• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو سره په مبارزه کې د فرخنده جلیل‌زاده د یوې لسیزې هڅې

Homepage اتل له پولیو سره په مبارزه کې د فرخنده جلیل‌زاده د یوې لسیزې هڅې

له پولیو سره په مبارزه کې د فرخنده جلیل‌زاده د یوې لسیزې هڅې

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 4, 2024
اتل, غوره کیسې

بلخ، افغانستان (۱۳ تله ۱۴۰۳) – د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د فرخنده جلیل‌زاده په نوم یوه ۳۰ کلنه ښځه له تېرو لسو کلونو راهیسې له پولیو سره په مبارزه بوخته ده.

نوموړې چې د حقوقو او سیاسي علومو برخه کې یې د لیسانس تر کچې زده‌کړې کړي، نهه کاله یې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکارې په توګه کار کړی او له تېر یوه کال راهیسې د ټولنیزې مبلغې/ سوشل موبلایزرې په توګه دنده ترسره کوي.

هغه وایي، په یاده موده کې یې ډېرې لاسته‌راوړنې درلودلې چې تر ټولو مهمه یې لسګونو هغو کورنیو ته قناعت ورکول و چې مخکې د ناسمو معلوماتو ښکار وو او خپلو ماشومانو ته یې د پولیو واکسین نه ورکاوه.

فرخنده له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې د خلکو د پوهې ټیټه کچه له مهمو ننګونو یادوي او وایي، په دې برخه کې د مبلغینو هڅې مرسته کوي څو خلک د دغې بدمرغې ناروغۍ له زیانونو خبر شي.

د فرخندې په وینا، پولیو هغه فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ ده چې که یو ماشوم ورباندې اخته شي نو کولای شي ۲۰۰ نور ماشومان هم په دې ناروغي اخته کړي.

خو جلیل‌زاده خوښي څرګندوي چې د دوی هڅې کولای شي د هېواد ماشومان له دې بدمرغې ناروغۍ څخه وژغوري.

هغه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ژمنه ده او په وینا یې هر سهار له اوو بجو بیا د مازدیګر تر څلورو بجو، له وقفې پرته د مزار شریف ښار اړوند د اوومې ناحیې په سیمو کې کورنیو ته د پولیو ناروغۍ زیانونه او د واکسین ګټې بیانوي څو خپل ماشومان په وخت واکسین کړي او د دغې ناروغۍ ښکار نه شي.

 

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د فرخنده جلیل‌زاده په نوم یوه ۳۰ کلنه ښځه له تېرو لسو کلونو راهیسې له پولیو سره په مبارزه بوخته © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

فرخندې وویل: «هېڅ مهمه نه ده چې یوه سیمه څومره لرې ده، له کومو ستونزو سره مخ کېږم، بلکې یوازې دا راته ارزښت لري چې وکولای شم خپلې موخې ته ورسېږم او زما د مسوولیت په ساحه کې هېڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه شي.»

هغه ویاړي چې د پرله پسې هڅو په پایله کې یې د مسوولیت په ساحه کې دا مهال هېڅ داسې انکاري کورنۍ نشته چې ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د سیمې مشران او اوسېدونکي هم د فرخندې جلیل‌زاده هڅې ستایي او د پولیو رضاکارانو او کارکوونکو ته د مرستې ډاډ ورکوي.

د مزارشریف ښار د اوومې ناحیې د کارته انصاري سیمې د ګذر وکیل محمداصف وایي، چې د پولیو کمپاین کارکوونکې فرخنده په نېک چلند او ښو اخلاقو د سیمې اوسېدونکو ته پوهاوی ورکوي او ماشومان یې له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کوي.

هغه زیاتوي، چې د نوموړې په هڅو په دغه سیمه کې له واکسین څخه انکار کوونکې کورنۍ نشته او خلک هم ورسره په دې برخه کې مرسته کوي.

نوموړی دغه راز وایي، چې د پولیو کمپاین پر مهال دی خپله هم له مبلغینو او رضاکارانو سره کور په کور ګرځي، څو وکولای شي د سیمې د مشر په توګه خپل رسالت ادا کړي.

د یادې سیمې بل اوسېدونکی امین‌الله چې د دوه ماشومانو پلار هم دی د پولیو واکسین کمپاین د کارکوونکو هڅې ستایي او وایي چې د دوی پر مټ یې ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ څخه خوندي کېږي.

نوموړی پولیو یوه خطرناکه ناروغي ګڼي او له کورنیو غواړي چې د رضاکارانو او مبلغینو سره مرسته وکړي او خپل ماشومان دې له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه واکسین کړي.

پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې ویروس یې د ککړو اوبو یا خوړو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او د اعصابو سیسټم زیانمنوي، چې په شدیدو مواردو کې د تلپاتې فلج یا مړینې لامل ګرځي.

دا ناروغي درملنه نه لري، بلکې یوازې د واکسین په وسیله یې مخنیوی ممکن دی. کورنیو ته په کار دي چې خپل ماشومان په هر کمپاین کې په پر له پسې ډول واکسین کړي څو له دې ناروغۍ خوندي پاتې شي.

 

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
قومي مشران؛ د پولیو واکسین کمپاینونو تر شا پیاوړی ملاتړ
بله موضوع
له وېرې تر باور؛ د پولیو واکسین په اړه د عبدالله د فکر بدلون

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,