• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو ضد مبارزه کې د مېندو، روغتیاپالانو او ټولنې ګډې هڅې

Homepage د ساحې کیسې د پولیو ضد مبارزه کې د مېندو، روغتیاپالانو او ټولنې ګډې هڅې

د پولیو ضد مبارزه کې د مېندو، روغتیاپالانو او ټولنې ګډې هڅې

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 11, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدي

بدخشان، افغانستان (۲۱ وږی ۱۴۰۳) – واکسیناسیون د پولیو په څېر د ویروسي او ساري ناروغیو پر وړاندې په مبارزه کې یوه له اغېزناکو لارو څخه ده. دا ناروغي لا هم د ماشومانو لپاره یوه جدي روغتیایي ګواښ ګڼل کېږي.

په هغو سیمو کې چې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی په کې محدود دی، سیمه ییز روغتیايي مرکزونه د واکسین او درملنې د خدماتو په وړاندې کولو کې خورا مهم رول لري.

په یوه ګرمه او لمرینه ورځ کې، مېندې له خپلو وړو ماشومانو سره د بدخشان د فیض‌آباد ښار اړوند د څلورمې ناحیې په یوه روغتیايي مرکز کې د واکسیناسیون څانګې ته په کتار کې ولاړې دي څو ماشومانو ته یې د پولیو واکسین ورکړل شي.

۳۸ کلنه روبینه له خپلو دوو ماشومانو (۵ کلن ناصر او ۳ کلنې سمیرا) سره یو ځای له “خېرآباد” کلي څخه دغه روغتیايي مرکز ته راغلې ده.

هغه چې په میاشت کې یو ځل دغه روغتیايي مرکز ته راځي، وايي: «هغه مهال چې دلته دغه روغتيايي مرکز نه و، زه او نورې مېندې مجبورې وو څو ساعتونه سفر وکړو او یوه بل روغتیایي مرکز ته ځانونه ورسوو خو اوس زموږ د استوګنې سیمې ته نژدې همدا روغتیايي مرکز فعال شوی چې د واکسین او درملنې خدمات وړاندې کوي.»

روبینه باور لري چې واکسیناسیون نه یوازې په فردي روغتیا، بلکې د ټولنې په روغتیا کې هم حیاتي رول لري.

 

قمر شریفي چې په دغه روغتیايي مرکز کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي وايي، هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ ماشومان واکسین کوي © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

نوموړې د واکسین په ارزښت ټینګار کوي او وایي: «زه هېڅکله د پولیو واکسین کمپاین په تمه نه یم پاتې شوې، ما ته مې د ماشومانو روغتیا لومړیتوب لري ځکه خو هغوی په منظم ډول دغه روغتیايي مرکز ته د واکسنیولو لپاره راولم.»

دا پر میندو غږ کوي چې د دې په څېر دې د پولیو واکسین کمپاین په تمه نه پاتې کېږي بلکې هره میاشت دې خپل له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان د خپلې سیمې نژدې روغتیايي مرکز ته د واکسینولو لپاره ورولي.

۳۵ کلنه مژګان بیا له “چته” کلي څخه دغه روغتیايي مرکز ته راغلې څو خپل څلور کلن زوی ته د پولیو واکسین ورکړي.

دا وايي، «په تېر کې چې دلته روغتیايي مرکز نه و، تل به د خپل کوچني زوی روغتیا ته اندېښمنه ومه، مجبوره ومه چې کمپاین ته انتظار ته وباسم او هغه وخت خپل ماشومان واکسین کړم.»

خو د دې په خبره، د یاد شوي روغتیايي مرکز له فعالېدو سره خلکو ته نه یوازې د ناروغیو د درملنې اسانتیاوې برابرې شوې، بلکې د پولیو په څېر د ویروسي او ساري ناروغیو د وقایې او واکسین اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

د یاد شوي روغتیايي مرکز مسوول ډاکټر محب الله صالحي وايي: «دغه روغتیايي مرکز په ۱۳۸۷ کال کې تاسیس شوی چې له هماغه پیله خلکو ته د درملنې او واکسین خدمات وړاندې کوي.»

دی زیاتوي، دغه روغتیايي مرکز ته هره ورځ له شاوخوا کلیو څخه له ۴۰ ډېر ماشومان یوازې د واکسین ترلاسه کولو لپاره راوستل کېږي.

نوموړی والدینو ته د پوهاوي ورکولو چاره هم مهم ګڼي او وايي، هغوی نه یوازې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقوي بلکې والدینو ته یې د واکسین د ارزښت او د پولیو ناروغۍ د زیانونو په اړه پوهاوی هم ورکوي.

د ده په خبره، د روغتیايي مرکز د مسوول په توګه خوښ دی چې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول ادا کوي.

نوموړی د والدینو لپاره پېغام هم لري او وايي: «پولیو یوه خطرناکه او فلج کوونکې ناروغي ده، خپل ماشومان په وخت واکسین کړئ څو په دې ناروغي اخته نه شي.»

 

په یوه ګرمه او لمرینه ورځ کې، مېندې له خپلو وړو ماشومانو سره د بدخشان د فیض‌آباد ښار اړوند د څلورمې ناحیې په یوه روغتیايي مرکز کې د واکسیناسیون څانګې ته په کتار کې ولاړې دي څو ماشومانو ته یې د پولیو واکسین ورکړل شي © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

قمر شریفي چې په دغه روغتیايي مرکز کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي وايي، هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ ماشومان واکسین کوي.

د دې په خبره، د دغه روغتیايي مرکز ډېر مراجعین مېندې دي چې له لرې او نژدې کلیو څخه راځي، دوی غواړي خپلو ماشومانو ته له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه د ساتنې په موخه واکسین ورکړي.

دې وویل: «خوشحاله یم چې په دغه روغتیايي مرکز کې د یوې واکسیناتورې په توګه له سهاره تر ماښامه کار کوم، واکسیناسیون ډېر مهم کار دی، دغه چاره ماشومان له خطرناکو ناروغیو څخه ساتي.»

دا هم له والدینو غواړي چې د کمپاینونو په تمه دې نه پاتې کېږي بلکې خپل ماشومان دې په منظم ډول دغه روغتیايي مرکز ته ور ولي څو د دوی له خوا واکسین شي.

د یادونې ده چې روغتیايي مرکزونو د درملنې او واکسیناسیون خدماتو په وړاندې کولو د ټولنې په روغتیا کې مهم رول لوبولی دی.

والدینو ته په کار ده چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او خپل ماشومان د واکسین لپاره دغو روغتیايي مرکزونو ته بوځي څو له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه په امان پاتې شي.

مخکینۍ موضوع
د هغې کورنۍ کیسه چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي
بله موضوع
د معلولیت پر وړاندې بریا، د ډاکټر نورعلي منصور د قوي ارادې کیسه

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,