• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

“له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو ساتنه د هر وګړي مسوولیت دی”

Homepage د ساحې کیسې "له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو ساتنه د هر وګړي مسوولیت دی"

“له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو ساتنه د هر وګړي مسوولیت دی”

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 17, 2024
د ساحې کیسې

سعید زابلی

هلمند، افغانستان (۲۷ وږی ۱۴۰۳) – د هلمند ولایت قومي مشران او دیني عالمان په یوه غږ د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر اهمیت ټینګار کوي او خلکو ته توصیه کوي چې خپل ماشومان له پولیو فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه واکسین کړي.

هغوی وایي، د پولیو ناروغي درملنه نه لري او د مخنیوي یوازینۍ لاره یې په هر کمپاین کې ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورکول دي.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ یوه قومي مشر ۵۵ کلن حاجي صاحب جان وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو ځل بیا د پولیو ویروس د خپرېدو په حال کې دی او په دې وروستیو کې په جنوبي زون کې د پولیو څو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه: «دا ډېره خواشینوونکې ده چې له واکسیناسیون له امکاناتو سربېره د پولیو ویروس بیا هم زموږ ماشومان ځپي او په تلپاتي معلولیت یې اخته کوي.»

نوموړی پر خلکو غږ کوي چې په پوره یووالي دې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې فعاله ونډه واخلي او ډاډ دې تر لاسه کړي چې هیڅ ماشوم له دغه فرصت څخه نه محرومېږي.

حاجي صاحب جان وايي: «زه په خپله د پولیو واکسین په هر کمپاین کې نه یوازې د خپلې کورنۍ ماشومان واکسینوم، بلکې له رضاکارانو سره یو ځای پر ټول کلي ګرځم څو یو ماشوم هم له پولیو واکسین څخه پاتې نه شي.»

 

د هلمند ولایت قومي مشران او دیني عالمان په یوه غږ د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر اهمیت ټینګار کوي او خلکو ته توصیه کوي چې خپل ماشومان له پولیو فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه واکسین کړي ©له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

د ده په خبره، پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې ماشومان فلجوي او ان تر مرګ پورې یې رسوي، دا د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی چې خپل ماشومان له دغه حالت څخه وزغوري.

ده وویل، تجربو ښودلې چې د پولیو په ناروغۍ اخته ماشومان د ور پېښ معلولیت له امله د خپلو کورنیو او ټولنې د اوږو بار ګرځېدلي دي.

د هلمند د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکی دیني عالم قاري احمد هم له پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه د ماشومانو واکسینول اړین ګڼي او وايي: «علمي او ساینسي څېړنو ثابته کړې چې د پولیو واکسین زیان نه لري، بلکې له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه د خلاصون یوازینۍ وسیله ده.»

نوموړی چې تل د جومات له منبره خلکو ته د پولیو واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی ورکوي، زیاتوي، وقایه یا د ناروغۍ مخینوی د اسلام په اصولو کې مهم ځای لري، د اسلام دین نه یوازې د فرد د بدني، روحاني او اخلاقي پاکوالي لارښوونه کوي، بلکې ټولنیزې روغتیا ته هم ارزښت ورکوي؛ له همدې امله، د ناروغیو او ساري وضعیتونو مخنیوی یو داسې عمل دی چې په اسلام کې یې کلکه سپارښتنه شوې ده.

هغه د خپلو خپلو خبرو په دوام وویل: «اسلام مسلمانانو ته د روغتیا ساتنې امر کوي؛ رسول الله (ص) فرمایلي: “د هرې ناروغۍ لپاره شفا شته.” دا حدیث د دې څرګندونه کوي چې مسلمانان باید د ناروغیو درملنې او مخنیوي لارې چارې وپلټي. روغتیا پالنه او وقایه د اسلامي احکامو یوه برخه ده؛ رسول الله (ص) په یو بل حدیث کې فرمایي: “کله چې تاسو د طاعون/ وبا په یوه سیمه کې یاست، نو له هغه ځایه مه وځئ، او که طاعون بل ځای کې وي، هلته مه ځئ.” دا حدیث د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د وقایوي تدابیرو لارښوونه کوي.»

د مفتي عبدالقدیر په نوم بل دیني عالم هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې خلک باید د پولیو واکسین په تړاو د افواهاتو او ناسمو باورونو تر اغېز لاندې را نه شي، بلکې خپلو ماشومانو ژوند او روغتیا ته دې ارزښت ورکړي.

دی زیاتوي، والدین د خپلو اولادونو د روغ ژوند مسوولیت په غاړه لري، هغوی ته کار ده چې مسوولانه چلند وکړي او خپل ماشومانو ته په پر له پسې ډول د پولیو واکسین ورکړي څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.

په هلمند کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو همغږې هڅې د دې ښکارندويي کوي چې د ټولنې مشران د ټولنې په روغتیا او ښه ژوند کې اغېزناک رول لوبوي.

د دوی ملاتړ نه یوازې د پولیو واکسین په اړه د خلکو ناسم باورونه کموي، بلکې ټولنه دې ته هڅوي چې د خپلو ماشومانو د ژغورنې لپاره فعاله ونډه واخلي.

مخکینۍ موضوع
په بدخشان کې د پولیو واکسین کمپاینونه؛ ننګونې، همکارۍ او د والدینو تجربې
بله موضوع
د پولیو په رنځ اخته نجلۍ؛ د نسیمې سخت ژوند او د کورنۍ زغم

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,