• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو/ ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

Homepage خبرپاڼې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو/ ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو/ ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

PolioFreeAfghanistan
جنوري 29, 2024
خبرپاڼې

کابل، افغانستان (۹ سلواغه ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۴ز کال لپاره د پولیو واکسین لومړی فرعي کمپاین پیل کړ.

دغه کمپاین چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پلی کېږي، په ترڅ کې به یې شاوخوا ۷.۵ میلیونه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین شي. دا کمپاین به د روان ۲۰۲۴ز کال د جنوري له ۲۹مې د فبروري تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد ددغه کمپاین د پیل په مناسبت وویل: «موږ له نړیوالو ادارو سره په ګډه ژمن یو چې په ټول هېواد کې پولیو ناروغي له منځه یوسو.»

هغه زیاته کړه: «موږ باید شپه او ورځ کار وکړو او د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو.»

هغه همدارنګه څرګنده کړه: «د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره د والدینو، دینی علماوو او قومي مخورو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ اړین دی. موږ له ټولو غوښتنه کوو چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په واکسین سره شونی دی. پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي ګوزڼ او یا هم مرګ سبب کېدای شي.

له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین کولای شي د پولیو واکسین په ترڅ کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي ګوزڼ څخه خوندي کړي. قومي مخور کولای شي د خپلو سیمو خلک وهڅوي څو خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره مرسته وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.

مخکینۍ موضوع
دوه ویشت کلن سید صمیم د ګوزڼ ناروغۍ له امله د ژوند چارې په ډېرې سختۍ مخ ته وړي
بله موضوع
د پولیو ناروغۍ یو قرباني: «که ماشومانو ته واکسین ور نه کړل شي نو زما په برخلیک به اخته شي»

اړوند مطالب

د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,