• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

محمد بشیر: د پولیو واکسین کمپاین یو ژمن رضاکار

Homepage غوره کیسې محمد بشیر: د پولیو واکسین کمپاین یو ژمن رضاکار

محمد بشیر: د پولیو واکسین کمپاین یو ژمن رضاکار

PolioFreeAfghanistan
جون 10, 2024
غوره کیسې

هوسۍ احمدزۍ

کابل، افغانستان (۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳) – د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی محمد بشیر د پولیو واکسین یو له ژمنو رضاکارانو څخه دی چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د یوه مهم رسالت لپاره کار کوي او هڅه کوي تر مسوولیت لاندې سیمه کې یې یو ماشوم هم له پولیو واکسین څخه بې برخې نه شي.

نوموړی د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې له څانګې فارغ شوی او د خپل ازاد کاروبار ترڅنګ د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې هم فعالیت کوي.

 

د پولیو واکسین ارزښت

محمد بشیر په دې باور دی چې واکسیناتوري یو مهم رسالت دی او په همدغه بنسټ ځان مسوول ګڼي څو په خپله اړونده ساحه کې ټول ماشومان واکسین کړي. هغه هره ورځ د کمپاین پر مهال سهار وختي له کوره وځي او تر ماښامه په ډېره مسوولانه توګه کار کوي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسېږي. هغه وايي، د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند یوه محدوده ساحه د واکسین تطبیقولو لپاره ور له غاړې ده او د ورځې تر ۱۳۵ ماشومانو واکسین کوي.

 

له خلکو سره اړیکې

محمد بشیر زیاتوي، دا چې کلونه یې د پولیو واکسین په کمپاین کې په ژمنتیا کار کړی اوس یې د سیمې مشران او کشران په نوم پېژني او درناوی یې کوي.

دی وايي، خپلې دندې ته د ژمنتیا له امله نه یوازې خلک درناوی کوي، بلکې د هر کمپاین پر مهال په ډېرې لېوالتیا خپل ماشومان ورته حاضروي څو دی د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړي.

 

محمد بشیر په دې باور دی چې واکسیناتوري یو مهم رسالت دی او په همدغه بنسټ ځان مسوول ګڼي څو په خپله اړونده ساحه کې ټول ماشومان واکسین کړي. هغه هره ورځ د کمپاین پر مهال سهار وختي له کوره وځي او تر ماښامه په ډېره مسوولانه توګه کار کوي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسېږي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

ستونزې او لاس ته راوړنې

محمد بشیر د پولیو په برخه کې د رضاکارۍ په تېرو شپږو کالو کې یوه مهمه لاس ته راوړنه دا بولي چې نږدې اوږه بېلابېلې کورنۍ یې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړي دي. هغه وايي، دې کورنیو سره د پولیو په اړه عجیب فکرونه وو چې اکثره یې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي وو خو ده ورسره په کراتو خبرې کړي او بلاخره یې قانع کړي دي چې خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.

 

د خلکو قانع کولو لارې چارې

محمد بشیر د خلکو د قانع کولو لپاره ډېر مهارتونه کاروي. هغه وايي: «کله چې له یوې ناراضې کورنۍ له کوم مشر او یا غړي سره مخ کېږم نو په ډېرې مهربانۍ خبرې ورسره کوم، هغوی ته بېلابېل کره معلومات ورکوم څو د پولیو واکسین په اړه یې ناسم باور لرې شي.»

هغه زیاتوي: «زه تل د کورنیو مشرانو ته وایم چې پولیو ناروغي یوه وژونکې او فلجوونکې ناروغي ده او درملنه نه لري، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي، که موږ خپل ماشومان واکسین نه کړو نو د پولیو په ناروغي به اخته شي چې پایله یې مړینه او یا تلپاتي معلولیت دی، په دغسې حالت کې به د ماشوم هم د کورنۍ او هم د ټولنې د اوږو بار وي.»

 

راتلونکي ته هیلې

محمد بشیر وايي، د پولیو واکسین کمپاین د یوه رضاکار په توګه یې لویه هیله دا ده چې افغانستان یوه ورځ له پولیو څخه پاک اعلان شي او نور هیڅ ماشوم په دې خطرناکه ناروغي اخته نه شي.

هغه وویل: «زما لوی ارمان دا دی چې افغان ماشومان د نورې نړۍ د ماشومانو په څېر روغ او جوړ و اوسي او د پولیو ویروس یې ژوند و نه ګواښي.»

 

د محمد قاسم کیسه

د کابل ښار د پنځمې ناحیې د یوې کورنۍ مشر محمد قاسم چې درې لوڼې او دوه زامن لري، وايي چې مخکې د پولیو په اړه شکمن، کله به یې ماشومانو ته دغه واکسین وکاوه او کله به یې نه ورکاوه.

خو دی وايي، له هغه وروسته چې محمد بشیر او د پولیو واکسین کمپاین نورو کارکوونکو له ده سره له نژدې ولیدل او د واکسین په ارزښت یې پوه کړ نو ذهنیت یې بدل شو.

دی زیاتوي، له هغه وروسته خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي او کله یې هم نه قضا کوي.

 

هغه زیاتوي: «زه تل د کورنیو مشرانو ته وایم چې پولیو ناروغي یوه وژونکې او فلجوونکې ناروغي ده او درملنه نه لري، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي، که موږ خپل ماشومان واکسین نه کړو نو د پولیو په ناروغي به اخته شي چې پایله یې مړینه او یا تلپاتي معلولیت دی، په دغسې حالت کې به د ماشوم هم د کورنۍ او هم د ټولنې د اوږو بار وي.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

پایله

محمد بشیر او نور رضاکاران په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو په موخه شپه او ورځ زیار باسي او دا چاره دیني او ملي وجیبه بولي.

هغوی له ټولو کورنیو غواړي چې دوی دې هم خپله دیني او ملي وجیبه ادا کړي، له رضاکارانو سره دې مرسته وکړي او خپلو ماشومانو ته دې د پولیو واکسین تطبیق کړي څو د هغوی په ګډون د هېواد د ټولو ماشومانو روغتیا تضمین شي.

مخکینۍ موضوع
د عایشې هڅې چې د پولیو واکسین په تطبیقولو د ماشومانو راتلونکی روښانه کوي
بله موضوع
ذوفنون سروري: په تخار کې د پولیو واکسیناسیون اتله

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,