• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې

Homepage د ساحې کیسې د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې

د پولیو په ناروغۍ د اخته هراتي ځوان ورکې شوې هیلې

PolioFreeAfghanistan
فبروري 26, 2024
د ساحې کیسې

مرضیه فروتن

 

هرات، افغانستان (۷ کب ۱۴۰۲) – ۲۶ کلن امید حقجو په دوه کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوی چې د هغه یوه پښه یې فلج کړې او اوس د دوو لکړو په مرسته تګ کوي.

نوموړی په اصل کې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو له تېرو څو کلونو راهیسې د هرات ښار په لویدیځ کې په یوه وروسته پاتې سیمه کې له خپلو والدینو، مېرمنې او دوو وړو اولادونو سره ژوند کوي.

حقجو چې په یوه خصوصي پوهنتون کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې، د پولیو ناروغۍ په پایله کې د ور پېښ معلولیت له امله له فزیکي فعالیتونو بې برخې دی، هغه غوښتل فوټبالیست شي خو دا چې یوه پښه یې فلج ده نو له خپلې دې هیلې بې برخې شوی دی.

 

امید حقجو چې د خپلو دوو ماشومانو تر منځ ناست و، په ډېر ارمان وویل، د ګوزڼ له امله په ټولنه کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ یم، هیله مې لرله چې درملنه مې وشي او د نورو سالمو انسانانو په څېر کار او ورزش وکړم، خو دا چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري، ټولې هیلې مې خاورې شوې دي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن

 

دی وايي، کله چې هره ورځ په وجود روغ انسانان ویني نو سخت ناهیلی شي او دا ارمان ورته ودرېږي چې کاشکې دی هم د هغوی په څېر روغ وای.

هغه چې د خپلو دوو ماشومانو تر منځ ناست و، په ډېر ارمان وویل: «د ګوزڼ له امله په ټولنه کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ یم، هیله مې لرله چې درملنه مې وشي او د نورو سالمو انسانانو په څېر کار او ورزش وکړم، خو دا چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري، ټولې هیلې مې خاورې شوې دي.»

هغه زياته کړه: “خپل حالت ته په کتو چې کله وینم ځينې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي نو سخت خواشینی شم، هغوی دې زما حالت ته وګوري چې په څومره کړاونو ژوند کوم، که د یوه روغ انسان پښې وتړل شي نو یو ګام هم نه شي اخیستلای خو زه له ۲۴ کلونو راهیسې له دغه حالت سره مخ یم.”

 

امید حقجو په دوه کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوی چې د هغه یوه پښه یې فلج کړې او اوس د دوو لکړو په مرسته تګ کوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن

 

حقجو وويل، د واکسین د دوو څاڅکو په مرسته ماشومان له دایمي ګوزڼ څخه ژغورل کېږي، په همدغه بنسټ هیڅ یوه کورنۍ باید د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې غفلت و نه کړي.

د هغه په ​​وينا، پوليو یوه ساري ناروغي ده، که يو ماشوم ورباندې اخته شي نو د نورو ماشومانو ژوند ته هم ګواښ پېښولای شي، دا خورا ښه اسانتیا ده چې واکسیناتوران د هر چا د کور تر دروازې ورځي، ماشومان واکسینوي او د هغوی ژوند ژغوري.

د امید حقجو پلار ۶۲ کلن عبدالمجید وايي، زوی یې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

نوموړي وویل: “زوی مې د دوو کلونو و چې سخت ناروغ شو او زوروره تبه ورته پیدا شوه، ډاکټر ته مې بوت، دوا یې ورکړه، خو له دریو ورځو وروسته متوجه شوم چې یوه پښه یې بې حسه شوې او حرکت نه لري، ورځ تر بلې یې پښه له حرکته لوېدله، کله چې مې بیا ډاکټر ته بوت نو راته ویې ویل چې له بده مرغه زوی دې فلج شوی دی.”

هغه زياته کړه، په پیل کې یې تصمیم ونیو چې خپل زوى د درملنې لپاره ايران يا پاکستان ته بوځي، خو ډاکټرانو ورته وويل چې دا ناروغي درملنه نه لري؛ دې خبرې نوموړی سخت ناهیلی کړ، موده وروسته یې خپل زوی د سره صليب روغتون ته بوت چې هلته ډاکټرانو پلاستیکي پښه ورته جوړه کړه او د تګ کولو لپاره یې لکړې ورکړې.

عبدالمجيد وويل: “که له یوې خوا مې زوی د پولیو په ناروغي د اخته کېدو له امله ډېرې سختۍ لیدلې دي، نو بل خوا زه هم د یوه پلار په توګه د هغه دغه حالت سخت ځورولی یم؛ هغه مهال کور په کور د پولیو واکسین اسانتیا نه وه، نو له همدې امله و نه توانېدو خپل زوی واکسین کړو چې په پایله کې هغه د پولیو په ناروغي اخته شو.”

هغه زياته کړه، پخوا ډېرو ماشومانو د شري، پوليو او ځينو نورو ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس د واکسينونو په راتلو د ماشومانو ژوند ژغورل شوى دى.

 

حقجو چې په یوه خصوصي پوهنتون کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې، د پولیو ناروغۍ په پایله کې د ور پېښ معلولیت له امله له فزیکي فعالیتونو بې برخې دی، هغه غوښتل فوټبالیست شي خو دا چې یوه پښه یې فلج ده نو له خپلې دې هیلې بې برخې شوی دی ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ مرضیه فروتن

 

په هرات کې د ماشومانو د ناروغيو متخصص ډاکتر غلام فاروق عظيمي وایي، د پوليو ويروس په وړاندې د ماشومانو واکسینولو په برخه کې هر ډول بې پروايي د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

هغه زياته کړه: “پوليو درملنه نه لري، که کوم ماشوم په دې ناروغۍ اخته شي نو د تل لپاره فلج کېږي، د پوليو ناروغۍ د مخنيوي يوازینۍ لار واکسين کول دي او هيڅ ماشوم بايد له واکسين څخه پاتې نه شي.”

ده وويل، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د پوليو د مخنيوي لپاره واکسين او اړوندې نورې اسانتياوې شته، خو بیا هم د پولیو د مثبتو پېښو ثبتېدل په هیڅ توګه د زغم وړ نه دي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو ځپلې زینب مور: لور مې زموږ د غفلت له امله د پولیو په ناروغي اخته شوه
بله موضوع
د اسلامي لارښوونو په پلي کولو د وبايي ناروغیو وقایه او مخنیوی

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,