• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د شبنم یوسفزۍ هیله؛ له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل

Homepage د ساحې کیسې د شبنم یوسفزۍ هیله؛ له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل

د شبنم یوسفزۍ هیله؛ له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل

PolioFreeAfghanistan
مې 22, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدی

کندز، افغانستان (۲ غبرګولی ۲۰۴۱) – د کندز ولایت اوسېدونکې شبنم یوسفزۍ چې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین د مبلغې/ سوشل موبلایزرې په توګه کار کوي، وايي یوازینۍ هیله یې له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل دي.

هغه چې ۲۲ کاله عمر لري، لومړنۍ زده‌کړې یې د دغه ولایت په بي بي خدیجه الکبرا لیسه او نیمه لوړې زده کړې کړې یې په حکمت انسټیټوټ کې د قابله‌ګۍ په برخه کې بشپړې کړې دي.

نوموړې شاوخوا څلور کلونه د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د رضاکارې په توګه کار کړی خو له تېرې څه مودې راهیسې د مبلغې یا سوشل موبلایزرې په توګه ګومارل شوې ده.

شبنم یوسفزۍ هر سهار اته بجې په تور حجاب کې له کوره وځي او د غرمې تر دوولسو بجو د خپل مسوولیت په سیمه کې کور په کور ګرځي څو کورنیو ته د پولیو واکسین په اړه پوهاوی ورکړي.

هغه زیاتوي: «د پرله‌پسې هڅو او زیار په پایله کې توانېدلې چې کورنۍ د پولیو ناروغۍ په زیانونو او د واکسین په ارزښت وپوهوي، له ښه مرغه زما د مسوولیت په سیمه کې ټولې کورنۍ په هر کمپاین کې په ډېر خوښۍ خپل ماشومان واکسینوي.»

دا د خپل کار په تړاو وايي، په هر کار کې ستونزې او ننګونې وي خو پر وړاندې یې مقاومت کوي او خپل همت نه بایلي.

 

شبنم یوسفزۍ هر سهار اته بجې په تور حجاب کې له کوره وځي او د غرمې تر دوولسو بجو د خپل مسوولیت په سیمه کې کور په کور ګرځي څو کورنیو ته د پولیو واکسین په اړه پوهاوی ورکړي©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

دا زیاتوي، په ټولنه کې د کار پر مهال له ډول ډول خلکو سره مخ کېږي چې بېلابېل ذهنیتونه او افکار لري، ځینې د دې کار ته په کمه ګوري، خو دې ته خپل کار ډېر ارزښت لري ځکه د هېواد ماشومان د پولیو له خطرناکې ناروغۍ ژغوري.

یوسفزۍ وویل: «زه تل د کورنیو مشرانو ته وایم چې وقایه له درملنې غوره ده؛ د پولیو واکسین د یوې وسیلې په توګه د دغې ناروغۍ په مقابل کې ستاسې د ماشومانو د معافیت کچه لوړوي، نو خپل ماشومان واکسین کړئ، د هغوی معافیت پیاوړی کړئ او له پولیو ناروغۍ څخه یې وژغورئ.»

دا وايي، افغانستان یو له هغو دوو هېوادونو دی چې لا هم د پولیو ناروغۍ په وړاندې مبارزه کوي، د خلکو په مرسته شونې ده چې د پولیو ناروغي د تل لپاره له افغانستانه ورکه شي چې همدا د دې د ژوند لوی ارمان هم دی.

 

د کورنۍ له یوه مشر سره د پولیو واکسین پر ارزښت د خبرو پر مهال ©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

شل کلنه ثمیه چې په کندز ولایت کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د واکسیناتورې په توګه کار کوي، وايي پخوا چې دلته د پولیو واکسین په کمپاین کې ښځینه مبلغینې نه وې ګومارل شوې نو دوی د واکسین په تطبیق کې له ستونزو سره مخ وې.

هغې زیاته کړه: «پخوا چې به د کمپاین پر مهال د واکسین د تطبیق لپاره کورونو ته ورتلو نو د کورنیو مشرانو به ممانعت کاوه او ان له خپلو کورونو نه راوتل، ویل به یې ځئ لاړې شئ موږ ماشومان نه لرو خو د ښځینه مبلغینو له ګومارل کېدو سره اوس د دوی دا ستونزه حل شوې ده او کورنۍ په اسانۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرېږي.»

ثمیه هیله مندي ښيي چې که ماشومانو ته د پولیو واکسین په تطبیق کې د ښځينه مبلغینو او کورنیو همکاري همداسې دوام وکړي نو ژر به افغانستان له پولیو ویروس څخه پاک شي.

د کندز ولایت د عامې روغتیا اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي، په دغه ولایت کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې له ۱۰۰ ډېر مبلغین یا سوشل موبلایزران ګومارل شوي چې د ښځو ونډه په کې برجسته ده.

 

شبنم یوسفزۍ وايي د خپل هېواد له ماشومانو سره ډېره مینه لري او په همدغه احساس د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې د سوشل موبلایزرې په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د ده په وینا، د ښځینه مبلغینو په وسیله د پولیو واکسین کمپاین د تطبیق پیغام په اسانۍ تر والدینو رسېږي.

نوموړی د مبغلینو کار مثبت ارزوي او و وايي، هڅه کوي د پولیو له منځه وړلو پروګرام په چوکاټ کې په ښارونو او کلیو کې د ښځینه مبلغینو شمېر لوړ کړو.

عطايي والدینو ته په خپل پیغام کې وايي، پولیو درملنه نه لري او ماشومان په تلپاتي ګوزڼ اخته کولای شي؛ د دې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې ټولو ماشومانو ته تر پنځه کلنۍ پورې هر ځل د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکړل شي.

مخکینۍ موضوع
“افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د پولیو له ویروسه پاک شي”
بله موضوع
د پولیو یو قرباني: د لوړو زده کړو ونه مې ثمر ته و نه رسېدله

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,