• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

محمد قیوم؛ له پولیو سره په مبارزه کې له هڅو تر بدلون پورې

Homepage د ساحې کیسې محمد قیوم؛ له پولیو سره په مبارزه کې له هڅو تر بدلون پورې

محمد قیوم؛ له پولیو سره په مبارزه کې له هڅو تر بدلون پورې

PolioFreeAfghanistan
جنوري 30, 2025
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۱۱ سلواغه ۱۴۰۳) – د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قعله‌چې سیمې اوسېدونکی محمد قیوم د پولیو واکسین کمپاینونو یو ژمن واکسیناتور دی.

هغه چې تر دوولسم ټولګي پورې یې زده کړې کړې دي، د خپل ازاد کار تر څنګ د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې هم د رضاکار په توګه کار کوي.

 

هڅه او ژمنتیا

محمد قیوم باور لري چې واکسین په ټولنه کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یوه مهمه چاره ده، له همدې امله هغه ځان مکلف ګڼي چې د خپلې سیمې له پنځو کلونو د کم عمر ټول ماشومان واکسین کړي.

نوموړی د پولیو وکسین په هر کمپاین کې سهار وختي خپل کار پیلوي او تر ماښامه په پوره مسوولیت د پولیو واکسین د تطبیق چارې مخ ته وړي، څو تر هر ماشوم پورې واکسین ورسوي.

هغه له تېرو اتو کلونو راهیسې صادقانه هڅې کوي څو د مسوولیت په ساحه کې یې هیڅ ماشوم له پولیو واکسین څخه بې برخې نه شي.

دی، زیاتوي، د خپل مسوولیت په ساحه کې، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند ده، په هر کمپاین کې شاوخوا ۱۴۰ ماشومان واکسینوي.

دا چې کلونه کېږي محمد قیوم د پولیو واکسین په کمپاینونو کې په ژمنتیا کار کوي، اوس د سیمې ټول اوسېدونکي هغه پېژني او فعالیتونو ته یې درناوی لري.

محمد قیوم وايي: «یوازې دا نه چې دندې ته زما د ژمنتیا له امله خلک زما درناوی کوي، بلکې په هر کمپاین کې خپل ماشومان هم په ډېره لېوالتیا زموږ ټیم ته راولي څو د پولیو واکسین ورکړو.»

 

لاسته راوړنې او ټولنیزې اغیزې

د پولیو واکسین د یوه کمپاین په لړ کې محمد قیوم له یوې داسې کورنۍ سره مخ شو چې د اوازو او ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې راغلی و او د پولیو واکسین په اړه یې شک درلود.

د دې کورنۍ سرپرست محمد خالد چې دوې لوڼې او یو زوی یې درلود، فکر کاوه چې د پولیو واکسین دیني بنسټ نه لري او ګټور نه دی.

محمد قیوم په رښتینولۍ او دقت، په عملي او مستند ډول هغه ته د واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړل او هغه ته یې په دې اړه پوهاوی ورکړ چې څنګه د واکسین دوه څاڅکي ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کوي او د ماشومانو تر منځ د ویروس د لېږد او خپراوي مخنیوی کوي.

دا پوهاوی د دې لامل شو چې د محمد خالد ذهنیت بدل شي او کورنۍ په منظم ډول د واکسین له خدماتو برخه‌منه شي.

په‌خپله محمد خالد په دې اړه وايي: «ما پخوا د واکسین په اړه کافي معلومات نه درلودل، خو له هغه وروسته چې په یوه کمپاین کې مې له محمد قیوم سره ولیدل او هغه د پولیو واکسین په اړه بشپړ معلومات راکړل، زما نظر بدل شو. له هماغه وخت راهیسې زه خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوم او هڅه کوم هغوی هېڅکله له پولیو واکسین څخه محروم نه‌شي.

محمد قیوم په دې برخه کې په‌خپلو هڅو په ورته ډول لسګونو هغو کورنیو ته قناعت ورکړی دی چې د پولیو واکسین په اړه یې شک درلود.

د هغه دا هڅې نه یوازې په سیمه کې د پولیو ویروس د خپرېدو د کمښت لامل شوې، بلکې د خلکو تر منځ یې باور او یووالی هم رامنځ ته کړی دی.

 

محمد قیوم باوري دی چې واکسین په ټولنه کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یوه مهمه چاره ده، له همدې امله هغه ځان مکلف ګڼي چې د خپلې سیمې له پنځو کلونو د کم عمر ټول ماشومان واکسین کړي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳

 

دینی او ټولنیز ملاتړ

په دې لاره کې د دیني عالمانو څرګندونو او ملاتړ هم مهم رول لري. د مولوي ذبیح الله په نوم یو پېژندل شوی دیني عالم د پولیو واکسین نه یوازې احتیاطي ګام، بلکې یو دیني مسوولیت بولي او ټینګار کوي چې: «د اسلام له نظره هره وقایه واجب ده او د ماشومانو روغتیا ساتنه یو دیني او اخلاقي مسوولیت دی.»

دا لیدلوری له ټولنیز او دیني اړخه د محمد قیوم فعالیتونو ته نور هم اعتبار ورکوي او د خلکو تر منځ د همکارۍ او همدردۍ فضا برابروي.

 

راتلونکې هیله

محمد قیوم هیله لري چې د هغه او د هغه د همکارانو د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې یوه ورځ پولیو په بشپړ ډول له افغانستان څخه ورکه شي.

هغه وایي: «ما تر ټولو لویه هیله دا ده چې هېڅ ماشوم واکسین ته د نه لاسرسي له امله د دې فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ ښکار نه شي.»

 

پایله

د محمد قیوم کیسه د ژمنتیا، هڅو او د ننګونو په وړاندې د مقاومت کیسه ده، داسې یوه کیسه چې څرګندوي، څنګه د سمو معلوماتو ورکول او فردي هڅې کولای شي د ټولنې په نظر کې مثبت بدلون راولي.

محمد قیوم د هغو کسانو یوه بېلګه ده چې په خپلو هلو ځلو او ټینګ هوډ یې د پولیو په څېر له خطرناکو ناروغیو سره د مبارزې لار روښانه کړې ده.

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه رضاکار هڅې
بله موضوع
نیمګړې هیلې؛ د بي‌بي معصومې د ژوند کیسه

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,