• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو ځپلې زینب مور: لور مې زموږ د غفلت له امله د پولیو په ناروغي اخته شوه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو ځپلې زینب مور: لور مې زموږ د غفلت له امله د پولیو په ناروغي اخته شوه

د پولیو ځپلې زینب مور: لور مې زموږ د غفلت له امله د پولیو په ناروغي اخته شوه

PolioFreeAfghanistan
فبروري 25, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدی

 

بدخشان، افغانستان (۶ کب ۱۴۰۲) – د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد ښار اړوند د حصاري په نوم په یوه لري کلي کې د قلم نساء په نوم یوه مېرمن له خپل خاوند سره ژوند کوي چې درېیم اولاد (۱۳ کله زینب) یې په یونیم کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوی دی.

شاوخوا ۳۹ کلنه قلم نساء چې د زینب تر څنګ د ۲۰ کلن نثار، ۱۸ کلن بهرام، ۱۰ کلنې عایشې او ۸ کلنې فاطمې مور هم ده وايي، نور اولادونه یې روغ دي خو یوازې همدا یوه لور یې د پولیو په ناروغي اخته شوې ده.

دې وویل، د پولیو ناروغۍ زینب دومره ځپلې چې ټول اندامونه یې فلج دي، حرکت او خبرې نه شي کولای، په ښه او بد نه پوهېږي، لنډه دا چې د خوراک، څښاک او حمام په ګډون په ټولو کارونو کې دې او مشر ورور ته اړه ده.

هغې چې له دغو خبرو سره یې سترګې له اوښکو ډکې شوې، زیاته کړه: «د زینب دغه حالت له موږ څخه د ژوند خوشحالي اخیستې ده، کاشکې لور مې په دې خطرناکه ناروغي نه وای اخته شوې.»

دا وايي، لور یې په اصل کې د دې او خاوند غفلت له امله په دې ناروغي اخته شوې، که دوی هغه مهال خپلې لور ته د پولیو واکسین ورکړی وای نو نن به په دې حال نه وه او د کورنۍ د اوږو بار به نه ګرځېدله.

قلم نساء خپلې ۱۳ کلنې پولیو ځپلې لور زینب ته خوراک ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي

 

دې د پولیو په ناروغي د خپلې لور د اخته کېدو کیسه داسې وکړه: «شاوخوا دوولس کاله مخکې- چې زینب د یو نیم کال وه او نور اولادونه مې هم واړه وو- موږ په یوه لرې سیمه کې ژوند کاوه، خاوند مې په بزګري بوخت و، د کلي کلینک له موږ لرې و، د کار د ډېروالي په بهانه و نه توانېدم لور مې د واکسین لپاره کلینک ته بوځم، همدا غفلت او ټنبلي مې د دې سبب شوه چې زینب د پولیو په ناروغي اخته شي.»

دا وايي، د یوې مور په توګه یې د خپلې لور وضعیت سخت ځوروي،  ځکه د هغې همزولې ښوونځي ته ځي او تر شپږم ټولګي یې رسولی خو دا په بستره کې فلج پرته ده او ان له ځایه نه شي خوځېدلای.

نوموړې د خپل خراب اقتصادي وضعیت څخه هم شکایت وکړ او ویې ویل چې خاوند یې کلونه مخکې بزګري پرېښودله او نجارۍ ته یې مخه کړه چې تر یوه حده یې اقتصادي وضعیت ښه و خو له تېرو دوو کلونو راهیسې ټکسي چلوي چې ورسره د دوی اقتصادي وضعیت هم لوېدلی دی.

دا وايي، خاوند چې یې څومره پیسې پیدا کوي نو نه پوهېږي چې د کور ورځني لګښتونه پوره کړي او که زینب ته پمپرز واخلي چې ان یوه اوونۍ یې هم نه بسېږي.

قلم نساء له دې خبرې سره خپلې لور ته په حسرت وکتل او وروسته یې د اوښکو په بدرګه زیاته کړه: «سخت ارمان کوم چې کاشکې زینب خبرې کولای شوای او ما ته یې د مور په نوم را ږغ کولای شوای.»

هغې چې غمګینې او پرېشانې څېرې یې د یوه لوی درد او کړاو کیسه کوله، له مېندو وغوښتل چې د دې په څېر دې ټنبلي او غفلت نه کوي، خپل ماشومان دې د پولیو پر وړاندې په منظمه توګه واکسین کړي څو د زینب په برخلیک اخته نه شي.

زینب له خپل مشر ورور نثار سره © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي

 

نثار د زینب مشر ورور دی چې له خپلې مور وروسته د زینب اړتیاوو او کارونو ته رسېدګي کوي. دی وايي، هره ورځ چې د خپلې خور حالت ویني نو سخت ځورېږي او ان له ژونده یې زړه تورېږي.

نوموړي وویل: «د یوه ورور په توګه یې لوی ارمان دا دی چې کاش خور یې روغه وای، درس یې ویلای، له خپلې مور سره یې د کور په کارونو کې مرسته کولای او یا یې لږ تر لږه خپل کارونه په خپله کولای.»

دی هم وايي چې که والدین غواړي اولادونه یې روغ رمټ وي او د زینب په څېر د نورو د اوږو بار نه وي نو د پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه دې یې وخت په وخت واکسین کړي، ځکه دا ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله د مخنیوي وړ ده.

مخکینۍ موضوع
ګوزڼ څنګه زما هیلې مړاوې کړې: د یو ځوان کیسه
بله موضوع
د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,