپاره لوی ګامونه واخلو، زه په دې باور یم چې د سیمې مشران به خپلو دغو هڅو ته دوام ورکوي، څو زموږ ماشومان له دې ناورین څخه خوندي پاتې شي.»

په پایله کې، د کابل په پلچرخي سیمه کې د ګذر وکیلانو او روغتیايي کارکوونکو همغږۍ او هڅو د پولیو واکسین کمپاینونو په بریا کې لوی رول لوبولی دی.

دا هڅې نه یوازې د پولیو مخنیوي لپاره مهمې دي، بلکې د ټولنې د روغتیا او راتلونکي د خوندي کولو لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

 

هوسۍ احمدزۍ، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
مروه او عابده د پولیو په وړاندې د مبارزې دوې زړورې رضاکارانې
بله موضوع
د پولیو واکسین په اړه د منفي انګېرنو کمېدل؛ د نوریې او ګل احمد کیسه

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,