• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د والدینو د غفلت درنه بیه؛ د پولیو قرباني محمد عثمان

Homepage د ساحې کیسې د والدینو د غفلت درنه بیه؛ د پولیو قرباني محمد عثمان

د والدینو د غفلت درنه بیه؛ د پولیو قرباني محمد عثمان

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 18, 2024
د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳) – د هرات ښار د اوومې ناحیې په یوه ساده کور کې، یوولس کلن محمد عثمان د خپل پلار تر څنګ ناست دی او خپلو بې‌حرکته پښو ته ځیر دی.

هغه خپل کوچني او رپېدونکي لاسونه پر خپلو پښو تېروي، ګویا غواړي له هغو وپوښتي چې ولې حرکت نه کوي.

هغه په درې کلنۍ کې د پولیو ویروس ښکار شو او اوس د تګ راتګ لپاره د پلار او مور مرستې ته اړ دی.

 

د یوې غمیزې پیل

محمد عثمان هغه وخت د پولیو ویروس ښکار شو چې تازه یې ګام اخیستی و. دغه ویروس نه یوازې له هغه د تګ ځواک واخیست، بلکې د هغې هیلې یې هم ووژلې.

محمد عثمان له حسرته په ډکو سترګو وایي: «کله چې خپل همزولي نور ماشومان وینم چې بکسې په شا ښوونځي ته ځي یا په کوڅه کې فوټبال کوي نو زړه مې ماتیږي. کاش زه نه وای فلج شوی، بلکې د هغوی په څېر مې منډې وهلې وای او لوبې مې کړې وای.»

همدا ارمان د هغه په معصومه څېره کې څپې وهي، هغه ارمان چې له ناتوانۍ او په نورو د تکیې کولو له احساس سره یو ځای شوی دی.

هغه زیاتوي: «زه د کمزورتیا او بې‌وسۍ احساس کوم. حتی تشناب ته د تګ لپاره د نورو مرستې ته اړتیا لرم. دا فکر چې زه به ټول عمر نورو ته محتاج یم، ډېر مې دردوي.»

 

نه‌جبرانېدونکې بې پروايي

د محمد عثمان کیسه نه یوازې د پولیو د یوه قرباني ماشوم کیسه ده، بلکې د هغه والدینو ته یو تریخ درس هم دی.

د محمد عثمان پلار عبدالسمیع، چې یو ساده کارګر دی، په غمجن انداز مني چې د خپل زوی د واکسینولو په برخه کې یې غفلت کړی دی.

هغه وایي: «کله چې واکسیناتوران زموږ د کور دروازې ته راغلل، موږ په ولسوالۍ کې یوې مېلمستیا ته تللي و. په بل ځل، محمد عثمان ناروغ و او ما وویل چې مه یې واکسین څو حال یې خراب نه شي. بل ځل کله چې واکسیناتوران راغلل، زما زوی ویده و او ما نه غوښتل هغه له خوبه ویښ کړم. هر وار مې یوه بهانه وکړه او اوس یې نتیجه وینم.»

عبدالسمیع وایي، هر ځل چې د خپل زوی کړاو ویني نو د ګناه او د وجدان د عذاب احساس یې وجود سوځوي.

هغه زیاتوي: «زوی مې تازه ګام اخیستل پیل کړي و و او روغ و، خو یوه شپه یې سخته تبه شوه او بیا و نه توانېد چې ګام واخلي. کله مې چې ډاکټر ته بوت، معلومه شوه چې فلج شوی دی. اوس زه هره شپه هغه په غېږ کې تشناب ته بیایم او د ورځې یې له کوره دباندې باسم چې د یوازیوالي احساس و نه کړي.»

 

محمد عثمان هغه وخت د پولیو ویروس ښکار شو چې تازه یې ګام اخیستی و. دغه ویروس نه یوازې له هغه د تګ ځواک واخیست، بلکې د هغې هیلې یې هم ووژلې. © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د نورو لپاره درس

دا غفلت د عبدالسمیع لپاره یوه ترخه تجربه وه چې اوس هڅه کوي بیا یې تکرار نه کړي.

هغه خپل څلور نور ماشومان په منظم ډول واکسین کړي دي څو د محمد عثمان په برخلیک اخته نه شي.

هغه وایي: «هر ځل چې د خپل زوی سحت حالت ته ګورم، داسې احساسوم چې زما د غفلت بیه یوه بې‌ګناه ماشوم پرې کړې ده. اوس له ټولو غواړم چې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته جدي پام وکړي. د دې ناروغۍ مخنیوی کېدای شي، هیڅوک باید د زما د زوی په څېر دا درد ونه‌ویني.»

 

د هیلو او پوهاوي پیغام

محمد عثمان د خپلو دردونو او حسرتونو ترڅنګ، د کورنیو لپاره یو روښانه پیغام لري: «زه یوازې یوه هیله لرم، دا چې هېڅ ماشوم زما په څېر نه شي. له ټولو پلرونو او مېندو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي. زه نور لوبې نه شم کولای او ښوونځي ته نه شم تللای، خو ښايي د نورو ماشومانو ژوند وژغورلای شم.»

د محمد عثمان کیسه د حسرتونو او له‌لاسه د ‌وتلو کیسه ده، خو تر ټولو زیات د پوهاوي او هیلو کیسه ده؛ دا هیله چې د واکسین په مرسته نور هیڅ ماشوم له منډو، لوبو او راتلونکي جوړولو څخه محروم نه شي.

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه واکسیناتور هڅې
بله موضوع
د تخار د یوه ساړه سهار روایت: واکسین، د ژوند هیله

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,