• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په هیواد کې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

Homepage خبرپاڼې په هیواد کې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

په هیواد کې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

PolioFreeAfghanistan
اگست 21, 2023
خبرپاڼې

کابل، ۳۰ زمری ۱۴۰۲: د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو  په همکارۍ نن په هېواد کې د پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیل کړ. د دغه کمپاین موخه داده څو له پنځو کالو څخه د کم عمر څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شي؛ البته په شمال زون کې دغه کمپاین یوه اونۍ وروسته، د اګسټ میاشتې له ۲۸-۳۱ ترسره کېږي.

همداراز په دغه کمپاین کې میبندازول ټابلیټ هم له ۲۴-۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ورکول کېږي، دا درمل د چنجي اړوند ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل: «موږ هوډ لرو چې د خپلو شریکانو په ملاتړ پولیو ناروغي په افغانستان کې ختمه کړو.” هغه زیاتوي: «د پولیو ناروغۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي. د پولیو واکسین کمپاینونه او لومړني روغتیايي خدمتونه به تر هغه جریان ولري چې دغه ناروغي مو له هېواده په بشپړه توګه ورکېږي.»

«د ټولو افغانانو ملاتړ په ځانګړې توګه د والدینو، د ټولنې د مشرانو، قومي مخورو او ملا امامانو ملاتړ د پولیو په له منځه وړلو کې اړین دی، موږ غواړو چې هغوی له مړینې او ګوزڼ څخه د افغان ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې همکاري وکړي.»

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده. کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي په ټول عمر کې به فلج او معیوبه وي او یا به هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په روان ۲۰۲۳ز کال کې تر دې دمه د پولیو ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې په اړه موږ خپله اندېښنه څرګندوو.

د پولیو سره په مبارزه کې د عامو خلکو ونډه او د ټولنې مخورو همکارۍ خورا زیاته اړینه ده. کورنۍ د خپلو پنځو کالو کم عمره ماشومانو په واکسین کولو سره او د ټولنې مخور، دیني عالمان او مشران د پولیو واکسین د کارکوونکو سره دهمکاري له لارې کولای شي خپله رغنده ونډه ددې ناروغي د له منځه وړلو په برخه کې ترسره کړي.

مخکینۍ موضوع
د خپلو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مه مخ کوئ
بله موضوع
د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو رول په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو

اړوند مطالب

په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم ۲۵مه / ...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,