د پولیو په رنځ اخته نجلۍ؛ د نسیمې سخت ژوند او د کورنۍ زغم
رحمت الله مرجانخېل
غزني، افغانستان (۲۸ وږی ۱۴۰۳) – د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د جوي چهار کلي اوسېدونکی، ۴۲ کلن عبدالقادر خپل ستونزمن ژوند ته اندېښمن دی.
هغه د نهو اولادونو (څلورو زامنو او پنځو لوڼو) پلار دی، چې له ډلې یې د هغه درېیمه لور نسیمه په کوچنیوالي کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوې ده. دې ناروغي نه یوازې د نسیمې ژوند تریخ کړی، بلکې د هغې د کورنۍ ژوند یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
عبدالقادر د هغه مهال یادونه کوي چې نسیمه ماشومه وه او ناڅاپه ناروغه شوه: “شپه وه، لور مې لومړی سختې تبې ونیوله، وروسته ټوخی او اسهال ورته پیدا شو، ټوله شپه مو په تشویش تېره کړه، په سبا مو ډاکټر ته بوتله، ډاکټر له څه ځنډ وروسته راته وویل چې ماشومه مو روغتون ته بوځئ، کله چې روغتون ته ولاړو نو هلته ډاکټرانو راته وویل چې لور مو د پولیو په ناروغي اخته شوې ده.»
دی وايي، ډاکټرانو دا هم ورته وویل چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري او د نسیمې دواړې پښې فلج کړې دي.
د ده په خبره، له هماغه راهیسې اتلس کاله تېرېږي چې نسیمه پر خپلو پښو نه شي ګرځېدای او د کورنۍ د نورو غړو مرستې ته اړه ده.
عبدالقادر په افسوس وايي: «که هغه وخت پوهېدای چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري او مخنیوی یې یوازې په واکسین سره کېږي نو ما به خپله لور خامخا واکسین کړې وای.»
نوموړی پر والدینو غږ کوي چې د پولیو ځپلې لور له حالته یې پند واخلي او خپل ماشومان دې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې له دوه څاڅکي واکسین څخه نه محروموي.
عبدالقادر په افسوس وايي: «که هغه وخت پوهېدای چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري او مخنیوی یې یوازې په واکسین سره کېږي نو ما به خپله لور خامخا واکسین کړې وای.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
د کورنۍ زغم او مینه
عبدالقادر سربېره پر دې چې ورځ او شپه زیار باسي خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي، د نسیمې سخت ژوند ته ځورېږي.
هغه وايي: «نسیمه ځانګړې پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې موږ په یوې کلیوالي سیمه کې ژوند کوو او دلته د ژوند ډېرې اسانتیاوې نشته، له یوې خوا مې مېرمن تل ناروغه وي او له بلې خوا زه د کورنۍ لپاره د یوې ګولې ډوډۍ په پیدا کولو پسې ورک یم.»
خو له ستونزو سربېره عبدالقادر او د کورنۍ نور غړي له نسیمې سره خپل ملاتړ او مرستې ته دوام ورکوي. دی زیاتوي: «د کورنۍ ټول غړي پر هغې پام کوي او هڅه کوي چې خوشحاله یې وساتي.»
د نسیمې مور چې له یوې خوا یې خپله ناروغي کړوي او له بلې خوا یې د لور سخت ژوند ځوروي، وايي: «هره ورځ چې د خپلې ځوانې لور بې وسۍ ته ګورم نو زړه مې ډېر دردېږي.»
په خپله نسیمه چې د مور او پلار تر څنګ غلې ناسته وه، په غمجن خو حیاناک غږ وویل: «زما دواړې پښې فلج دي، دغه حالت زما ژوند ډېر سخت کړی دی، ځکه د نورو مرستې ته اړه یمه، که په کوچینوالي کې واکسین شوې وای نو ښايي اوس په دغه حال نه وای، کله چې خپلې همزولې روغې او جوړې وینم نو ډېره ځورېږم.»
دا وايي، که څوک د ویلچییر یا ځانګړي بایسکل مرسته ورسره وکړي نو دا به وکولای شي په مرسته یې تګ راتګ وکړي.
د عبدالقادر ګاونډی ۲۸ کلن محمد ابراهیم وايي، چې د یادې شوې کورنۍ حالت دوی هم ځوروي.
د ده په خبره، له یوې خوا دغه کورنۍ د غربت له امله په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او له بلې خوا یې ځوانه لور د پولیو ناروغۍ په سبب معلوله ده.
نوموړی د واکسین پر ارزښت ټینګا کوي او او پر کورنیو غږ کوي چې د خپلو اولادونو د روغتیا او راتلونکي ژوند په تړاو دې بې غوري نه کوي او په ماشومتوب کې دې د پولیو په ګډون ټول واکسینونه ورکړي څو له ناروغیو خوندي وي.
پېغام
د پولیو ځپلې نسیمې کیسه د دې ښکارندويي کوي چې د پولیو ناروغي یوازې پر فرد نه بلکې پر کورنیو او بالاخره ټولنه څومره ناوړه اغیزې لرلای شی.
د دې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار واکسین دی، په هر کمپاین کې ماشومانو ته د پولیو واکسین د دوو څاڅکو ورکول کولای شي ماشومان له دایمې معلولیت او ټولنه له درد او کړاو څخه وژغوري.