له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ځوان شاعر هڅې
خوست، افغانستان (۲ لېندۍ ۱۴۰۳) – د خوست ولایت د مرکز اړوند د لکڼو سیمې اوسېدونکی ۲۸ کلن قدرت الله وقار یوازې شاعر نه دی، بلکې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د لومړۍ کرښې مبارز هم دی.
هغه که له یوې خوا خپلو احساساتو ته د شعر په ژبه انعکاس ورکوي، نو له بلې خوا د خپلې ټولنې د ماشومانو د خوندیتوب او روغتیا لپاره د عمل پر ډګر زیار باسي.
قدرت الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه کلستر د سوپروایزر په توګه فعالیت کوي څو یقیني کړي چې هر ماشوم واکسین شوی او روغتیا یې خوندي ده.
نوموړی چې د خپلې کورنۍ سرپرستې ور په غاړه ده، د څلورو کشرانو وروڼو او خویندو د زده کړو او د کورنۍ د اړتیاوو بار یې هم پر اوږو پروت دی خو له دې هر څه سربېره یې خپلې دندې ته لومړیتوب ورکړی دی.
هغه وايي: «کله مې چې ولیدل زموږ د ټولنې ماشومان د پولیو ناعلاجه ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي او د خوندیتوب یوازینۍ لار یې واکسین دی، نو تصمیم مې ونیو چې د پولیو واکسین کمپاینونو برخه شم او تر ماشومانو واکسین ورسوم.»
د ده په خبره، کلونه یې د یوه رضاکار په توګه تر ماشومانو د پولیو واکسین رسولی او هغوی یې له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړي دي، خو له تېرې څه مودې را په دې خوا د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه کلستر د سوپروایزر په توګه دنده ترسره کوي.
قدرت الله وقار چې په خوست کې د یو ځوان شاعر په توګه شهرت لري وایی، له خپل شهرت او هنر څخه په ګټې اخیستو یې تل هغه کورنۍ چې د پولیو واکسین په اړه شکونه لري او یا د پولیو ناروغۍ له زیانونو خبرې نه دي، د خپلو ماشومانو واکسینولو ته هڅولې دي.
هغه وایي: «زموږ په ټولنه کې دودیزې ستونزې او کلتوري مسایل د دې لامل شوي چې خلک د ناسمو تبلیغاتو ښکار شي چې یوه بېلګه یې د پولیو واکسین په اړه شته اندېښنې دي، خو زموږ دنده دا ده چې ناسم باورونه له منځه یوسو، د ماشومانو روغتیا یقیني کړو او هغوی ته د ژوند خوندي چاپېریال برابر کړو.»
د ده په خبره، ګڼې هغه کورنۍ چې مخکې یې خپل ماشومان نه واکسینول، د ده په هڅو د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرې شوې چې دا د ده لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
قدرت الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه کلستر د سوپروایزر په توګه فعالیت کوي څو یقیني کړي چې هر ماشوم واکسین شوی او روغتیا یې خوندي ده. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
د قدرت الله وقار د کار او هڅو په اړه د هغه یو همکار اختر محمد وایي، قدرت الله په خپل کار کې جدي دی او خپله دنده په ډېره مسوولانه توګه ترسره کوي.
د هغه په خبره، وقار د ماشومانو د روغتیا لپاره پر ځان هر ډول کړاونه زغمي او کله هم له خنډونو او ستړیاوو ویره نه لري.
دی وايي: «د وقار د کار یو جالب اړخ دا دی چې کله کله د شعر په ژبه هم کورنیو ته پوهاوی ورکوي، د هغوی شکونه او اندېښنې لرې کوي او هغوی هڅوي چې د پولیو واکسین ارزښت درک کړي او خپل ماشومان د همدې یوازینۍ وسیلې په مرسته له فلجېدو څخه وژغوري.»
د دې ترڅنګ دینې عالم مولوي لطیف الرحمن هم د پولیو واکسین د ارزښت ترڅنګ د قدرت الله وقار د هڅو ستاینه کوي او وایي: «پولیو واکسین د ماشومانو د روغتیا لپاره خورا ضروري دی او د قدرت الله په دغه برخه کې بارز رول لري او د خلکو د منفي ذهنتیونو بدلولو لپاره کار کوي.»
هغه زیاتوي، اسلام په وقایه، نظافت او روغتیا ساتنې باندې ټینګار کوي، د واکسینونو اهمیت نه یوازې په علمي توګه ثابت شوی، بلکې د دینې لارښوونو سره هم سمون لري.
نوموړی پر خلکو غږ کوي او وایي، ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول د هرې کورنۍ مسئولیت دی څو له پولیو او نورو ساري ناروغیو پاکه ټولنه ولرو.
قدرت الله وقار د یو ژمن رضاکار او ځوان شاعر په توګه نه یوازې د خپلې ټولنې د ماشومانو د روغتیا لپاره مبارزه کوي، بلکې د خلکو ذهنیتونه بدلوي او د یوې روغې ټولنې د جوړولو لپاره زیار باسي.
د هغه هڅې د دې پیغام څرګندونه کوي چې د ټولنې هر وګړی د خپل مسؤلیت په ادا کولو سره کولای شي له ساري ناروغیو څخه د راتلونکو نسلونو ساتنه وکړي.
رحمت الله مرجانخېل، له پولیو څخه خلاص افغانستان