• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

سویرا خسروي؛ هغه نجلۍ چې د واکسیناسیون له لارې د ډاکټر کېدو هیله ژوندۍ ساتي

Homepage اتل سویرا خسروي؛ هغه نجلۍ چې د واکسیناسیون له لارې د ډاکټر کېدو هیله ژوندۍ ساتي

سویرا خسروي؛ هغه نجلۍ چې د واکسیناسیون له لارې د ډاکټر کېدو هیله ژوندۍ ساتي

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 22, 2024
اتل, غوره کیسې

تخار، افغانستان (۲ لېندۍ ۱۴۰۳) – د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ د یخو او پېچلو غرونو په منځ کې چې په ناهموارو لمنو کې یې کورونه ودان شوي، روغتیايي خدماتو لاسرسی ستونزمن او ژوند له سختیو او ننګونو ډک دی.

په دې منځ کې کم شمېر ځوانان پیدا کېږي چې له خنډونو سربېره ټولنې ته د خدمت لار وباسي.

د پولیو واکسین کمپاینونو رضاکاره ۲۳ کلنه سویرا خسروي د دغه ډول پیاوړو او زیارکښو انسانانو له ډلې څخه ده.

هغه چې په تالقان ښار کې په خپل کار بوخته ده، هره ورځ په لوړه اراده ماشومان واکسینوي؛ هغه باور لري چې هر ماشوم ته د پولیو واکسین هر ورکول کېدونکی څاڅکی د ټولنې د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی.

 

د سویرا ستونزمن سفر

سویرا خپلې زده کړې د “بی‌بی عایشه صدیقه” په ښوونځي کې بشپړې کړې دي، خو د کورنۍ د ناسم اقتصادي وضعیت له امله یې لوړې زده‌کړې و نه کړای شوې.

هغې هیله لرله چې ډاکټره شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي، خو کله چې دا هیله حقیقت ته نږدې نه شوه، نو پرېکړه یې وکړه چې د پولیو واکسین له کمپاینونو سره ملګرې شي.

سویرا وايي: “هر ماشوم چې واکسینوم، د ډاکټرې کېدو هیلې ته مې نژدې کوي.”

هغې په تېر یونیم کال کې د هر کمپاین پر مهال د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ ماشومان واکسین کړي دي. د هغې د کار ساحه تر ډېره په تالقان ښار ده، چېرې چې د ځینو کورنیو د پوهې د ټیټې کچې او ناسمو باورونو له امله د پولیو واکسین کمپاینونه له خنډونو سره مخ وي.

 

سویرا چې په تالقان ښار کې په خپل کار بوخته ده، هره ورځ په لوړه اراده ماشومان واکسینوي؛ هغه باور لري چې هر ماشوم ته د پولیو واکسین هر ورکول کېدونکی څاڅکی د ټولنې د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د ناسمو باورونو پر وړاندې مبارزه

یوه خاطره چې له سویرا نه هېرېږي، د یوې لرې سیمې له یوې مور سره لیدنه ده.

دغې مور د ناسمو باورونو او اوازو تر اغېز لاندې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله.

خو سویرا د هغې ترڅنګ په مهربانۍ کښېناسته او په ساده ژبه یې حقیقت ورته تشریح کړ: “ما په صبر او حوصله ورته تشریح کړه چې واکسین څنګه کولای شي ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه وژغوري؛ له هغې سره مې خپلې تجربې شریکې کړې او علمي مالومات مې په ساده ژبه ورته وړاندې کړل څو شک او اندېښنې یې لرې شي.”

د سویرا له خبرو وروسته هغه مور قانع شوه او خپل ماشومان یې واکسین کړل.

اوس چې کله سویرا هغې سیمې ته ځي، نو هغه مور یې په تودې موسکا هرکلی کوي.

سویرا په دې لار کې د ناسمو باورونو او د ښځو د کار پر وړاندې د مخالفت په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده خو خپل لوری یې نه دی بدل کړی بلکې د خپلې کورنۍ په ملاتړ یې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

“ځینې کورنۍ اوس هم ما ته د شک په نظر ګوري، خو دغه څه هېڅکله زما د کار مخه نه ده نیولې.”

 

سویرا خسروي په زړورتیا سره نه یوازې د تخار د ماشومانو د روغتیا لپاره هڅې کوي، بلکې به زړه کې یوه ستره هیله هم ژوندۍ ساتي: د یو سالم، باخبره او له پولیو څخه د خلاص افغانستان هیله. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

پر ټولنې اغېز

سویرا توانېدلې ده له ۱۵ زیاتو هغو کورنیو ته قناعت ورکړي چې د پولیو واکسین یې رداوه، هغې په ټولنه کې د واکسین د اهمیت په اړه عامه پوهاوی لوړ کړی دی.

د دغو کورنیو له ډلې یوه د زینب کورنۍ ده؛ یوه ۳۲ کلنه مېرمن چې په لومړي سر کې یې د وېرې او اندېښنو له امله د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله.

زینب وايي: “سویرا په ډېر صبر او مهربانۍ راته تشریح کړه چې واکسین څنګه کولای شي ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه وژغوري، اوس زه نورې میندې هم هڅوم چې خپل ماشومان واکسین کړي.”

 

د بدلون او الهام سرچینه

د تخار ولایت یوه ټولنیزه فعاله حمیده فایق وايي: “د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د سویرا په څېر ښځو شتون نه یوازې د ټولنې روغتیا ته وده ورکوي، بلکې د افغان ښځو د قوت او ارادې ښکارندويي هم کوي.”

مومینه احمدي چې د سویرا همکاره ده، هغه د خپل ځان لپاره یوه بېلګه ګڼي: “د هغې له صبر او مهربانۍ مې ډېر څه زده کړي دي، د هغې پیاوړې اراده تل زما لپاره الهام‌بخښونکې ده.”

 

د سویرا پیغام

سویرا هیله لري چې یوه ورځ په تخار نورو ولایتونو کې ټولې کورنۍ په پوره ډاډ خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

د هغې پیغام روښانه دی: “واکسین یوازینۍ لاره ده چې ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه ساتي. راځئ د یو سالم او روښانه راتلونکي لپاره واکسین جدي ونیسو.”

سویرا خسروي په زړورتیا سره نه یوازې د تخار د ماشومانو د روغتیا لپاره هڅې کوي، بلکې به زړه کې یوه ستره هیله هم ژوندۍ ساتي: د یو سالم، باخبره او له پولیو څخه د خلاص افغانستان هیله.

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ځوان شاعر هڅې
بله موضوع
محمد ابراهیم؛ د پولیو ناورین ژوندی تصویر

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,