د غرونو له منځه راپورته شوی غږ؛ د محمد عارف کیسه

خوست، افغانستان (۲۳ تله ۱۴۰۴) – قلندر د خوست ولایت یوه لیرې ولسوالي ده چې دنګو غرونو چاپېره کړې ده. دلته د ژوند اسانتیاوې کمې دي، دودونه ژورې ریښې لري، او د بدلون منل اسانه نه دي.
خو همدلته د محمد عارف په نوم یوه ځوان راپورته شوی او داسې یوه مبارزه یې پيل کړې چې د ماشومانو د روغ راتلونکي لپاره هیله ګرځېدلې ده.
هغه چې تر لیسانس کچې یې زدهکړې کړې دي، د بلې دندې پر ځای دا غوره ګڼلې ده چې د خپلې سیمې تر هغو ماشومانو د پولیو واکسین ورسوي چې لا هم د غرونو تر شا د روغتیا له بنسټیزو حقونو بې برخې دي.
د دودیزې ټولنې زړه ته له باور سره ننوتل
د قلندر ولسوالۍ «لنډرې کلی» هغه ځای دی چې اوسېدونکي یې خپلو دودونو، روایتونو او عقایدو ته ژمن دي، داسې یوه ټولنه چې بدلون راوستل په کې وخت او باور جوړول په کې ډېر زغم غواړي.
محمد عارف، چې د همدې کلي زوی دی، ښه پوهېږي چې د خلکو ذهنیتونه د احترام، زغم او مهربانۍ له لارې روښانه کېدای شي. دی وایي: «ډېر خلک د پولیو ناروغۍ او واکسین په اړه بشپړ پوهاوی نه لري، ځینې بیا په دې اړه د ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې راغلي وي. هغوی ته باید د درناوي، زغم او حوصلې له لارې پوهاوی او قناعت ورکړل شي.»
په داسې فضا کې د پولیو پر ضد مبارزه یوازې یو تخنیکي کار نه دی، بلکې د باور جوړونې، منښت او دوامداره خبرو یوه اوږده لاره ده.
په همدې اساس عارف یوازې واکسین نه، بلکې د زغم، باور او هیلو پیغام هم له ځان سره لېږدوي.
دی زیاتوي: «زه تسلیم شوی نه یم. له هر راز ستونزو باوجود مې خپله مبارزه روانه ساتلې ده، ځکه د ماشومانو روغتیا او روښانه راتلونکی راته تر هر څه زیات ارزښت لري.»
هغه په ټینګ باور سره وايي: «خلک باید د خپلو دودونو او عقایدو له زاویې قانع شي. هره خبره باید په درناوي، صبر او موسکا ورسره وشي.»
عارف د خلکو د ذهنیتونو د بدلون لپاره له همدې خبرې الهام واخیست. هغه پوه شو چې د باور دا لاره د دیني ارزښتونو له لارې هم تېرېږي. ځکه خو یې هڅه وکړه چې د منبر او محراب په مرسته د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ګام واخلي.
محمد عارف په قلندر ولسوالۍ کې له واکسین شوو ماشومانو سره © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د دیني ارزښتونو تر سیوري لاندې باور جوړونه
په داسې سیمه کې چې دیني لارښوونې د خلکو په ژوند کې ژور اغېز لري، عارف ژر درک کړه چې د ذهنونو پرانیستلو تر ټولو قوي کیلي همدا ده. هغه له دیني علماوو او نورو مشرانو سره اړیکه ونیوله، د هغوی ملاتړ یې ترلاسه کړ او د منبر له لارې یې د پولیو واکسین پیغام خلکو ته ورساوه.
عارف وایي: «کله چې ملا امام له منبره وویل، چې واکسین د دیني وجایبو برخه ده او څوک چې یو انسان وژغوري، ګواکې ټول انسانیت یې ژغورلی دی. دې خبرې د خلکو پر زړونو ډېر اغېز وکړ او ګڼې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرې شوې.»
عارف دا یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼي خو وايي، مزل لا پای ته نه دی رسېدلی، ځکه باور جوړونه د انسانیت، زغم او ژمنتیا یو دوامداره سفر دی.
د دیني علماوو ملاتړ او د عارف نه ستړې کېدونکو هڅو ورو ورو د خلکو ذهنونه بدل کړل. شک په باور واوښت، او له همدې ځایه د بدلون مزل پیل شو.
محمد عارف چې تر لیسانس کچې یې زدهکړې کړې دي، د بلې دندې پر ځای دا غوره ګڼلې ده چې د خپلې سیمې تر هغو ماشومانو د پولیو واکسین ورسوي چې لا هم د غرونو تر شا د روغتیا له بنسټیزو حقونو بې برخې دي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د باور دوامداره سفر
د همدې کلی یو اوسېدونکی، حاجي عبدالرحمن، چې یو وخت یې د خپلو ماشومانو واکسین ته زړه نه ښه کاوه، اوس د دغه کار یو پیاوړی ملاتړ کوونکی دی. هغه وایي: «پخوا مې فکر کاوه چې واکسین بېفایدې دي، خو کله چې مې د عارف او بیا وروسته د ملا امام خبرې واورېدې، پوه شوم چې دا د ماشومانو د روغتیا لپاره ضروري دي. اوس زه پخپله نورو ته وایم چې ماشومان باید واکسین کړئ.»
د حاجي عبدالرحمن په څېر د ګڼو کورنیو مشران اوس د خپلو ماشومانو د واکسین لپاره هڅه کوي. د عارف د خبرو، مهربانۍ او باور جوړونې دا اغېز د ټولې سیمې فضا بدله کړې ده.
یو سیمهییز روغتیاپال هم د محمد عارف هڅې ستایي او وایي: «محمد عارف له کلونو راهیسې پرته له کوم تمې د خلکو د خیر لپاره کار کوي او تل وایي، تر هغه چې یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې وي، زه به ارام و نه کړم.»
دا جمله د عارف د ژوند شعار ګرځېدلې ده. له ستونزو او ننګونو سربېره هغه خپل کار نه دی پرې ایښی. ده ته دا مبارزه یوازې یوه دنده نه، بلکې یو رسالت دی.
هغه باور لري چې دا مزل به یوازې هغه وخت پای ته ورسېږي، چې د افغانستان په هر کلي او هر کور کې هر ماشوم د پولیو له ګواښ څخه خوندي وي.
د هغه دا باور او ژمنتیا د نورو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلې ده، د هغه د نه ستړې کېدونکو ګامونو شور اوس د ټولې سیمې په زړونو کې د امید غږ دی.
که سبا د قلندر ولسوالي د پولیو له ویروس څخه پاکه اعلان شي، دا به د همدغه زلمي او د هغه د ملګرو د نه ستړې کېدونکو هڅو برکت وي، چې باور لري: د هر څاڅکي تر شا، د یو ملت راتلونکی پټ دی.

