• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

«تر هغه چې وروستی ماشوم واکسین نه شي، زما کار بشپړ نه دی»

Homepage د ساحې کیسې «تر هغه چې وروستی ماشوم واکسین نه شي، زما کار بشپړ نه دی»

«تر هغه چې وروستی ماشوم واکسین نه شي، زما کار بشپړ نه دی»

PolioFreeAfghanistan
فبروري 20, 2026
د ساحې کیسې

کاپیسا، افغانستان (۱ کب ۱۴۰۴) – «تر هغه چې وروستی ماشوم واکسین نه شي، زما کار بشپړ نه دی.»

صدام دا جمله په ډاډ له ځان سره تکراروي، هغه ځوان رضاکار چې له تېرو اوو کلونو راهیسې د کاپیسا ولایت په اله‌سای ولسوالۍ کې د پولیو له ګواښ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره دنده ترسره کوي.

د ګسترخېلو کلي دا ځوان باور لري چې پولیو یوه خطرناکه او ناعلاجه ناروغي ده چې مخنیوی یې یوازې د د واکسین له لارې ممکن دی.

صدام، چې په نرسینګ کې یې نیمه عالي زده کړې کړې دي، هغه مهال د پولیو واکسین له کمپاینونو سره مل شو چې په سیمه کې د دې ناروغۍ ګواښ جدي بلل کېده. هغه وایي هماغه وخت یې پرېکړه وکړه چې د خپلې سیمې د ماشومانو د ساتنې لپاره خپله برخه مسوولیت ادا کړي.

د ده په خبره، د کار لومړني کلونه یې له ستونزو ډک وو: «کله چې مې کار پیل کړ، د پولیو ناروغۍ په اړه د پوهاوي کچه ټیټه وه او ځینې کورنۍ په اسانۍ نه حاضرېدې چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

د هغه په وینا، دا شېبې تر ټولو سختې وې، ځکه هغه پوهېده چې د هرې تړلې دروازې تر شا یو ماشوم د پولیو له خطر سره مخ پاتې کېږي.

خو له دغو ستونزو سربېره هغه خپل کار ته دوام ورکړ او هڅه یې وکړه چې هرې کورنۍ ته ورسېږي.

د کمپاین ورځو کې صدام او د هغه ټیم سهار وختي راټولېږي، د سیمو وېش کوي او بیا هر یو د خپلو ټاکلو ځایونو پر لور روانېږي. د ورځې ډېره برخه یې د محلونو تر منځ په تګ راتګ او د ماشومانو په واکسینولو تېریږي.

 

صدام او د هغه ټیم د اله‌سای ولسوالۍ په یوه کلي کې ماشومان واکسینوي څو د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه خوندي شي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

هغه وایي: «کله چې له خپلو همکارانو سره یو ځای یوې سیمې ته ولاړ شم، لومړی د کورنیو له مشرانو سره خبرې کوم او هغوی ته د پولیو ناروغۍ د خطر او واکسین د اهمیت په اړه معلومات ورکوم. کله چې هغوی خپل ماشومان واکسین کړي، احساس کوم چې هڅو مې نتیجه ورکړې ده.»

په تېرو کلونو کې د خلکو باور ورو ورو زیات شوی دی. هغه کورنۍ چې یو وخت یې واکسین نه مانه، اوس په خپله د خپلو ماشومانو د واکسینولو غوښتنه کوي.

د ګسترخېلو کلي مشر حاجي ولي وایي: «صدام زموږ د کلي یو خدمتګار ځوان دی. خلک پرې باور لري، ځکه هغه تل صادقانه کار کړی دی. د هغه په هڅو زموږ ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شوي دي.»

خو د صدام لپاره تر ټولو مهمه لاسته راوړنه شمېرې نه، بلکې هغه کیسې دي چې د ده په ذهن کې پاتې دي.

هغه یوه پېښه داسې یادوي: «یو پلار خپل ماشوم نه واکسیناوه. خو ما هغه ته د پولیو ناروغۍ زیانونه او د واکسین ګټې بیان کړې. له ډېرو خبرو وروسته هغه راته وویل: زویه! زه ډېر نه پوهېږم، خو که ته ډاډه یې، نو ماشوم مې واکسین کړه.»

دی وایي، هماغه شېبه یې احساس وکړ چې د باور جوړول تر هر څه مهم دي.

 

صدام د اله‌سای ولسوالۍ په یوه کلي کې د پولیو کمپاین پر مهال د ماشومانو معلومات ثبتوي، څو هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

صدام باور لري چې د پولیو پر وړاندې مبارزه یوازې د واکسین تطبیق نه دی، بلکې د خلکو د پوهاوي لوړول هم دي. هغه هڅه کوي چې هېڅ ماشوم د ناپوهۍ، شک یا بې‌پروايۍ له امله له واکسین څخه پاتې نه شي.

هغه وایي: «کله چې یو ماشوم واکسین شي، دا یوازې د یوې کورنۍ بریا نه، بلکې د ټولې سیمې بریا ده.»

سره له دې چې نړۍ د پولیو د له منځه وړلو وروستي پړاو ته نږدې شوې، د اله‌سای په شان لرې سیمو کې لا هم د صدام په څېر رضاکارانو هڅې مهمې بلل کېږي.

هغه وایي: «زه هیله لرم چې یوه ورځ داسې راشي چې نور د پولیو نوم هم پاتې نه وي. تر هغه وخته به هڅه کوم چې هر ماشوم ته ورسېږو.»

صدام او د هغه په څېر رضاکاران ښايي هره ورځ اوږده لارې ووهي، خو د هغوی هڅې د داسې راتلونکي لپاره دي چې ماشومان پکې روغ لوی شي، لوبې وکړي او ښوونځیو ته ولاړ شي.

د هغه لپاره دا یوه قوي ژمنتیا ده – داسې چې هېڅ ماشوم باید نور د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل راتلونکی له لاسه ور نه کړي.

مخکینۍ موضوع
یو ځوان رضاکار د پولیو د مخنیوي په لومړۍ کرښه کې
بله موضوع
له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,