د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو

کابل، افغانستان – د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت، له نړۍوالو همکارانو سره په همغږۍ، نن د (۲۰۲۶ زېږدیز کال د جون په ۱۳مه) د پولیو (ګوزڼ) واکسین ګډ کمپاین – چې جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) پکې شامل دي – پيل کړ.
د دغه کمپاین په لړ کې به د ننګرهار ولایت په مرکز (جلال اباد ښار) او دریو ولسوالیو (بهسود، سرخرود او بټيکوټ) کې ۴۲۵ زره او ۴۷۸ ماشومانو ته جزوي زرقي واکسین (fIPV) او ۴۷۵ زره او ۵۰۳ ماشومانو ته د څاڅکو واکسین (OPV) ورکړل شي. د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV) به له ۴ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو او د پولیو د څاڅکو واکسین (OPV) به له ۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته ورکړل شي. د دغو دواړو واکسینونو یوځای تطبیق د یاد عمر لرونکو ماشومانو په بدن کې د پولیو/ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې لا پیاوړی معافیت رامنځته کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نور جلال جلالي وویل: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو همکارو بنسټونو سره یوځای ژمن دی چې په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیسي. موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو او د پولیو واکسین کمپاینونو او بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته به تر هغه دوام ورکړو، څو پولیو له افغانستان څخه په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.»
نوموړي زیاته کړه: «دا ډېره مهمه ده چې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او والدینو په ګډون د ټولنې ټول اغېزناک کسان د هېواد په هره برخه کې د پولیو واکسین له ټیمونو ملاتړ وکړي. موږ له ټولو غواړو چې د پولیو پر وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي او د افغانستان د ماشومانو ژوند او روغتیا خوندي کړي.»
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي. د پولیو ویروس کولای شي د ماشومانو د تلپاتې فلج او ان مړینې لامل شي. اوس مهال دغه ویروس په هېواد کې د خپرېدو په حال کې دی او د عامې روغتیا وزارت د هر ډول پېښې پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو غړو ملاتړ خورا مهم دی. والدین او کورنۍ کولای شي د کمپاین پر مهال د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له تلپاتې فلج څخه خوندي کړي. د ټولنې مشران کولای شي په خپلو سیمو کې خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي او د کمپاین د پلي کېدو پر مهال د پولیو واکسین له ټیمونو ملاتړ وکړي.
د واکسین ټیمونه به د کمپاین په جریان کې ستاسو د سیمو کې په ټاکل شوو ځایونو کې موجود وي. له والدینو او د ماشومانو له پالونکو غوښتنه کېږي چې له دغو ځایونو ځانونه خبر کړي او خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین لپاره ورولي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره:
الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالی، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسوول
موبایل: +93704925448
ایمېل: qudus.baryalai@poliofree.af
د اړیکو د مرکز وړیا شمېره: ۱۴۱

