• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو اغېزمن عزت‌الله؛ د واکسین د ملاتړ غږ

Homepage د ساحې کیسې له پولیو اغېزمن عزت‌الله؛ د واکسین د ملاتړ غږ

له پولیو اغېزمن عزت‌الله؛ د واکسین د ملاتړ غږ

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 30, 2025
د ساحې کیسې

ننګرهار، افغانستان (۸ لړم ۱۴۰۴) — عزت‌الله د کونړ اصلي اوسېدونکی دی، خو اوس له خپلې کورنۍ سره د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې ژوند کوي.

هغه درې کلن و چې د پولیو (ګوزڼ) په ناروغۍ اخته شو. دې ناروغۍ د هغه له لاسونو او پښو څخه د حرکت توان واخیست او د هغه د ژوند لوری یې د تل لپاره بدل کړ.

نن، هغه د ښار په منځ کې خلکو ته د عبرت ژوندۍ نښه ده. د هغه پیغام روښانه دی: «هیله لرم نور هیڅ ماشوم په دې ناروغۍ اخته نه شي.»

 

یو ماشومتوب، چې ودرېد

عزت‌الله، لکه د هر بل ماشوم، د ښوونځي، لوبو او روغ راتلونکي خوبونه درلودل. خو کله چې د پولیو ویروس ورباندې برید وکړ، د هغه ارمانونه یې دړې وړې کړل. د هغه پلار، محمد شریف، وايي: «زوی مې درې کلن و چې لاسونه او پښې یې فلج شول. ډاکټرانو راته وویل، هغه د پولیو په ناروغي اخته شوی او دا ناروغي درملنه نه لري. که موږ په وخت دوه څاڅکي واکسین ورکړی وای، ښايي په دغه برخلیک نه وای اخته شوی.»

دا جمله یوازې د یوې کورنۍ درد نه بیانوي، بلکې د مخنیوي هغه فرصت ته اشاره ده چې باید هېڅکله یې له لاسه ور نه کړو.

 

عزت الله درې کلن و چې د پولیو (ګوزڼ) په ناروغۍ اخته شو، دې ناروغۍ د هغه له لاسونو او پښو څخه د حرکت توان واخیست او د هغه د ژوند لوری یې د تل لپاره بدل کړ © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د حضور تداوي؛ له کوره تر بازاره

محمد شریف هره ورځ عزت‌الله بازار ته له ځان سره راولي. د ده په وینا: «که په کور کې پاتې شي، ښایي رواني ستونزې یې زیاتې شي. په بازار کې خلک خبرې ورسره کوي او درناوی یې کوي؛ همدا عزت‌الله ته د ارزښت احساس ورکوي.»

عزت‌الله کوم کار او مسوولیت نه لري، خو د ښار په منځ کې یې د خلکو تر موسکاوو او خوږو خبرو لاندې یوه نوې ورځ پیلېږي.

د ښار یو دوکاندار حلیم، چې له ډېرو کلونو راهیسې عزت‌الله پېژني، وایي: «زه هر سهار عزت‌الله ته چای راوړم، هغه د یوه معلول انسان په توګه د هغو خلکو لپاره یوه ژوندي بیلګه ده چې د خپلو ماشومانو واکسینولو په برخه کې بې پروايي کوي، که عزت‌الله روغ وای، په پوره باور درته وایم چې نن به یو ښه ډاکټر، ښوونکی یا انجنیر وای.»

 

د عزت‌الله خپله هیله

عزت الله که څه هم له فزیکي محدودیتونو سره مخ دی خو ذهن یې روښانه دی. دی وايي: «زه یو وخت روغ ماشوم وم، ژوند ته مې ډېرې هیلې لرلې، غوښتل مې له همزولو سره لوبې وکړم، ښوونځي ته لاړ شم، خو د پولیو ناروغۍ مې دا هیلې د تل لپاره ووژلې. اوس یوازې یوه هیله لرم او هغه دا چې نور هیڅ ماشوم په دې تباه کوونکې ناروغۍ اخته نه شي.»

دا ساده خو ژوره هیله د هر پلار او مور د زړونو دروازې ټکوي او ټولنې ته یادونه کوي چې د هر ماشوم روغتیا زموږ ګډ مسوولیت دی.

 

پولیو څه کوي؟ ولې «په وخت او هر ځل واکسین» مهم دي؟

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې د بدن اعصابو ته زیان رسوي او په ځانګړي ډول له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان د عضلاتو له کمزورتیا او حتی دایمي فلج سره مخامخوي. دا ناروغي ډېر وخت هغه مهال خپرېږي چې ماشومانو ته په خپل وخت او پرله‌پسې ډول واکسین ور نه کړل شي.

روغتیايي کارکوونکي ټینګار کوي: «که عزت‌الله په وخت بشپړ واکسین شوی وای، نو د پولیو په ناروغۍ به نه اخته کېده. هغه د پوهاوي ټیټې کچې او نورو محدودیتونو له امله د واکسین له حیاتي حق څخه محروم شوی، نور باید ټولنه دا تشه په ګډه ډکه کړي.»

 

عزت‌الله نن له حسرت څخه په ډکو سترګو نړۍ ته ګوري او په چوپ خو روښانه پیغام کې خلکو ته وایي: «هر ماشوم ته هر ځل دوه څاڅکي واکسین ورکول مه هېروئ!» © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

ولې باید ټولنه د پولیو ناروغۍ په وړاندې یو ځای ودرېږي؟

په نړۍ کې ډېرو هېوادونو  د واکسین په وسیله پولیو ناروغۍ له منځه وړې ده، خو زموږ د هېواد ماشومان لا هم د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

که د کورنیو مشران، دیني عالمان، ځوانان او روغتیايي کارکوونکي په ګډه د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه و نه کړي نو د عزت الله په څېر به ډېر نور ماشومان هم له دې خطرناکې ناروغۍ څخه اغېزمن شي.

 

حل ساده دی؛ اغېز یې ستر

واکسین خوندي، وړیا او مؤثر دی. د هر کمپاین موخه دا ده چې هماغه «پر وخت» او «هر ځل» دوه څاڅکي واکسین هر ماشوم ته ورسېږي. د تکراري ډوزونو بشپړول د خونديتوب کلا پیاوړې کوي.

پرېکړه زموږ په لاس کې ده؛ ایا غواړو خپل اولادونه د عزت الله په څېر معلول ووینو او که د نورو په څېر روغ او جوړ.

 

د عزت‌الله د هیلو غږ

عزت‌الله نن له حسرت څخه په ډکو سترګو نړۍ ته ګوري او په چوپ خو روښانه پیغام کې خلکو ته وایي: «هر ماشوم ته هر ځل دوه څاڅکي واکسین ورکول مه هېروئ!»

دا یوازې د یوه زوی او یوه پلار درد نه دی؛ د افغانستان د راتلونکو نسلونو خبره ده. که نن یوځای ودرېږو او د هر کمپاین ملاتړ وکړو، نو سبا به مو ماشومان ښوونځیو او د لوبو میدانونو ته روان وي او د پولیو نوم به د تل لپاره د تاریخ برخه وي.

مخکینۍ موضوع
«هر ماشوم حق لري چې روغ لوی شي»
بله موضوع
د غرونو منځ کې د هیلو څرک: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د مهرالله هڅې

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,