• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو یو قرباني: د لوړو زده کړو ونه مې ثمر ته و نه رسېدله

Homepage د ساحې کیسې د پولیو یو قرباني: د لوړو زده کړو ونه مې ثمر ته و نه رسېدله

د پولیو یو قرباني: د لوړو زده کړو ونه مې ثمر ته و نه رسېدله

PolioFreeAfghanistan
مې 23, 2024
د ساحې کیسې

سعید زابلی

هلمند، افغانستان (۳ غبرګولی ۱۴۰۳) – د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار اوسېدونکی ۳۳ کلن روښان احمد د پولیو ناروغۍ هغه قرباني دی چې د شپږو میاشتو په عمر یې دواړې پښې فلج شوې دي.

هغه چې لومړنۍ زده‌کړې یې په ډېر کړاو تر دوولسم ټولګي رسولې دي، وايي د پولیو ناروغۍ په سبب د ور پېښ معلولیت او بد اقتصادي وضعیت له امله نور خپلو زده‌کړو ته دوام نه شي ورکولای.

روښان احمد چې په څېره کې یې د ژوند سختۍ له ورایه ښکارېدې، زیاته کړه: «د پولیو ناروغۍ مې ژوند سخت ځپلی دی، په دواړو پښو یې معلول کړی یم، د همدغه معلولیت له امله له بد اقتصادي وضعیت سره مخ یم، نه لوړې زده کړې کولای شم او نه هم کار او روزګار راته پیدا کېږي.»

د ده په خبره، په خپله یې نه یادېږي خو مور یې ورته ویلي، د شپږو میاشتو و چې سخت ناروغ شو او تبې ورته پیدا شوې او وروسته یې دواړې پښې فلج شوې.

هغه په ډېر ارمان وویل: «د ماشومتوب دوره مې له حسرتونو ډکه وه، څوک چې په دواړو پښو معلول وي، بې لکړو تګ نه شي کولای، له خپلو همزولو سره لوبې نه شي کولای، هغه د ژوند څه خواږه لیدلي وي؟»

خو دی وايي، له دغو محرومیتونو سربېره یې ځان ته ډاډ ورکاوه چې په هیڅ حالت کې به له زده کړو مخ نه اړوي، بلکې د ښوونځي زده‌کړې به بشپړوي، وروسته به طب پوهنځی لولي څو ډاکټر شي او د معلولینو تر څنګ ټولنې ته خدمت وکړي.

خو ده په ډېرې مایوسۍ وویل: «له بده مرغه دا ارمان مې نیمګړی پاتې شو او د لوړو زده کړو د هیلو ونه مې ثمر ته و نه رسېدله.»

د روښان احمد په خبره، د دوولسم ټولګي څخه له فارغېدو وروسته یې و نه کړای شول لوړې زده کړې وکړي، ځکه د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او سپین ږیری پلار یې په ډېرې سختۍ یوازې د کورنۍ نفقه برابرولای شي.

دی زیاتوي، ډېره هڅه یې کړې چې ځان ته کار پيدا کړي څو اقتصاد یې ښه شي او زده کړې وکړې خو کار نه ورته پیدا کېږي.

خو دی باور لري چې د ده د ژوند د ټولو بدمرغیو سرچینه پولیو ناروغي ده چې دی یې دغه حال ته رسولی دی، که په ماشومتوب کې واکسین شوی وای نو د پولیو په ناروغۍ به نه اخته کېده او د اوس په څېر به د کورنۍ او ټولنې د اوږدو بار نه ګرځېده.

 

روښان احمد وايي، د ده د ژوند د ټولو بدمرغیو سرچینه پولیو ناروغي ده چې دی یې دغه حال ته رسولی دی، که په ماشومتوب کې واکسین شوی وای نو د پولیو په ناروغۍ به نه اخته کېده او د اوس په څېر به د کورنۍ او ټولنې د اوږدو بار نه ګرځېده ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

نوموړی خپل سخت ژوند ته په کتو پر ټولو والدینو غږ کوي چې غفلت دې نه کوي، خپل ماشومان دې په وخت په پرله پسې ډول واکسین کړي څو له پولیو ناروغۍ و ژغورل شي او ژوند یې د ده په څېر تباه نه شي.

د روښان احمد همصنفي احمد شاه وویل، ملګري یې روښان احمد پوره دوولس کاله د لکړو په مرسته په ډېر کړاو ښوونځي ته راته، غیر حاضري یې نه کوله او هیله یې درلودله چې لوړې زده کړې وکړي او ډاکټر شي.

دی وايي، ټولو ټولګیوالو له نوموړي سره ځانګړې خواخوږي لرله، د ده پر حالت یې زړه سوځېده او د ده سخت ژوند ته په کتو به یې تل په هر ډول ناستو او مجلسونو کې له خلکو غوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي څو د روښان احمد په څېر د پولیو ناروغي ښکار نه شي.

په افغانستان غوندې جنګ ځپلي هېواد کې چې یو وخت د نا امنیو له کبله ډېرو سیمو ته د پولیو واکسین رضاکارانو رسیدګي نه شوای کولای، د دې ناروغۍ ریښې هم پراخې وې، اوس چې د هېواد هرې سیمې ته د پولیو واکسین کمپاین رسېدلی، ورسره د دې ناروغۍ د محوه کېدو ښه فرصت برابر شوی دی.

د عبدالله خان سایل په نامه یو ډاکټر وایي، پولیو یوه داسې ناروغي ده چې ماشومان په تلپاتي ګوزڼ اخته کوي، د اسلامي هېوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې دغه ناروغي د واکسین په وسیله له منځه وړل شوې خو افغانستان او پاکستان لا هم په دې برخه کې په مبارزه بوخت دي؛ دا زموږ دیني مسوولیت دی چې خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ وژغورو.

نوموړی کورنیو ته په خپل پېغام کې وايي، پولیو درملنه نه لري خو یوازې د واکسین په وسیله له منځه وړل کېدای شي؛ راځئ د پولیو مخنیوی وکړو، افغانستان او نړۍ له دې ناروغۍ پاک کړو.

مخکینۍ موضوع
د شبنم یوسفزۍ هیله؛ له افغانستان څخه د پولیو ویروس له منځه وړل
بله موضوع
د عایشې هڅې چې د پولیو واکسین په تطبیقولو د ماشومانو راتلونکی روښانه کوي

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,