په بدخشان کې د پولیو واکسین کمپاینونه؛ ننګونې، همکارۍ او د والدینو تجربې
رقیبه حمیدي
بدخشان، افغانستان (۲۶ وږی ۱۴۰۳) – بدخشان د خپلې پېچلې او ستونزمنې جغرافیې له امله تل له ناروغیو سره د مبارزې په وړاندې له لویو ننګونو سره مخ دی، په دغو ننګونو کې یوه هم د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه ده، چې یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده او پراخ واکسین کولو ته اړتیا لري.
په وروستیو کلونو کې، په دې ولایت کې د روغتیايي بنسټونو پرلهپسې هڅو د پام وړ پرمختګ کړی دی.
پرمختګونه او ننګونې
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر سمیع الله کامیاب وایي، چې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې په دوو دورو کې ترسره شوی، لومړۍ دوره د غویي په میاشت کې او دویمه هم د غبرګولي په میاشت کې ترسره شوه.
هغه څرګنده کړه چې د واکسین وضعیت په ټوله کې ښه وو، خو لا هم ځینې ننګونې شته چې په هغو کې د کورنیو له خوا کلیو ته موسمي کډوالۍ هم شاملې دي، د دغه کار له کبله د واکسین کولو ټيمونه و نه توانیدل چې ټولو ماشومانو ته په خپل وخت ورسېږي.
هغه ټینګار کوي چې د روغتیايي بنسټونو هڅو په لرې سیمو کې هم د ډېرو ماشومانو واکسین کېدو ته لاره هواره کړې ده.
د رضاکارانو مهم رول
د واکسین کمپاین د بریالیتوب یوه مهمه وجه د رضاکارانو شتون دی، کامیاب، د سیمهییزو کارکوونکو د رضاکارانه هڅو ستاینه کوي او وایي: «هغه رضاکاران چې د پولیو واکسین په کمپاین کې کار کوي، سره له دې چې لږ حق الزحمه ترلاسه کوي، په ډېره لوړه حوصله او شفقت سره خپله دنده ترسره کوي.»
نوموړی زیاتوي چې دا رضاکارانه هڅې د واکسین د کمپاینونو په چټکتیا کې مهم رول لري، او له دې پرته به ممکن ډېر ماشومان له واکسینه پاتې شوې وای.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر وایي، دا رضاکارانه هڅې د واکسین د کمپاینونو په چټکتیا کې مهم رول لري، او له دې پرته به ممکن ډېر ماشومان له واکسینه پاتې شوې وای © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
لرې سیمو ته لاسرسی
بدخشان چې له ښاره لرې سیمې ډېرې لري او دغو سیمو ته د واکسین ټیمونو لاسرسی ستونزمن دی خو کامیاب وايي، چې په هره ولسوالۍ کې د واکسين ټيمونه شتون لري او همغږي کوونکي، څارونکي او تنظیموونکي لري، حتی په لرې سیمو کې هم دغه ټیمونه هڅه کوي چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي.
عامه پوهاوي ته اړتیا
د واکسیناسیون په بهیر کې یوه لویه ستونزه د عامه پوهاوي نشتوالی دی. کامياب وايي، پخوا به مبلغينو د خلکو د پوهاوي مسووليت درلود، خو هغوی اوس نشته.
هغه هيله څرګنده کړه، چې که اړوندې ادارې يو ځل بيا مبلغین په دندو وګوماري، څو د واکسین کمپاین په ښه ډول او برياليتوب ترسره شي.
کامیاب وايي، په هره ولسوالۍ کې د واکسين کولو ټيمونه شتون لري او همغږي کوونکي، څارونکي او تنظیموونکي لري، حتی په لرې پرتو سیمو کې هم دغه ټیمونه هڅه کوي چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
د والدینو تجربې
د لایابې سیمې یوه اوسېدونکې او د درې کلن رستم مور وایي: «له نېکه مرغه، زما زوی رستم د منظم واکسین له برکته له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شوی دی، هر کله چې د واکسین ټیمونه زموږ سیمې ته راشي، موږ خپل ماشومان واکسینوو.»
خو هغې یو شمېر ننګونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «په ځینو لرې سیمو کې واکسین ته لاسرسی ستونزمن دی او ځینې وختونه ټیمونه ناوخته دغو سیمو ته رسېږي.»
د ناجوکا درې یو بل اوسېدونکی او د دوه نیم کلنې مرجان پلار هم ورته تجربه لري، هغه وایي: «مرجان هر ځل د پولیو واکسین ترلاسه کړی او تر اوسه له دې ناروغۍ خوندي ده.»
نوموړی همدارنګه ټینګار کوي او وایي: «د واکسین د نه ګټورتوب او نقصان په اړه مې اوازې اورېدلې، خو د واکسین شوو ماشومانو روغتیا ته په کتو، پوه شوم چې دا یوازې اوازې دي او واکسین کول ډېر مهم دي.»
پایله
له ننګونو سربېره په بدخشان کې د پولیو په وړاندې په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی، د واکسین کمپاینونو په بریالیتوب کې د روغتیايي بنسټونو او نړیوالو همکارانو هڅو مهم رول لوبولی دی. خو د عامه پوهاوي زیاتولو او لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي په برخو کې لا هم ډېرو هڅو او پاملرنې ته اړتیا ده.
د ټولنې په یووالي او جدي هوډ سره شونې ده چې د دغې ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه وړلو ته نږدې شو او د بدخشان د ماشومانو لپاره یوه سالمه راتلونکې رامنځته کړو.