• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

روح‌الله حلیمي؛ د زړورتیا او باور استازی چې د زرګونو ماشومانو راتلونکی یې خوندي کړی دی

Homepage د ساحې کیسې روح‌الله حلیمي؛ د زړورتیا او باور استازی چې د زرګونو ماشومانو راتلونکی یې خوندي کړی دی

روح‌الله حلیمي؛ د زړورتیا او باور استازی چې د زرګونو ماشومانو راتلونکی یې خوندي کړی دی

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 11, 2025
د ساحې کیسې

پروان، افغانستان (۱۹ تله ۱۰۴) – د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ د فندقستان کلي یوه ځوان زرګونه ماشومان د واکسین په وسیله له پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ څخه خوندي کړي دي.

دغه ځوان روح‌الله حلیمي نومېږي چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د پولیو ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې د یوه ژمن رضاکار په توګه کار کوي.

هغه وايي، دا یوازې دنده نه، بلکې یوه دیني او انساني وجیبه ده: «زه دا کار د دې لپاره کوم چې زما د سیمې ماشومان د پولیو ناعلاجه ناروغۍ له ګواښ څخه خوندي شي.»

 

د شکونو له فضا تر باور پورې – د ژمنې پیل

روح‌الله داسې مهال له پولیو سره د مبارزې له بهیر سره یو ځای شو چې په سیمه کې یې د پولیو واکسین په اړه شکونه عام وو. ځینې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي وو او ځینو یې آن مخالفت کاوه. خو ده پرېکړه کړې وه چې بې‌تفاوته به نه پاتې کېږي.

«زه د هر کور تر دروازې ورتلم، والدین مې هڅول چې خپل ماشومان را وباسي څو د دوه څاڅکي واکسین په وسیله له تلپاتې فلج څخه خوندي شي، دا په اصل کې د انسانیت ژغورلو غږ و چې باید اورېدل شوی وای.»

ده د خپلې سیمې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو مخورو ملاتړ خپل کړ او د هغوی په مرسته یې خلکو ته د پولیو ناروغۍ او واکسین په اړه پوهاوی ورکړ او هغوی یې هڅول چې خپل ماشومان له واکسین څخه محروم نه کړي.

دې چارې که څه هم وخت ونیو خو کرار کرار د بې‌باورۍ فضا بدله شوه او په پایله کې ګڼې کورنۍ حاضرې شوې چې خپل ماشومان واکسین کړي.

 

روح‌الله د خپلې سیمې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د ستونزو تر شا ژمنتیا او قرباني

روح‌الله په دې لاره کې ډېرې ستونزې ګاللې او د خپل ټیم په ملتیا یې په هر ډول شرایطو کې تر ماشومانو د پولیو واکسین رسولی دی.

هغه د یوې خاطرې په توګه وايي: «یو ځل د پولیو واکسین کمپاین پر مهال سخته واوره اورېدلې وه، د غوربند ولسوالۍ ډېرې لارې تړلې وې او د هر ډول خطر ګواښ موجود و. ملګرو مې راته وویل چې په داسې شرایطو کې ماشومانو ته واکسین رسول اسانه کار نه دی، ما ورته وویل، د پولیو ناروغي یو داسې پټ دښمن دی چې انتظار نه کوي، نو موږ هم انتظار نه شو کولای. بیا مو په واوره کې ساعتونه پلی مزل وکړ او د کلي تر هر ماشوم پورې مو واکسین ورساوه.»

د ده او د ده د ملګرو د هڅو له امله، ډېری هغه والدین چې پخوا یې شکونه لرل، اوس د واکسین ملاتړي شوي دي.

روح‌الله یوه بله کیسه هم یادوي: «یوه پلار د خپل ماشوم له واکسینولو انکار کاوه، خو ما ورته وویل چې په‌خپله د خپل اولاد دښمن مه جوړېږه، ما ډېر ماشومان لیدلي چې د پولیو ناروغۍ له امله په تلپاتې فلج اخته شوي او اوس یې والدین همدا یو ارمان لري چې کاش هغوی یې واکسین کړي وای. زه نه غواړم چې ستا ماشوم فلج او د ټولنې د اوږو بار شي، چې بیا به ته هم ارمان کوې خو وخت به تېر وي، مخکې له دې چې ناوخته شي ستا ماشوم باید واکسین شي څو له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.»

دی وايي، د ده دغو خبرو د ماشوم پر پلار اغېز وکړ او حاضر شو چې خپل ماشوم واکسین کړي. په اصل کې دا د یوه ماشوم د خوندیتوب لپاره د یوه ذهنیت بدلون و.

 

روح‌الله: «هر ځل چې د ماشوم په خوله کې د واکسین څاڅکي څڅوم، داسې احساسوم لکه د ټول انسانیت ژوند مې چې خوندي کړی وي.» © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د ټولنې باور – د مبارزې رښتینی ځواک

د روح‌الله او د هغه د ټیم نه ستړې کېدونکو هڅو د خلکو فکر بدل کړی. اوس فندقستان او شاوخوا نور کلي د باور او پوهاوي نمونې ګرځېدلي دي. د واکسین په اړه زړې اندېښنې له منځه تللې، اوس د دغو سیمو اوسېدونکي نه یوازې خپل ماشومان واکسینوي، بلکې نورې کورنۍ هم دغه مهم کار ته هڅوي.

د فندقستان د کلي ملا امام وایي: «روح‌الله زموږ د کلي د ځوانانو لپاره یو مثال دی. ده وښودله چې خدمت یوازې خبرې نه، بلکې عمل غواړي. اوس خلک واکسین د خپل ماشوم د ژوند برخه ګڼي.»

د کلي یو قومي مشر حاجي محمد آصف، هم د روح‌الله هڅې ستایي: «زموږ سیمه مخکې د شکونو ښکار وه، خو روح‌الله او د هغه ملګرو خلکو ته په عمل کې وښودله چې واکسین ژوند ژغوري. اوس موږ ټول د پولیو د له منځه وړلو لپاره یو موټی یو.

 

الهام‌بخښونکی پیغام

نن د غوربند ولسوالۍ د فندقستان او شاوخوا سیمو زرګونه ماشومان د پولیو ویروس له ګواښ څخه خوندي دي. دا د روح‌الله حلیمي او د هغه د هم‌فکره رضاکارانو د کلونو هڅو پایله ده.

هغه وایي: «هر ځل چې د ماشوم په خوله کې د واکسین څاڅکي څڅوم، داسې احساسوم لکه د ټول انسانیت ژوند مې چې خوندي کړی وي.»

د روح‌الله او د هغه په څېر د زرګونو رضاکارانو هڅې ښيي چې د بدلون پیل تل له یوه زړه، یوه قدم او یوه باور څخه کېږي، ځکه چې د پولیو په وړاندې مبارزه د ټول انسانیت ګډ مسوولیت دی.

مخکینۍ موضوع
د پولیو په وړاندې د ټولنې د مشرانو غږ
بله موضوع
د غرونو له منځه راپورته شوی غږ؛ د محمد عارف کیسه

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,