• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

فاریاب کې د پولیو واکسین کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه

Homepage غوره کیسې فاریاب کې د پولیو واکسین کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه

فاریاب کې د پولیو واکسین کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه

PolioFreeAfghanistan
اپریل 10, 2024
غوره کیسې

عبدالصبور سیرت

مزارشریف، افغانستان (۲۳ وری ۱۴۰۳) – غنچه جوره‌زاده او یاسمین محمدي د هغو سلګونو ښځینه واکسیناتورانو له ډلې دي چې د فاریاب ولایت د میمنې ښار په کوڅو کې کور په کور ګرځي او د کورنیو له مشرانو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو د دوه څاڅکي واکسین لپاره دباندې را وباسي.

یادې شوې دواړې رضاکارانې د یوې موخې لپاره زیار باسي چې هغه له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ څخه د ماشومانو خوندي کول دي.

 

غنچه جوره‌زاده او یاسمین محمدي دوه واکسیناتورانې د فاریاب ولایت د میمنې ښار په کوڅو کې کور په کور ګرځي او د کورنیو له مشرانو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو د دوه څاڅکي واکسین لپاره دباندې را وباسي ©   له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

غنچه‌ جوره‌زاده چې تور حجاب یې اغوستی او خړ پړونی یې پر سر دی، د واکسین صندوق په اوږه کوڅه په کوڅه په ماشومانو پسې ګرځي څو تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو ناروغۍ واکسین ورسوي.

غنچه‌ جوره‌زاده وايي، موخه یې دا ده چې تر مسوولیت لاندې سیمو کې یې هیڅ ماشوم د ګوزڼ/ پولیو له واکسین څخه بې برخې نه شي.

هغه چې له تېرو شپږو کلونو د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره کار کوي، خوښي څرګندوي چې د تېر پر پرتله د خلکو په پوهاوي کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی.

هغې وویل: «زه میمنې ښار کې د پولیو له منځه وړ لو پروګرام سره کار کوم، پخوا ډېرو کورنیو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له تطبیقه انکار کاوه، خو زموږ او د پروګرام د همغږي کوونکو، سوپروایزرانو او ډاکټرانو د پر له پسې هڅو په پایله کې هغوی راضي شول څو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.»

 

غنچه جوره‌زاده د خپلې همکارې یاسمین محمدي په ملتیا یوه ماشوم ته واکسین ورکوي ©   له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

جوره‌زاده دغه راز وایي، پولیو یا ګوزڼ یوه لاعلاجه ناروغي ده چې مخنیوی یې یوازې د واکسین په وسیله کېدای شي نو ځکه دا ډېره مهمه ده چې کورنۍ خپل له پنځو کلونو د کم عمر ټول ماشومان په منظم ډول واکسین کړي.

دې وویل: «پولیو د نورو ناروغیو په څېر نه ده، ځکه هېڅ درملنه نه لري، کورنیو ته مو لارښوونه دا ده چې کله رضاکاران د هغوی کورونو ته ورځي باید مرسته ورسره وکړي او خپل ماشومان ورته حاضر کړي څو د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.»

د غنچه‌ جوره‌زاده همکاره یاسمین محمدي بله رضاکاره ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د واکسیناتورې په توګه دند ترسره کوي.

دا هم وایي چې د تېرو کلونو په پرتله د انکاري کورنیو شمېر کم شوی او ډېر والدین په لېوالتیا سره غواړي خپل ماشومان واکسین وکړي.

دې وویل: «دوه کاله وړاندې یو شمېر کورنیو د پولیو له واکسین څخه انکار کاوه خو په وروستیو کې د خلکو پوهه د دغه واکسین د ګټو په اړه ډېره شوې او اوس انکاري کورنۍ په نشت حساب دي.»

هغې له پلرونو او مېندو وغوښتل چې خپل ماشومان د هر کمپاین پر مهال واکسین کړي څو د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

 

غنچه جوره‌زاده د واکسین له تطبیق وروسته د ماشوم ګوته په نښه کوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

د فاریاب د عامې روغتیا رییس فضل هادي فاروقي وايي چې روغتیايي ټیمونه د دغه ولایت ګوټ ګوټ ته پولیو واکسین رسوي او د کمپاین په هر پړاو کې د دغه ولایت شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان واکسینوي.

هغه زیاته کړه: «ټول روغتیايي ټیمونه او په ځانګړي ډول رضاکاران د لومړۍ کرښې د کارکوونکو په توګه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې جدي مبازره کوي او آن په آسونو او مرکبونو د دغه ولایت ګوټ ګوټ ته ځي څو هېڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه شي.»

پولیو هغه خطرناکه ناروغي ده چې په نوره نړۍ کې له منځه وړل شوې خو په افغانستان او په ګاونډ پاکستان کې لا هم د ماشومانو ژوند ګواښي.

مخکینۍ موضوع
د هغه پلار کیسه چې دوه اولادونه یې د پولیو په ناروغي اخته شوي دي
بله موضوع
د پولیو ناروغۍ عبدالبصیر سوال کولو ته اړ کړی دی

اړوند مطالب

څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی

د پنجشېر یو تجربه‌کار روغتیايي کارکوونکی له نږدې څلوېښتو کلونو...

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,