• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

PolioFreeAfghanistan
اپریل 21, 2025
خبرپاڼې

کابل، افغانستان – د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۵ز کال لپاره د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین د روان میلادي کال د اپریل له ۲۱ تر ۲۳ پورې د دریو ورځو لپاره د هېواد په ټولو حوزو کې پلی کېږي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا شپږ (۱۱،۶) میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي. د یادولو ده چې په (ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، هلمند ولایتونو او کندهار ښار) کې به د پولیو واکسین څلور ورځې کمپاین ترسره شي چې د اپریل تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.

ددې کمپاین په ترڅ کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامې (A) ورکړل شي چې د هغوی د سترګو، پوستکې او معافیت سیسټم په روغ ساتلو کې مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نور جلال جلالي ددغه کمپاین د پیل په مناسبت وویل: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخیوی وکړي.» هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو او د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو.»

هغه همدارنګه څرګنده کړه: « اړینه ده چې دیني علماء، قومي مخور، والدین او د ټولنې نور بانفوذه وګړي په ټول هېواد کې د واکسیناتورانو ملاتړ وکړي. موږ له ټولو څخه غوښتنه کوو چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په پولیو واکسین سره شونی دی. پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدای شي. دا مهال په هېواد کې د پولیو ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.

له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین کولای شي د پولیو واکسین په مرسته کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي فلج څخه خوندي کړي. قومي مخور کولای شي د خپلو سیمو خلک وهڅوي څو هغوی خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره مرسته وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.

د واکسین ټیمونه د کمپاین په جریان کې ستاسو د سیمې په ټاکل شوو ځایونو کې شتون ولري. له والدینو او پالونکو څخه غوښتنه کوو چې له دغو ځایونو څخه ځان خبر کړي او خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین لپاره راولي.

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره:

الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالی، د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسوول

مبایل: +93704925448

ایمیل: qudus.baryalai@poliofree.af

د اړیکو د مرکز وړیا شمېره: ۱۴۱

مخکینۍ موضوع
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
بله موضوع
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

اړوند مطالب

د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي
یکشنبه, 14, Jun
د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
دوشنبه, 8, Jun
«پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

Welcome back,