• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو ناروغۍ یو قرباني: «که ماشومانو ته واکسین ور نه کړل شي نو زما په برخلیک به اخته شي»

Homepage د ساحې کیسې د پولیو ناروغۍ یو قرباني: «که ماشومانو ته واکسین ور نه کړل شي نو زما په برخلیک به اخته شي»

د پولیو ناروغۍ یو قرباني: «که ماشومانو ته واکسین ور نه کړل شي نو زما په برخلیک به اخته شي»

PolioFreeAfghanistan
فبروري 3, 2024
د ساحې کیسې

سعید زابلی

 

هلمند، افغانستان (۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): «شاوخوا ۳۰ کاله مخکې د واکسین نه کولو له امله د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوم چې زما کیڼ لاس او پښه یې دواړه فلج کړل او ژوند مې د تل لپاره نیمګړی شو.»

دا د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د هغه ۳۴ کلن اوسېدونکي خبرې دي چې په څلور کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ ښکار او له هماغه ماشومتوبه د ژوند له خوږو محروم شوی دی.

د احمدالله په نوم دغه کس چې د خپلې لکړې په مرسته یې په ډېرې سختۍ ګامونه اخیستل، وویل: «که پلار او مور مې هغه مهال بې غوري نه وای کړې او زه یې واکسین کړی وای نو په دې بدمرغې ناروغۍ به نه اخته کېدم او د ټولنې د اوږو بار به نه وم.»

نوموړی چې د اوو اولادونو (۴ زامنو او ۳ لوڼو) پلار هم دی، وايي د ګوزڼ ناروغۍ یې ژوند هومره اغېزمن کړی چې نه یوازې زده کړې ورڅخه پاتې شوې، بلکې کار هم نه شي کولای او تل د نورو مرستې ته اړ دی.

هغه له دې خبرې سره سوړ اسوېلی وکړ او زیاته یې کړه: «ډېره سخته ده چې په مات او ګوډ وجود دې نیم درځن اولادونه د غاړې وي او ته یې له روزنې او پالنې عاجز یې، بس د یوه او بل په مرسته دې یوازې ژوندي ساتلي وي.»

د ده په باور، که د پولیو ناروغۍ یې له لاسونو او پښو د فعالیت توان نه وای اخیستی نو د نورو روغو انسانانو په څېر به ده هم کار کولای او اقتصادي وضعیت به یې د اوس په څېر خراب نه وای.

احمد الله چې د اوو اولادونو (۴ زامنو او ۳ لوڼو) پلار هم دی، وايي د ګوزڼ ناروغۍ یې ژوند هومره اغېزمن کړی چې نه یوازې زده کړې ورڅخه پاتې شوې، بلکې کار هم نه شي کولای او تل د نورو مرستې ته اړ دی © له پولیو خلاص افغانستان/ سعید زابلی

 

نوموړی وايي، خپل دردوونکي حالت ته په کتو تل د خپل وطن د ماشومانو د راتلونکي په اړه فکر کوي، ځکه نه غواړي چې د هغوی ژوند هم د ده په څېر له کړاوونو ډک وي.

ده زیاته کړه: «ډېر مهال له داسې خلکو سره مخ کېږم چې د ناسمو باورونو ښکار شوي وي او خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي، زه تل هغوی ته وایم که تاسې خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړئ نو هغوی به زما په برخلیک اخته شي، تاسې ما وینئ چې معلولیت له څومره کړاوونو سره مخ کړی یم.»

دی وايي، سره له دې چې خپل تریخ ژوند یې سخت ځوروي خو دې ته بیا خوشحاله دی چې په خپله سیمه کې یې له واکسین څخه ډېر انکاري وګړي هڅولي څو خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي او له پولیو ناروغۍ یې خوندي کړي.

د سیمې یوه اوسېدونکي پنځه ویشت کلن بشیر احمد- چې ځان یې د احمدالله ګاونډی را وپېژاند- وویل، نوموړی یې نږدې ملګری دی خو د هغه حالت یې تل ځوروي.

احمدالله وویل: «که پلار او مور مې هغه مهال بې غوري نه وای کړې او زه یې واکسین کړی وای نو په دې بدمرغې ناروغۍ به نه اخته کېدم او د ټولنې د اوږو بار به نه وم.» © له پولیو خلاص افغانستان/ سعید زابلی

 

ده زیاته کړه، د یوه انسان په توګه تل ارمان کوي چې که د احمدالله پلار او مور بې غوري نه وای کړې او هغه یې په ماشومتوب کې واکسین کړی وای، نو هیڅکله به د پولیو په ناروغۍ نه وای اخته شوای.»

نوموړي خپل ګوزڼ وهلي ملګري ته په اشارې وویل، له بده مرغه پولیو ناروغي درملنه نه لري خو د مخنیوي یوازینۍ وسیله یې واکسین دی، په همدغه بنسټ دا د هر پلار او مور مسوولیت دی چې خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي څو له یادې ناروغۍ وژغورل شي.

ډاکټران او روغتیاپالان هم همدا خبره کوي او وايي، د پولیو ویروس د ماشومانو راتلونکی ګواښي خو د مخنیوي یوازینۍ لار یې دوه څاڅکي واکسین دی.

د سیمې یو ډاکټر عبدالرحیم اندړ په دې اړه وايي: «ماشومانو ته د واکسین په ورکولو کې باید غفلت و نه شي، ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، باید د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي.»

دیني عالم مولوي عبدالله د ډاکټرانو څرګندونې تاییدوي او وايي، د اسلامي لارښوونو له مخې د وبايي ناروغیو پر وړاندې وقایوي تدابیر نیول د وګړو مسوولیت دی چې یو له دغو تدابیرو واکسین دی.

دی وايي، والدینو ته په کار ده چې د هر کمپاین پر مهال خپلو ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورکړي څو د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.

 

مخکینۍ موضوع
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو/ ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
بله موضوع
د پولیو لابراتوار پرانیستل؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د بریالیتوب لپاره مهم ګام

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,