• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

Homepage د ساحې کیسې د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

PolioFreeAfghanistan
اپریل 20, 2025
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای ته رسېږي او د ښار پر اسمان د لمر وروستی څرک هم له سترګو پناه کېږي، خو د نورو برعکس د فضل کریم په نوم د یوه ۲۹ کلن رضاکار دنده اوس پیلېږي.

هغه له خپلو همکارانو سره د کابل ښار په جنوب ختیځه دروازه کې – چې د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ په سنګ‌نوشتې سیمه کې موقعیت لري – د شپې په تیاره کې د سړک پر غاړه هر تلونکي او راتلونکي موټر ته ځیر دی او یوازې یوه موخه لري: ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین دوه څاڅکي ورکول.

دا دروازه د کابل ښار له مهمو او بوختو دورازو شمېرل کېږي چې هره ورځ د جنوب ختیځو ولایتونو زرګونه وګړي له دې لارې کابل ته تګ راتګ کوي.

فضل کریم د هر ماشوم په لیدو خپل شین بکس پرانیزي او د هغه په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي اچوي، څو د پولیو ویروس د انتقال او خپرېدو مخه ونیسي.

نوموړی چې په اصل کې د لغمان ولایت د مهترلام ښار اوسېدونکی دی او اوس د کابل ښار په پل سفید سیمه کې اوسېږي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې د پولیو ناروغۍ په وړاندې د مبارزې برخه دی.

هغه چې له حقوقو پوهنځي فارغ شوی، د عدلي او قضايي چارو پر ځای یې انساني ژوند ژغورلو ته لومړیتوب ورکړی دی: «په پوهنتون کې مې زده کړل چې عدالت څه دی، خو دلته مې په عملي ډول زده کړل چې انساني ژوند څومره ارزښت لري؛ ما ته اوس هر ماشوم داسې ښکاري لکه زما خپل ماشوم چې وي.»

 

فضل کریم د شپې په شیفټ کې خپل کار ته چمتووالی نیسي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د شپې سخت شرایط، خو نه ستړې کېدونکې مبارزه

که هوا توده وي یا سړه، که باران ورېږي یا واوره، د فضل کریم او د هغه د همکارانو هوډ نه کمېږي او په هر ډول شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکوي.

فضل کریم په ټینګار سره وایي: «که موسم هر څومره سخت وي، موږ دلته یوو څو د هېواد ماشومانو ته واکسین ورسوو او هغوی د پولیو له فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه خوندي کړو.»

د ده لپاره دا یوازې یوه دنده نه ده، بلکې یو وجداني مسوولیت دی.

 

د ماشومانو د خوندیتوب ګډ ماموریت

په دغه دروازه کې امنیتي ځواکونه هم د واکسیناتورانو ترڅنګ ولاړ دي. دوی نه د امنیت د ساتلو تر څنګ د موټرو په تم کولو او د واکسین بهیر اسانولو کې هم مرسته کوي.

د رحیم‌الله په نوم یو امنیتي ساتونکی وایي: «دا ځوانان د ماشومانو د خوندیتوب لپاره په اخلاص کار کوي. موږ هڅه کوو چې له دوی سره همکاري وکړو او د هغوی مرستندوی و اوسو.»

فضل کریم د دوی رول ستایي او زیاتوي: «د امنیتي ځواکونو مرسته زموږ کار ته قوت ورکوي. د هغوی له ملاتړ پرته به زموږ کار ستونزمن وای.»

 

فضل کریم د لارې پر سر یوه ماشوم ته پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د واکسین ارزښت

ماشومانو ته یوازې واکسین ورکول کافي نه دي؛ بلکې د واکسین د ارزښت په اړه معلومات رسول هم مهمه چاره ده. فضل کریم هڅه کوي چې والدینو ته د پولیو ضد واکسین د اهمیت پیغام ورسوي.

دی وايي، دا دوه کوچني څاڅکي ماشوم له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کوي څو په راتلونکې کې د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه شي.

هغه زیاتوي: «زما پیغام ټولو کورنیو ته دا دی چې خپل ماشومان د واکسین له نعمته مه بې برخې کوئ، ځکه یو کوچنی غفلت د ټول عمر پښېماني راوړلای شي.»

 

د ستاینې غږونه؛ د زړورتیا ستاینه

د لارې مسافر د فضل کریم او نورو رضاکارانو نه ستړې کېدونکې هڅې ستايي.

د اکبر په نوم یو ټکسي چلوونکی چې تازه له خوست څخه را رسېدلی و، وویل: «زه هره ورځ له دې لارې تېرېږم، دا ځوانان وینم چې په هر ډول حالاتو کې په مینه او اخلاص کار کوي. دا یوازې یو عادي خدمت نه دی، بلکې د راتلونکي نسل د ژوند خوندي کولو یو ستر رسالت دی.»

له اکبر سره د ډاکټر صدیق الله نوري په نوم مل مسافر هم د رضاکارانو هڅې ستايي او وايي: «دا رضاکاران د افغانستان رښتیني اتلان دي. هغوی په کمو امکاناتو، خو بې‌سارې ژمنتیا د ماشومانو ژوند له پولیو خطرناک ویروس څخه خوندي کوي.»

 

فضل کریم د لارې یوه مسافر ته د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ارزښت په اړه معلومات ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

د یوه روښانه راتلونکي هیله

فضل کریم او د هغه همکاران د ستړیاوو او ستونزو سربېره، هره شپه د هیلو مشعلونه روښانوي. د دوی مبارزه یوازې د نن لپاره نه، بلکې د یوه روښانه سبا لپاره ده.

فضل کریم وایي: «زه داسې افغانستان غواړم چې هېڅ ماشوم په کې د پولیو قرباني نه وي. زه او زما همکاران تر هغه خپل دغه مسوولیت ته دوام ورکوو چې ټول ماشومان له دې ناروغۍ خوندي شي.»

مخکینۍ موضوع
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
بله موضوع
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,