• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو

Homepage خبرپاڼې په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو

په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو

PolioFreeAfghanistan
مې 17, 2026
خبرپاڼې

کابل، افغانستان – د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۶ز کال لپاره د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل کړ چې په ترڅ کې به یې ۸.۳ میلیونه له پنځو کلنونو کم عمره ماشومان واکسین شي. دغه کمپاین د هېواد د مرکزي، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځې حوزې د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې د روان ۲۰۲۶ز کال د مې له ۱۸ تر ۲۱ پورې پلی کېږي، خو په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې به د مې میاشتې له ۱۹ تر ۲۲ نیټې ترسره شي.

د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نور جلال جلالي ددغه کمپاین د پیل په مناسبت وویل: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخیوی وکړي.» هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو او د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو.»

هغه همدارنګه څرګنده کړه: « اړینه ده چې دیني علماء، قومي مخور، والدین او د ټولنې نور بانفوذه وګړي په ټول هېواد کې د واکسیناتورانو ملاتړ وکړي. موږ له ټولو څخه غوښتنه کوو چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په پولیو واکسین سره شونی دی. پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدای شي. دا مهال په هېواد کې د پولیو ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.

له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین کولای شي د پولیو واکسین په مرسته کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي فلج څخه خوندي کړي. قومي مخور کولای شي د خپلو سیمو خلک وهڅوي څو هغوی خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره مرسته وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.

د واکسین ټیمونه د کمپاین په جریان کې ستاسو د سیمې په ټاکل شوو ځایونو کې شتون ولري. له والدینو او پالونکو څخه غوښتنه کوو چې له دغو ځایونو څخه ځان خبر کړي او خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین لپاره راولي.

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره:

الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالی،

د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس

مبایل: 93704925448+

ایمیل: qudus.baryalai@poliofree.af

د اړیکو د مرکز وړیا شمېره: ۱۴۱

مخکینۍ موضوع
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

اړوند مطالب

په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم ۲۵مه / ...

د عامې روغتیا وزارت په ختیځ زون کې د پولیو جزوي زرقي (fIPV) او څاڅکو (OPV) واکسین ګډ کمپاین پیل کړ

کابل، افغانستان- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,