• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

پري ګل ابراهیمي: د هرات په ګذره کې د ماشومانو خوندي کوونکې

Homepage اتل پري ګل ابراهیمي: د هرات په ګذره کې د ماشومانو خوندي کوونکې

پري ګل ابراهیمي: د هرات په ګذره کې د ماشومانو خوندي کوونکې

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 2, 2024
اتل, غوره کیسې

هرات، افغانستان (۱۱ تله ۱۴۰۳) – ۲۶ کلنه پري ګل ابراهیمي چې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د روغتیايي مبلغې په توګه کار کوي، د هغو مخکښو ښځو له ډلې ده چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کوي.

پري ګل له تېرو څلورو کلونو راهیسې نه یوازې زرګونو میندو ته د پولیو واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی ورکړی، بلکې هڅه یې کړې چې د واکسین پر وړاندې شته خنډونه او ناسم باورونه له منځه یوسي.

د پري ګل کیسه د یوې ښځې د ارادې او ژمنې په اړه ده چې غواړي راتلونکی نسل له پولیو څخه وژغوري.

 

د یوه سپېڅلي ماموریت پیل

پري ګل چې د قابله‌ګۍ په برخه کې یې زده‌کړې کړې دي، د هغې لېوالتیا له مخې چې د ټولنې د روغتیا په برخه کې یې لرله، د ګذرې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې کار پيل کړ.

هغې وویل: “تل مې غوښتل چې له ښځو سره مرسته وکړم، په ځانګړې توګه د امیندوارۍ په حساس وخت کې، چې د هغوی د ژوند مهمه مرحله ده؛ خو کله مې ولیدل ځینې کورنۍ له پولیو واکسین څخه انکار کوي او ماشومانو د هغوی د نه پوهاوي قرباني کېږي نو ما دا خپل مسوولیت وګاڼه چې په همدې برخه کې د خلکو د پوهاوي لپاره کار وکړم.”

پري ګل په لومړیو ورځو کې له ګڼو مخالفتونو سره مخ شوه، ډېرو کورنیو د پوهې د ټیټې کچې او ناسمو باورونو له امله خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکاوه، دوی فکر کاوه چې واکسین به ماشومانو ته تاوان ورسوي، خو پري ګل تسلیم نه شوه؛ هغې په حوصله او مهربانۍ میندې د واکسین په اهمیت او د پولیو ناروغۍ په خطرونو وپوهولې.

 

د ټولنې په بدلولو کې د پري ګل رول

پري ګل په دې موده کې شاوخوا ۳۰۰ میندې چې مخکې یې د واکسین په اړه منفي نظر درلود، قانع کړې دي څو خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه وايي: “کله چې وینم یوه مور، چې مخکې د واکسین مخالفه وه او اوس په ډاډ خپل ماشوم واکسینوي، نو احساس کوم چې زما کار مانا لري، هر ماشوم چې له پولیو ناروغۍ څخه ژغورل کېږي، زما لپاره لوی بری دی.”

پري ګل ابراهیمي د هرات د نورو روغتیايي مبلغینو په څېر د ټولنیزو او کلتوري خنډونو په وړاندې ولاړه ده او هڅه کوي چې د میندو په منځ کې د پوهاوي په لوړولو سره د زرګونو ماشومانو ژوند بدل کړي.

د پري ګل لپاره دا کار یوازې یوه دنده نه ده؛ بلکې دا یې یو سپېڅلی ماموریت ګڼي. هغې وویل: “دا کار ماشومان ژغوري، هر ماشوم چې د واکسین له برکته له فلج څخه ژغورل کېږي، ماته ځواک راکوي چې خپله مبارزې ته دوام ورکړم.”

 

پري ګل له تېرو څلورو کلونو راهیسې نه یوازې زرګونو میندو ته د پولیو واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی ورکړی، بلکې هڅه یې کړې چې د واکسین پر وړاندې شته خنډونه او ناسم باورونه له منځه یوسي © له پولیو څخه خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د ذهنیتونو بدلون: یوه خاموشه بریا

لیلما، چې د پنځو ماشومانو مور ده، یوه له هغو ښځو څخه ده چې د پري ګل خبرو پرې اغېز کړی دی. هغې خپله یوه نیم کلنه لور د ګذره ولسوالۍ صحي مرکز ته راوستلې وه څو د پولیو واکسین ورکړي.

هغه وايي: “له دې مخکې مې د پولیو واکسین د ګټو په اړه معلومات نه لرل او فکر مې کاوه چې واکسین به ماشومانو ته ناروغي پېښه کړي، کله چې واکسیناتوران په کمپاینونو کې زموږ د کور تر دروازې راتلل، نو ما به ورته ویل چې ماشوم نه لرم.”

خو کله چې پري ګل د لومړي ځل لپاره هغې ته د پولیو واکسین په اړه معلومات ورکړل، د هغې نظر بدل شو؛ اوس هره میاشت خپل ماشوم روغتیايي مرکز ته بیايي څو ډاډ ترلاسه کړي چې روغتیا یې ښه ده.

هغې وویل: “اوس پوهېږم چې واکسین د ماشومانو ژوند ته څومره حیاتي دی، که واکسین ور نه کړو، نو ښايي ماشومان مو فلج شي او ژوند یې تباه شي.”

فوزیه، یوه بله ځوانه مور ده چې له سختو شرایطو سره مخ وه. د هغې کورنۍ د پولیو واکسین ته د شک په سترګه کتل اما هغې تصمیم ونیو چې خپل درې کلن ماشوم د روغتیا لپاره مبارزه وکړي. “ما هم مخکې د خپلې کورنۍ په څېر فکر کاوه، خو پري ګل زما ذهن روښانه کړ، او اوس هېڅکله نه پرېږدم چې ماشوم مې له واکسین څخه بې برخې پاتې شي.”

فوزیه په ټینګار سره وايي: “تل خپل ماشوم په وخت واکسین کوم، نه یوازې د پولیو واکسین، بلکې ټول اړین واکسینونه ورکوم. نه غواړم چې یوه ورځ ووینم ماشوم مې زما د ناپوهۍ له امله معلول یا ناروغ شوی دی.”

 

پایله

پري ګل ابراهیمي د ټولنیزو او کلتوري خنډونو پر وړاندې د ارادې او ژمنتیا یوه بېلګه ده. هغې په مهربانۍ او صبر سره سلګونه میندې قانع کړې دي چې خپل ماشومان واکسین کړي او راتلونکب نسل د پولیو له ناروغۍ څخه وژغوري.

د پري ګل کیسه ښيي چې څنګه یو فرد کولی شي په خپل ټینګ عزم او اراده سره په ټولنه کې لوی بدلونونه راولي.

پري ګل، هغه خاموشه اتله ده چې هره ورځ په لرې سیمو کې د افغانستان د ماشومانو لپاره د یو روښانه او سالم راتلونکي لپاره مبارزه کوي.

 

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
له واکسینونو ور هاخوا؛ د کابل میندې د حفظ الصحې د ځواک په اړه خبرې کوي
بله موضوع
د پولیو او غربت په وړاندې د «کلا خان» د هرې ورځې مبارزه

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,