• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د معلولیت پر وړاندې بریا، د ډاکټر نورعلي منصور د قوي ارادې کیسه

Homepage د ساحې کیسې د معلولیت پر وړاندې بریا، د ډاکټر نورعلي منصور د قوي ارادې کیسه

د معلولیت پر وړاندې بریا، د ډاکټر نورعلي منصور د قوي ارادې کیسه

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 12, 2024
د ساحې کیسې

سعید زابلی

کندهار، افغانستان (۲۲ وږی ۱۴۰۳) – نورعلي منصور، ۳۲ کلن ځوان ډاکټر، د قوي ارادې او نه ماتېدونکي عزم یوه روښانه بېلګه ده. هغه په ماشومتوب کې د پولیو ناروغۍ له امله په یوه پښه فلج شو، خو معلولیت یې د ښه راتلونکي هیلې تتې نه کړې. د کورنۍ په ملاتړ یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې او نن ورځ په روغتیايي برخه کې خپلې ټولنې ته په مینه او ژمنتیا خدمت کوي.

منصور، چې د کندهار ښار د میرویس مېنې اوسېدونکی دی، د پولیو په ناروغۍ د اخته کېدو کیسه داسې بیانوي: «څلور کلن وم چې د پولیو په ناروغي اخته شوم، که څه هم د پولیو واکسین رضاکاران زموږ سیمې ته راتلل، خو ښايي هغه مهال خلکو د خپلو ماشومانو واکسینولو ته اهمیت نه ورکاوه، له همدې امله زه له واکسین څخه بې برخې شوم او په پولیو اخته شوم.»

منصور زیاتوي چې کورنۍ یې د هغه د معلولیت د درملنې لپاره ډېرې هڅې وکړې، نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د ګاونډیو هېوادونو تر روغتونونو هم ولاړل، خو له بده مرغه د پولیو ناروغي ناعلاجه ده او د ده درملنه و نه شوه.

هغه په دردناک غږ وویل: «او بالاخره زما چپه پښه د تل لپاره فلج شوه.»

خو له دې ټولو ستونزو سربېره منصور خپل عزم له لاسه ورنه کړ، د خپلې کورنۍ په پوره ملاتړ یې خپلې زده‌کړې تعقیب کړې او د دولسم ټولګي له بشپړولو وروسته یې په طب پوهنځي کې لوړې زده‌کړې پيل کړې.

 

منصور زیاتوي چې کورنۍ یې د هغه د معلولیت د درملنې لپاره ډېرې هڅې وکړې، نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د ګاونډیو هېوادونو تر روغتونونو هم ولاړل، خو له بده مرغه د پولیو ناروغي ناعلاجه ده او د ده درملنه و نه شوه © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

هغه په دې اړه وايي: «زما هیله وه چې د نورو روغو خلکو په څېر زده‌کړې وکړم او ټولنې ته د خدمت جوګه شم.»

منصور د پولیو ناروغۍ په سبب د ور پېښ معلولیت سربېره د ډېرو هغو کسانو لپاره، چې له ورته برخلیک سره مخ دي، د هڅونې یوه ژوندۍ بېلګه ده.

دی زیاتوي: «د هغه باور پر بنسټ چې پر ځان مې درلود، نه یوازې مې عصري زده‌کړې بشپړې کړې، بلکې دیني زده‌کړې مې هم وکړې، چې دا زما یو بل لوی ارمان و.»

منصور د خپل کار او فعالیت اړوند وايي: «له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته مې د کندهار په مومند روغتون کې افتخاري کار پیل کړ، بیا مې د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په یوه روغتیایي مرکز کې کار وکړ، له هغې وروسته مې په ژیړۍ ولسوالۍ کې د روغتیاپال په توګه خدمت وکړ؛ اوس په هلمند ولایت کې له یوې روغتیایي موسسې سره د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې کار کوم.»

 

د منصور نږدې ملګری، احمدالله، د هغه د ژوند الهام بخښونکی اړخ داسې بیانوي: «که منصور په ماشومتوب کې واکسین شوی وای، نو نن به معلول نه و، خو زده‌کړو هغه ته نوی لوری خلاص کړ او د هغه د معلولیت ستونزه یې را کمه کړه.»  ©له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

خو د دې تر څنګ یې یادونه وکړه چې تل خلکو د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ګټو په اړه پوهاوی هم ورکوي او دا یې لویه هیله ده چې یوه ورځ افغانستان له پولیو ناروغۍ څخه خلاص هېواد اعلان شي.

ده وویل: «هر ځل چې له خلکو سره مخ کېږم، د خپل معلولیت کیسه ورته کوم او ورته وایم که ماشومتوب کې واکسین شوی وای، نن به معلول نه وم.»

منصور خلکو ته د پولیو په اړه خبرداری ورکوي او وايي: «پولیو یو خطرناک ساري ویروس دی، ټولې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي څو په دې ناروغۍ له اخته کېدو او دایمي معلولیت څخه وژغورل شي.»

د منصور نږدې ملګری، احمدالله، د هغه د ژوند الهام بخښونکی اړخ داسې بیانوي: «که منصور په ماشومتوب کې واکسین شوی وای، نو نن به معلول نه و، خو زده‌کړو هغه ته نوی لوری خلاص کړ او د هغه د معلولیت ستونزه یې را کمه کړه.»

دیني عالمان هم د ماشومانو لپاره واکسین کول اړین بولي.

مولوي عصمت الله رحماني وايي: «پولیو یوه وژونکې او دایمي فلج کوونکې ناروغي ده، ټولې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي څو هغوی له مرګ او معلولیت څخه وژغورل شي.»

مخکینۍ موضوع
د پولیو ضد مبارزه کې د مېندو، روغتیاپالانو او ټولنې ګډې هڅې
بله موضوع
مرضیه صدیقي؛ د پولیو واکسين اړوند د منفي انګېرنو له منځه وړلو لپاره کار کوم

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,