• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

وحیده شمس: یوه زړه وره مېرمن چې ماشومان له پولیو ویروس څخه ژغوري

Homepage د ساحې کیسې وحیده شمس: یوه زړه وره مېرمن چې ماشومان له پولیو ویروس څخه ژغوري

وحیده شمس: یوه زړه وره مېرمن چې ماشومان له پولیو ویروس څخه ژغوري

PolioFreeAfghanistan
جون 19, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدي

کندز، افغانستان (۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳) – د کندز ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکې ۲۳ کلنه وحیده شمس د استقامت او قوي هوډ په درلودلو د پولیو واکسین کمپاین په یوې اغېزناکې څېرې بدله شوې ده. هغې په خپلو نه ستړي کېدونکو هڅو د خپلې سیمې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې مرسته کړې او د پولیو واکسین په تطبیق سره د هېواد اینده سازان له معلولیت څخه ژغوري.

 

انګېزه

وحيدې خپلې لومړنۍ زده کړې د کندز د خواجه مشهد په لیسه کې پای ته رسولې او د لسانس سند يې د تخار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه ترلاسه کړی دی. نوموړې له تېر یو کال راهيسې په دغه ولايت کې د پوليو واکسين په کمپاين کې د رضاکارې په توګه کار کوي. وحيده هر سهار اته بجې د واکسینونو شین بکس اوږې ته اچوي او له کوره وځي څو د خپل مسوولیت په ساحه کې کور په کور وګرځي او ماشومان واکسین کړي. هغه هره ورځ له ۱۵۰ تر ۱۸۷ ماشومان واکسین کوي.

وحيده وايي: “د پوليو له منځه وړلو په پروګرام کې زما د کار کولو انګېزه دا ده چې افغانستان له پولیو ناروغۍ څخه خلاص شي، زه نه غواړم چې زما د هېواد یو ماشوم هم د پوليو په ناروغۍ اخته شي او د نورو مرستې ته اړ شي.”

 

ننګونې او هڅې

یوه له لویو ننګونو چې وحیده ورسره مخ ده، د هغې د کار او فعالیت لپاره د هغې د کورنۍ د ملاتړ نشتوالی دی. سره له دې چې د هغې کورنۍ د پولیو د واکسین په کمپاین کې د دې په کار خوښه نه ده خو وحیده په قوي اراده او لوړې حوصلې خپل کار ته دوام ورکوي.

 

وحيده وايي: “د پوليو له منځه وړلو په پروګرام کې زما د کار کولو انګېزه دا ده چې افغانستان له پولیو ناروغۍ څخه خلاص شي، زه نه غواړم چې زما د هېواد یو ماشوم هم د پوليو په ناروغۍ اخته شي او د نورو مرستې ته اړ شي.“ © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

پر ټولنې پراخې اغیزې

د پوليو واکسين په کمپاين کې د وحيدې فعاليتونو پر سیمه ییزې ټولنې چې دا په کې ژوند کوي، پراخې اغېزې درلودلې دي. هغې په خپلو هڅو د ماشومانو د روغتیا په ښه کولو او د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې ډېره مرسته کړې ده. وحیده توانېدلې چې له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق تر څنګ د واکسین په اړه د خلکو باور او پوهاوی ډېر کړي.

د وحيدې له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه په ټولنيزو او روغتيايي فعاليتونو کې د ښځو د ونډې زياتوالى دى. د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوې لوستې ښځې په توګه د هغې کار او فعالیت د کندز نورو ښځو ته الهام بخښي.

 

د عامه پوهاوي لوړوالی

وحيده وايي: “مخکې ډېرو کورنيو د کمو معلوماتو او يا ناسمو باورونو له امله خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسين له ورکولو ډډه کوله، خو زه له دغه راز کورنيو سره په مستقيم ډول په اړيکه کې کېږم او د سمو معلوماتو په وړاندې کولو له هغوی سره مرسته کوم چې د واکسین ارزښت درک کړي او د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره اقدام وکړي.”

 

راتلونکي ته هیله مندي

د پولیو د واکسین په کمپاین کې د وحیدې تجربو هغې ته دا فرصت ورکړی چې ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق په بهیر کې له بېلابېلو ننګونو سره اشنا  شي او په دې برخه کې خپل مهارتونه لوړ کړي. هغه راتلونکي ته هیله منده ده او تمه لري چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د خپلې سیمې د ماشومانو د روغتیا په ښه کولو کې مرسته وکړي.

وحيده وايي: د «ماشومانو واکسين کول ډېر مهم او حياتي دي او له دې فرصت څخه بايد په استفادې په ماشومانو کې د مخنيوي وړ ناروغيو مخه ونيول شي.»

 

وحيده وايي: “مخکې ډېرو کورنيو د کمو معلوماتو او يا ناسمو باورونو له امله خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسين له ورکولو ډډه کوله، خو زه له دغه راز کورنيو سره په مستقيم ډول په اړيکه کې کېږم او د سمو معلوماتو په وړاندې کولو له هغوی سره مرسته کوم چې د واکسین ارزښت درک کړي او د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره اقدام وکړي.“ © له پولیو خلاص افغانستان /۳۰۴۱/ رقیبه حمیدي

 

د ټولنې غږ

د کندز ولایت د لومړۍ ناحیې اوسېدونکې نرګس وايي: «که وحیده او د وحیدې په څېر لسګونه نور واکسیناتوران نه وای نو د ماشومانو ژوند به مو د پولیو ناروغۍ سخت اغېزمن کړی وای؛ خوشحاله یم چې د هېواد معصوم ماشومان د دې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې واکسین کېږي او له معلولیت څخه نجات پیدا کوي.”

د شعیب الله په نامه یو څلور نیم کلن ماشوم چې د ګوزڼ واکسین یې اخیستی دی وايي: «زما مور او پلار راته ویل چې واکسین زما د روغتیا د ساتلو لپاره مهم دی او باید واکسین وکړم. له واکسین وروسته هیڅ درد نه لرم، ښه احساس لرم او کولای شم له خپلو همزولو سره ډېرې لوبې وکړم.»

د وحیده شمس فعالیتونه په ټولنه کې د روغتیایی وضعیت د ښه کولو لپاره د افغان مېرمنو د دوامداره هڅو یوه الهام بخښونکې بیلګه ده. هيله ده چې د هغې د د فعاليتونو په دوام او د خلکو په ملاتړ افغانستان له پوليو څخه د پاک راتلونکي پر لور ګام واخلي.

مخکینۍ موضوع
ذوفنون سروري: په تخار کې د پولیو واکسیناسیون اتله
بله موضوع
ژغورونکې ښځې: په فراه کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د عاطفې ادیب هڅې

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,