یوه مور: د زوی معلولیت مې له ژونده خوښۍ تروړلې دي
رقیبه حمیدي
بدخشان، افغانستان (۲۶ وری ۳۰۴۱) – د بدخشان مرکز فیض اباد ښار اوسېدونکې ۴۰ کلنه لطیفه هغه دردېدلې مور ده چې ۱۳ کلن زوی یې په دوه کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او د هغه د بدن ټول غړي یې فلج کړي دي.
نوموړې چې ۵ لوڼې او ۲ زامن لري، وايي د پولیو په ناروغۍ د اخته زوی معلولیت یې له ژونده خوښۍ تروړلې او د هغه بد حالت یې تل ځوروي.
هغې وویل: «تر ټولو کوچنی زوی مې ناصر چې اوس د دریالسو کالو دی، په دوه کلنۍ کې لومړی تبې ونیو، وروسته اسهال او خواګرځی ورته پیدا شو، په کور کې شته درمل مې ورکړل خو حالت یې لا پسې خراب شو او مجبوره شوم چې د درملنې لپاره یې ډاکټر ته بوځم.»
دا وايي، ډاکټر له معاینې وروسته ورته وویل چې زوی یې د پولیو په ناروغي اخته شوی او له بده مرغه دا ناروغي هیڅ درملنه نه لري.
پولیو ځپلی ناصر چې کله خپل همزولي ویني چې پر لاره ځي او لوبې کوي نو دی هم هڅه کوي له ځایه پورته شي او د هغوی په څېر تګ او لوبې وکړې، خو نه یې شي کولای © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
د دې په وینا، د دغه خبر په اورېدو دومره خپه شوه چې حد نه لري خو له صبر پرته یې بله چاره نه درلودله.
لطیفې وویل، د یوې مور په توګه ځان ملامت ګڼي او تل په دې اړه فکر کوي چې که زوی ته یې واکسین ورکړی وای نو د پولیو په ناروغي به نه اخته کېده.
هغه وايي، زوی یې ناصر چې کله خپل همزولي ویني چې پر لاره ځي او لوبې کوي نو دی هم هڅه کوي له ځایه پورته شي او د هغوی په څېر تګ او لوبې وکړې، خو نه یې شي کولای.
له دې خبرې سره یې سترګې له اوښکو ډکې شوې او زیاته یې کړه: «کله چې مې د زوی دا حالت وینم ډېره غمجنه شم او ښه ډېر وژاړم.»
لطیفه وايي، د پولیو ناروغۍ یې زوی دومره سخت ځپلی چې نه یوازې د هغه د بدن ټول غړي یې فلج کړي، بلکې خبرې هم نه شي کولای.
پولیو ځپلی ناصر له خپلو دوو وروڼو او یوې خور سره © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
د دې په خبره، خپل زوی ته په کتو تل له خدایه غواړي چې هیڅ ماشوم دې په دې خطرناکه ناروغي نه اخته کېږي.
دغه راز دې یادونه وکړه چې کله هم نورې مېندې وینی نو د خپل پولیو ځپلي زوی د ژوند کړاونه ورته بیانوي او له هغوی غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته دې ډېره توجه وکړي او په منظم ډول دې یې واکسین کړي څو د دې د زوی په څېر د پولیو ناروغۍ ښکار نه شي.
د آسیې اماني په نوم د بدخشان یوه ټولنیزه فعاله د لطیفې د پولیو ځپلي زوی داستان ته په کتو وايي، له بده مرغه د پولیو ویروس لا هم د هېواد د ماشومانو ژوند ګواښي.
دې وویل، د پولیو ناروغي یو لوی ناورین دی چې ماشومان په تلپاتي معلولیت اخته کوي او بیا د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځي په داسې حال کې چې له معلولینو سره د ټولنې چلند له توهین او تحقیر ډک دی.
دا وايي، که کورنۍ غواړي ماشومان یې معلول نه شي نو هغوی ته دې په منظم ډول واکسین ورکړي.