• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

سیف الله خاموش: ویاړم چې د پولیو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوم

Homepage غوره کیسې سیف الله خاموش: ویاړم چې د پولیو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوم

سیف الله خاموش: ویاړم چې د پولیو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوم

PolioFreeAfghanistan
اپریل 27, 2024
غوره کیسې

زابل، افغانستان (۰۸ غویی ۱۴۰۳): زابل د هېواد په سوېل لویدیځ کې ۳۵۳ کیلومتره لرې د کابل- کندهار پر لویه لار پروت دی چې مرکز یې کلات ښار دی.

د دغه ښار په څنډو کې د خاورینو کورونو ګڼ کلي اباد دي چې ډېر یې پاخه سړکونه او د ژوند نورې اسانتیاوې نه لري.

۲۸ کلن سیف الله خاموش په همدې سیمه کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د رضاکار په توګه کار کوي.

«د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د رضاکار په توګه مې ۶ کاله مخکې کار پیل کړی، خوښ یم چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې مبازره کوم، زه نه یوازې د خپل مسوولیت سیمه کې تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین رسوم، بلکې خلکو ته د پولیو ناروغۍ د زیانونو او پولیو واکسین د ګټو په اړه پوهاوی هم ورکوم.»

دی وايي، په دې موده کې یې ډېر کار کړی، د سیمې هر اوسېدونکی یې پېژني، خبرو ته یې غوږ نیسي او په لسګونو هغه کورنۍ یې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته راضي کړي چې مخکې یې له دغه کاره انکار کاوه.

د ده په خبره، طبیعي ده چې د خلکو د باور په خپلولو کې وخت لګېږي خو دی په پر له پسې توګه له هغوی سره په اړیکه کې دی، د هغوی د کورونو تر دروازو ورځي ، اندېښنې یې اوري او د واکسین له ګټو یې خبروي.

«هرې کورنۍ ته زما مهم پیغام همدا وي چې پولیو درملنه نه لري او ماشومان په تلپاتي ګوزڼ اخته کوي؛ د دې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې ټولو ماشومانو ته تر پنځه کلنۍ پورې هر ځل د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکړل شي.»

د خاموش او د هغه د همکارانو دا هڅې ګټورې ثابتې شوې او ګڼې هغه کورنۍ چې د پولیو واکسین په اړه د غلطو معلوماتو ښکار شوې وې، د خپلو ماشومانو واکسینولو ته راضي شوې دي.

په دغه لړ کې د سیمې هغه کورنۍ د یادولو ده چې له څه مودې راهیسې یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کړی و خو د خاموش د هڅو په پایله کې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته راضي شوه.

دا اسانه کار نه و، له نوموړي سره په دغه کار کې د سیمې یوه دیني عالم هم مرسته وکړه او په ګډه یې د دغې کورنۍ مشر ته قناعت ورکړ.

د مولوي حکمت الله په نوم دغه دیني عالم وايي، خوشحاله دی چې په دغه نېک کار کې برخه واخیسته او د ماشومانو د راتلونکي په ژغورلو کې خپله برخه مسوولیت ادا کوي.

هغه زیاته کړه، ځینې مهال پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوې منفي خبرونه یا منفي ویډیوګانې د خلکو ذهنیتونه خرابوي خو دا د ټولنې د باخبر او پوه قشر مسوولیت دی چې دغسې خلکو ته پوهاوی ورکړي او حقایق ورته بیان کړي.

نوموړی خلکو ته په خپل پېغام کې وايي: «په اسلام کې وقایه له درملنې غوره ده؛ د پولیو واکسین د یوې وسیلې په توګه د دغې ناروغۍ په مقابل کې د ماشومانو د معافیت کچه لوړوي، نو خپل ماشومان واکسین کړئ، معافیت یې پیاوړی کړئ او له پولیو ناروغۍ یې وژغورئ.»

مخکینۍ موضوع
یوه کونډه مور او د هغې یوازینی پولیو وهلی زوی
بله موضوع
د پولیو قرباني وسیمه سحر؛ یوه اتله

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,