• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د عامې روغتیا وزارت په ختیځ زون کې د پولیو جزوي زرقي (fIPV) او څاڅکو (OPV) واکسین ګډ کمپاین پیل کړ

PolioFreeAfghanistan
اگست 30, 2025
خبرپاڼې

کابل، افغانستان– د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د ختیځ زون اړوند په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ ضد ګډ کمپاین پیلوي چې د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) په کې تطبیقېږي. دغه کمپاین په دریو پړاونو کې پلی کېږي چې موخه یې د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه له ۵ کلونو د کم عمر ماشومانو خوندي کول دي.

  • لومړی پړاو: د ۲۰۲۵ ز کال د اګست میاشتې له ۳۰مې د سیپټمبر تر ۵مې نېټې د ننګرهار په بهسود، بټي‌کوټ، سرخرود، خوګیاڼي ولسوالیو او جلال اباد ښار کې؛ د لغمان ولایت په مهترلام ښار او د کونړ ولایت په اسعد اباد ښار کې.
  • دویم پړاو: د ۲۰۲۵ ز کال د سیپټمبر میاشتې له ۲۷مې د اکتوبر تر ۳مې نېټې د ختیځ زون په ۲۰ ولسوالیو کې.
  • درېیم پړاو: د ۲۰۲۵ ز کال د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې تر ۲۴مې نېټې د ختیځ زون په ۲۳ ولسوالیو کې.

ټاکل شوې ده، دغه کمپاین نږدې ۱،۴میلیونه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.

  • د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV): له ۴ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د یوې بې‌ستنې عصري وسیلې (جټ‌انجکټر/Jet Injector) له لارې تر پوستکي لاندې تطبیقېږي.
  • د پولیو د څاڅکو واکسین (OPV): له زېږون تر ۵ پنځه کالو عمر لرونکو ماشومانو ته د خولې له لارې ورکول کېږي.

د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV) د معافیت لوړولو له لارې د پولیو وحشي ویروس خپرېدو د خطر په کمولو کې مهم رول لوبوي او د هغو ماشومانو معافیت لا پیاوړی کوي چې مخکې یې د پولیو د څاڅکو واکسین (OPV) اخیستی وي.

د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نور جلال جلالي وايي: «د عامې روغتیا وزارت، د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ له ګواښ څخه د هېواد د هر ماشوم خوندیتوب ته ژمن دی، د دغه کمپاین له لارې غواړو د ختیځ زون ټولو ماشومانو ته د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ورسوو، د هغوی معافیت پیاوړی کړو څو د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته یو ګام نور هم نږدې شو.»

له پولیو سره په مبارزه کې د ټولنې د هر غړي ملاتړ ډېر مهم دی. والدین او کورنۍ باید د هر کمپاین پر مهال د خپلو ماشومانو په واکسینولو هغوی له تلپاتې فلج څخه خوندي کړي. مشران باید د خپلو سیمو خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي او د واکسین د ټیمونو ملاتړ وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.

د واکسین ټیمونه به د کمپاین په اوږدو کې په ټاکل شوو ځایونو کې موجود وي. له والدینو او د کورنیو له مشرانو غوښتنه کېږي چې له دغو ځایونو ځانونه خبر کړي او خپل له پنځو کلونو د کم عمر ټول ماشومان د واکسین لپاره ورولي.

 

د لا ډېرو معلوماتو لپاره:

الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالی، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس

د اړیکې شمېره: +93 704 925 448

برېښنالیک: qudus.baryalai@poliofree.af

د اړیکو د مرکز وړیا شمېره: 141

مخکینۍ موضوع
له پولیو خوندي راتلونکی؛ د شهاب‌الدین لویه هیله
بله موضوع
روغ ماشومان – روښانه راتلونکی

اړوند مطالب

د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي
یکشنبه, 14, Jun
د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
دوشنبه, 8, Jun
«پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

Welcome back,