• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو سره په مبارزه کې د دیني عالمانو فعاله ونډه

Homepage د ساحې کیسې له پولیو سره په مبارزه کې د دیني عالمانو فعاله ونډه

له پولیو سره په مبارزه کې د دیني عالمانو فعاله ونډه

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 1, 2024
د ساحې کیسې

عبدالصبور سیرت

فاریاب، افغانستان (۱۱ وږی ۱۴۰۳) – د فاریاب ولایت یو شمېر دیني عالمان وایي، چې دوی د پولیو واکسین په هر کمپاین کې په رضاکارانه توګه ونډه اخلي او خلک پوهوي څو خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه واکسین کړي.

ښایي په ډېرو سیمو کې د واکسین په اړه ناسم معلومات خپاره شي، لکه دا چې واکسین زیان لري، خو دیني عالمان د دغو ناسمو مفاهیمو پر وړاندې مبارزه کوي او خلکو ته د واکسین د اړتیا په اړه روښانه او علمي دلایل وړاندې کوي.

فاریاب کې دیني عالمان واکسین د اسلامي اصولو سره سم ګڼي او د واکسین د شرعي جواز په اړه فتواګانې ورکوي، دا فتواګانې د پولیو ضد مبارزې برخه کې مهم رول لوبوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د واکسین تطبیق یو شرعي او انساني مسئولیت دی.

نن د فاریاب ولایت میمنې ښار ګڼ شمېر دیني عالمان او د جوماتونو خطیبان سره راټول شوي، څو د پولیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې له ګډون وروسته د دغې ناروغۍ له زیانونو خلک خبر کړي.

د میمنې ښار اوومې ناحیې حضرت بلال جومات خطیب مولوي عبدالرووف حقاني یو له دغه دیني عالمانو دی چې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې په رضاکارانه توګه ونډه اخلي او د منبر له لارې خلک پوهوي څو د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په موخه خپل ماشومان واکسین کړي.

 

فاریاب کې دیني عالمان واکسین د اسلامي اصولو سره سم ګڼي او د واکسین د شرعي جواز په اړه فتواګانې ورکوي، دا فتواګانې د پولیو ضد مبارزې برخه کې مهم رول لوبوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د واکسین تطبیق یو شرعي او انساني مسئولیت دی  © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

حقاني وایي: «پولیو یوه بدمرغه ویروسي او ساري ناروغي ده چې له یوه انسان څخه بل انسان ته لېږدي، دیني عالمان تل هڅه کوي څو د منبر، جومات، راټولیدنو او مراسمو له لارې د ګوزڼ بدمرغې ناروغۍ څخه د خوندیتوب او د دغې ناروغۍ ضد واکسین د ګټو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.»

نوموړی هغه خلک ناپوه ګڼي چې خپل ماشومان نه واکسینوي او په دې اړه په ټولنه کې ناسم معلومات خپروي.

حقاني پولیو/ ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي بولي او له خلکو غواړي چې د واکسین په وسیله خپل ماشومان له دغې وژونکې او فلجکوونکې ناروغۍ څخه خوندي کړي.

د غیب‌الله حنیف په نوم یو بل دیني عالم بیا د پولیو واکسین د رضاکارانو هڅې ستایي او وایي، رضاکارانو تل هڅه کړې څو د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

نوموړی وایي، چې دا یوازې د رضاکارانو نه بلکې د ټولو خلکو، په ځانګړي توګه د دیني عالمانو مسوولیت دی څو خلک د دغې مرګونې ناروغۍ له زیانونو خبر کړي.

مولوي حنیف له ټولو والدینو غوښتنه کوي چې له رضاکارانو سره مرسته وکړي څو وکولای شي تر هر ماشوم پورې ځان ورسوي او هغه واکسین کړي.

بل خوا د فاریاب ولایت د حج او اوقاف ریاست مسوولین هم د پولیو خطرناکې ناروغۍ په له منځه وړلو کې د دیني عالمانو ونډه مهمه ګڼي.

د فاریاب د حج او اوقاف ریاست د ارشاد امر خال‌محمد وایي، د دغه ولایت دیني عالمان تل د پولیو واکسین په ملي کمپاین کې ونډه اخلي.

هغه زیاتوي، دیني عالمان ډېر وخت د منبر له لارې خلک پوهوي چې خپل ماشومان په پر له پسې ډول واکسین کړي څو له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شي.

د فاریاب د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې د پولیو واکسین په هر پړاو کمپاین کې د دغه ولایت څه باندې ۴۰۰ زره ماشومان د رضاکارانو پر مټ واکسین کېږي.

مخکینۍ موضوع
له معلولیت سره ژوند؛ د ۴۴ کلن رحمت الله مجروح کیسه
بله موضوع
غونچه ګل؛ د پولیو واکسین د اهمیت یوه ژوندۍ بېلګه

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,