• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو له منځه وړلو لپاره د نیلاب هڅې؛ د ذهنيتونو بدلول او د ژوند ژغورل

Homepage اتل د پولیو له منځه وړلو لپاره د نیلاب هڅې؛ د ذهنيتونو بدلول او د ژوند ژغورل

د پولیو له منځه وړلو لپاره د نیلاب هڅې؛ د ذهنيتونو بدلول او د ژوند ژغورل

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 3, 2024
اتل, غوره کیسې

بدخشان، افغانستان (۱۲ تله ۱۴۰۳) – نیلاب جلالي چې له دریو کلونو راهیسې په بدخشان کې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي، له دې ناروغۍ سره مبارزې ته د افغانستان د ځوانانو د ژمنتیا په یوې نمونې/ سمبول بدله شوې ده.

هغه په هر کمپاین کې، هره ورځ په منځنۍ کچه له ۱۱۰ تر ۱۱۵ ماشومان واکسینوي، دا بریاوې د هغې د هڅو او زحمتونو پایله ده، ځکه دا لار له ننګونو ډکه وه چې د افغانستان په لېرې سیمو کې د واکسیناسیون د بهیر سختۍ بیانوي.

 

هڅې او بریالیتوب

نیلاب جلالي د خپل کار لومړۍ ورځې را یادوي، هغه ورځې چې هغه په کې له اندېښنو او آن د میندو او پلرونو له انکار سره مخامخ کېده.

هغې وویل: “زما د کار په پیل کې ډېرو کورنیو له پولیو واکسین څخه وېره درلوده او فکر یې کاوه چې ښایي د دوی ماشومانو ته زیان ورسوي.”

د نیلاب په وینا، دغه اندېښنې تر ډېره د ناسمو باورونو له امله وې چې په ټولنه کې یې شتون درلود، نو په همدې دلیل د دغه ډول کورنیو قانع کول چې خپل ماشومان واکسین کړي، اسان کار نه و.

هغې تشریح کړه: “د کار په اوږدو کې هر ځل د یوې کورنۍ له ممانعت او انکار سره مخ کېدم، هغوی فکر کاوه چې پولیو واکسین به یې ماشومان ناروغ کړي، خو ما به په ډېر زغم هغوی ته معلومات او پوهاوی ورکاوه چې پولیو یو فلجوونکې او وژونکې ناروغي ده چې هېڅ درملنه نه لري، او د مخنیوي یوازینۍ لار یې په هر کمپاین کې په وخت ماشومانو ته د پولیو د دوه څاڅکو واکسین ورکول دي.”

جلالي باور لري چې د ماشومانو د واکسین تر څنګ، کورنیو ته پوهاوی ورکول د هغې د کار یوه مهمه برخه ده.

هغې وویل: “میندې او پلرونه باید پوه شي چې واکسین کول یوازینۍ لار ده چې د پولیو په ګډون له خطرناکو ناروغیو مخنیوی کوي، که دوی سم معلومات ولري، نو د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره به ښې پرېکړې وکړي.”

نیلاب په خپل پیغام کې والدینو ته وایي: “سم پوهاوی او معلومات کولای شي ستاسو د ماشومانو ژوند وژغوري، مهرباني وکړئ په بې‌اساسه اوازو باور مه کوئ او د پولیو واکسین جدي وګڼئ.”

 

نیلاب جلالي چې له دریو کلونو راهیسې په بدخشان کې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي، له دې ناروغۍ سره مبارزې ته د افغانستان د ځوانانو د ژمنتیا په یوې نمونې بدله شوې ده © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د کورنیو د ذهنیتونو بدلون

نیلاب له ګواښونو سربېره توانېدلې چې کورنۍ قانع کړي څو د پولیو واکسین د هغوی د ماشومانو لپاره ضروري دی، یوه کورنۍ چې هغه یې په قانع کولو کې بریالۍ شوې، د رحیمي کورنۍ ده.

بشیر رحیمي د دې کورنۍ مشر دی، په پیل کې  یې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو انکار کاوه، هغه فکر کاوه چې د ماشومانو واکسینول د هغوی د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.

هغه وايي: “موږ پر اوازو باور کاوه او فکر مو کاوه چې واکسین به زموږ ماشوم ته زیان ورسوي؛ خو نیلاب په ډېر صبر او زغم موږ قانع کړو چې دا باورونه غلط دي او واکسین ماشومان له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه ژغوري.”

بشیر رحیمي چې اوس د پولیو واکسین په اهمیت پوهېدلی، والدینو ته یې پیغام دا دی چې اوازو  ته پام و نه کړي او خپل ماشومان واکسین کړي څو له ګوزڼ څخه خوندي شي.

یوه بله کورنۍ چې نیلاب توانېدلې قانع یې کړي، د نېکزاد کورنۍ ده؛ سارا نېکزاد د دې کورنۍ مشره ده چې په پیل کې یې د پولیو په واکسین باور نه درلود.

هغه وايي: “موږ فکر کاوه چې د پولیو واکسین بې ګټې دی او ممکن ماشومانو ته زیان ورسوي خو نیلاب په صبر او حوصلې سره ما ته د دې ناروغۍ زیانونه تشریح کړل چې واکسین څنګه زموږ ماشومان خوندي کوي.”

اوس هغه د پولیو واکسین په اهمیت پوهېدلې او وايي: “موږ اوس خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کوو او په دې اړه هیڅ شک نه لرو.”

سارا هم والدینو ته پیغام لري او وايي: “د پوهاوي او عامه معلوماتو زیاتوالي ته پام وکړئ او واکسین د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره د یوې اړتیا په توګه ومنئ.”

 

له پولیو څخه د خلاصون هیلې

د نیلاب جلالي او نورو ځوانو واکسیناتورانو هڅو په هېواد کې له پولیو څخه خلاصې راتلونکې ته د خلکو هیلې ژوندۍ ساتلې دي.

دوی سره له ټولو مشکلاتو، لا هم د یوې انګیزې او تعهد له مخې کار کوي او هیله لري چې د خپلو فعالیتونو له لارې په دې ستره لاسته راوړنه کې برخه واخلي، ترڅو یوه ورځ له پولیو څخه پاک افغانستان وویني.

 

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو او غربت په وړاندې د «کلا خان» د هرې ورځې مبارزه
بله موضوع
قومي مشران؛ د پولیو واکسین کمپاینونو تر شا پیاوړی ملاتړ

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,