میرزاګل؛ هغه ځوان چې ګوزڼ د نورو مرستې ته اړ کړی
سعید زابلی
هلمند، افغانستان (۵ وری ۱۴۰۳) – «کار او روزګار نه شم کولای، د هر کار او هرې اړتیا پر مهال د نورو مرستې ته اړ یم، ځکه پولیو ناروغۍ مې ښی لاس او ښۍ پښه فلج کړي دي.»
دا د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د لوی کلي د هغه ۲۵ کلن اوسېدونکي خبرې دي چې په پنځه کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.
د میرزاګل په نوم دغه ځوان چې د خپل کور دېوال ته یې تکیه کړې وه، په داسې حال کې چې یوازې او غمجمن ناست و، وویل: «ځان د کلي تر ټولو بې وسه ځوان بولم، ځکه معلول یم او چا ته مې ګټه نه رسېږي.»
هغه زیاته کړه، د دې تر څنګ یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی او د کور نفقه د هغه وړوکي دوکان له لارې برابروي چې دوه کشران وروڼه یې په کې د ماشومانو د لوبو او خوراک توکي پلوري.
دی وايي، یو ورور یې شپږ کلن او بل اته کلن دی چې دواړه په همدغه واړه دوکان کې بوخت دي.
د نوموړي په وینا، دغه دوکان یې د کورنۍ نفقه نه شي برابرولای خو دا چې دی د پلار د مشر زوی په توګه معلول دی او کار نه شي کولای نو مجبور دی همدا وړوکې دوکانداري مخ ته یوسي.
د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د لوی کلي د ۲۵ کلن اوسېدونکي میرزاګل ښی لاس او ښي پښه د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوي چې هغه یې له کار او فعالیته پاتې کړی دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
میرزاګل د خپلې ټولې دغې بدمرغۍ لامل د پولیو ناروغي ګڼي او وايي، که په وجود روغ وای نو اوس به یې داسې له کړاونو ډک ژوند نه درلود.
هغه وویل: «که زما مور او پلار زما د ماشومتوب پر مهال بې پروايي نه وای کړې او زه یې واکسین کړی وای نو د پولیو په ناروغي به نه اخته کېدم او نه به معلول کېدم، بلکې روغ او جوړ به وای، زده کړې به مې کړې وای او د ځان په ګډون به مې د ټولې کورنۍ ژوند ښه کړی وای.»
هغه په مایوسوونکي انداز وویل، له بده مرغه د پولیو ناروغۍ یې ژوند هومره اغېزمن کړی چې په هر څه کې د نورو مرستې ته اړ دی.
ده خپل راتلونکي ژوند ته په اندېښنې زیاته کړه: «تر اوسه مې واده نه دی کړی او نه یې هم هیله لرم، ته په خپله فکر وکړه کله چې له یوې خوا معلول او له بلې خوا غریب یې ایا څوک دوستي درسره کوي؟»
د پولیو په ناروغي اخته میرزاګل د خپل وړونکي دوکان مخې ته د خپل ژوند د سختیو او کړاونو کیسه کوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی
میرزاګل د خپل ژوند دغو ناخوالو ته په کتو له والدینو غوښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو ژوند دې د ده په څېر له ستونزو او کړاونو سره نه مخ کوي، بلکې د هغوی روغتیا او سالمې راتلونکې ته دې فکر وکړي، هغوی ته دې په په منظم ډول د پولیو واکسین ورکړي څو په دغې وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ اخته نه شي.
د رحمت الله په نوم د میرزاګل کلیوال وايي، چې د هغه ژوند له نژدې ویني او ګوري چې د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت له امله له څومره سختیو، کړاونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
هغه زیاتوي، له بده مرغه د پولیو ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله د مخنیوي وړ ده، والدینو ته په کار ده چې د خپلو ماشومانو په واکسنیولو هغوی له حتمي مړینې یا معلولیت څخه وژغوري.
د ده په باور، پولیو ناروغي د معلولیت تر څنګ د ډېرو نورو بدمرغیو سرچینه ده، ځکه په دې ناروغۍ اخته کسان له زده کړو، کار او هره فعالیته پاتې کېږي چې تل به د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار وي.
د ډاکټر صالح محمد په نوم یو روغتیاپال وايي، له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ډېر داسې وګړي شته چې په ماشومتوب کې د کورنیو د بې پروايي او نه واکسینولو له امله د پولیو په ناروغي اخته او معلول شوي چې اوس سخت ژوند لري.
هغه وویل، دا د ټولنې د هر فرد مسوولیت دی چې د پولیو واکسین له کمپاین سره بشپړه همکاري وکړي څو تر ماشوم پورې واکسین ورسېږي او په پایله کې دا وژونکې او فلجوونکې ناروغي په بشپړه توګه له هېواده ورکه کړو.