• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو مخنیوی؛ په ګذره ولسوالۍ کې د واکسيناتورانو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې

Homepage د ساحې کیسې د پولیو مخنیوی؛ په ګذره ولسوالۍ کې د واکسيناتورانو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې

د پولیو مخنیوی؛ په ګذره ولسوالۍ کې د واکسيناتورانو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 5, 2024
د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۱۴ تله ۱۴۰۳) – پري ګل محمدي چې سپینه چپنه او شین ماسک یې اغوستي د هغو ماشومانو په منځ کې قدم وهي چې د واکسین لپاره راغلي دي. هغه په نوبت سره په ډېره آرامۍ د هر ماشوم په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي اچوي او په مهربانه نظر د میندو مسکاوو ته ځواب وايي. دا ۳۸ کلنه مېرمن د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې لویه دنده پر غاړه لري: ماشومان د پولیو له فلجوونکي ویروس څخه خوندي کول.

 

پري ګل د واکسیناتورې په توګه

پري ګل محمدي چې د قابله‌ګۍ په برخه کې یې زده‌کړې کړي، نږدې یو نیمه لسیزه یې په دې برخه کې کار کړی خو له تېرو پنځو کلونو راهیسې د هرات د ګذرې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې د واکسیناتورې په توګه دنده ترسره کوي.

دغه روغتیايي مرکز ته هره ورځ له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د واکسین لپاره راوړل کیږي. د دغو ماشومانو له ډلې څخه یو شمېر یې له لرو کلیو او ولسوالیو لکه ادرسکن، پښتون زرغون، انجیل او حتی له هرات ښار څخه دلته د واکسین د دوه څاڅکو اخیستو لپاره راځي، څو د پولیو ناروغۍ له ناوړه برخلیک څخه وژغورل شي.

پري ګل وايي: “د ماشومانو واکسینولو ترڅنګ، زه میندو ته د پولیو واکسین د ګټو په اړه معلومات هم ورکوم.”

ډېرې هغه میرمنې چې له لیرې پرتو کلیو څخه دغه روغتیایی مرکز ته راځي د پولیو ناروغۍ په اړه هیڅ معلومات نه لري، دا مهربانه واکسیناتوره په ډېر صبر او زغم هڅه کوي هغوی وپوهوي چې واکسین یوازینۍ لار ده چې ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کوي.

 

له ناسمو باورونو سره مبارزه

پري ګل له ځينو ستونزو سره هم مخ ده. هغه وايي: “میندې د پولیو واکسین په اړه بېلابېل نظرونه لري. ځینې یې د خپلو ماشومانو لپاره اړین ګڼي، خو ځینې نور باور لري چې دا واکسین ماشومانو ته زیان رسوي.”

خو هغه څه چې د دوی ټولو تر منځ مشترک دی، د خپلو ماشومانو له روغتیا سره علاقه ده، همدا مینه پري ګل اړباسي چې دې ستونزمنې لارې ته دوام ورکړي.

 

پري ګل محمدي چې سپینه چپنه او شین ماسک یې اغوستي د هغو ماشومانو په منځ کې قدم وهي چې د واکسین لپاره راغلي دي. هغه په نوبت سره په ډېره آرامۍ د هر ماشوم په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي اچوي او په مهربانه نظر د میندو مسکاوو ته ځواب وايي © له پولیو څخه خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

وروستۍ موخه: د پولیو مخنیوی

پري ګل محمدي او د هغې درې همکارانې چې هره ورځ د سهار اتو د مازدیګر تر څلورو بجو په ګذرې روغتیایي مرکز کې کار کوي، یوه ستره موخه لري: د پولیو ویروس مخنیوی او راتلونکی نسل له دې فلجوونکې ناروغۍ څخه ژغورل.

هغه وايي: “هره ورځ نږدې ۲۰۰ ماشومان واکسینوو. په یوه میاشت کې دا شمېر په زرګونو ماشومانو ته رسېږي چې ژوند یې د فلج له خطر څخه ژغورل کېږي.”

رخسار احمدي، چې د پري ګل همکاره ده، هم په دې لاره کې د هغې ترڅنګ ولاړه ده. هغه وايي چې د خلکو د پوهاوي له زیاتوالي سره، هره ورځ زیات ماشومان د واکسین لپاره دغه روغتیایي مرکز ته راوړل کېږي.

د احمدي په وینا، دا روغتیایي مرکز د پولیو ویروس په وړاندې یو سنګر دی او دلته چې هر ماشوم ته واکسین  تطبیقېږي، د دغه ویروس د ماتې لپاره یو ګام بلل کېږي.

 

د ماشومانو ژغورنه؛ د میندو هیله

په هغو میندو کې چې دغه روغتیایي مرکز ته راغلي دي، خیریه نومې یوه ۳۲ کلنه ښځه هم ده چې له یوې لیرې کلي څخه یې خپل یو کلن زوی د پولیو واکسین لپاره دلته راوستلی دی.

هغه د پولیو واکسین د خپل زوی ژغورونکی ګڼي. خیریه چې هېڅ زده‌کړه نه لري، د پري ګل او نورو واکسیناتورانو له خولې یې د پولیو واکسین د اهمیت په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

هغه په اندېښمنه توګه وايي: “په کلي کې څو ځوانان شته چې په ماشومتوب کې د واکسین د نشتوالي له کبله فلج شوي دي. اوس چې یې په علت شوې یم، نه غواړم چې زما اولادونه هم د هغوی په شان فلج شي.”

هغه هره میاشت، د اوږدې لارې په وهلو سره خپل زوی دلته د واکسین لپاره راولي. د خیریې لپاره، د خپل زوی روغتیا تر هر څه مهمه ده.

د دې ښځې خبرې د پري ګل او نورو واکسیناتورانو د هڅو بریا ښيي.

 

یو هیله‌من پای

د هرات ولایت په خلکو کې د پوهاوي له زیاتوالي سره، هره ورځ د هغو ماشومانو شمېر چې واکسین ترلاسه کوي، په ډېرېدو دی. سره له دې چې په تېرو دریو کلونو کې په دغه ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د دې ناروغۍ د احتمالي ګواښ په اړه اندېښمنې دي.

په هغو سیمو کې چې واکسیناتوران رسیدګي نه شي ورته کولای، ډېرې کورنۍ خپل ماشومان نږدې روغتیایي مرکزونو ته د واکسین لپاره ورولي.

پري ګل محمدي او د هغې همکارانې ورځ تر بلې په ډېر عزم او اراده کار ته دوام ورکوي څو ماشومان واکسین کړي.

هغوی پوهېږي چې واکسین د یوې داسې راتلونکې لپاره هيله ده چې هیڅ ماشوم په کې له دې فلجوونکې ناروغۍ له امله و نه ځورېږي.

 

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
له وېرې تر باور؛ د پولیو واکسین په اړه د عبدالله د فکر بدلون
بله موضوع
د نواب خان بریا؛ له پولیو سره مبارزه او د ژوند د نوې لارې پیل

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,