«تر هغه چې وروستی ماشوم واکسین نه شي، زما کار بشپړ نه دی»

کاپیسا، افغانستان (۱ کب ۱۴۰۴) – «تر هغه چې وروستی ماشوم واکسین نه شي، زما کار بشپړ نه دی.»
صدام دا جمله په ډاډ له ځان سره تکراروي، هغه ځوان رضاکار چې له تېرو اوو کلونو راهیسې د کاپیسا ولایت په الهسای ولسوالۍ کې د پولیو له ګواښ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره دنده ترسره کوي.
د ګسترخېلو کلي دا ځوان باور لري چې پولیو یوه خطرناکه او ناعلاجه ناروغي ده چې مخنیوی یې یوازې د د واکسین له لارې ممکن دی.
صدام، چې په نرسینګ کې یې نیمه عالي زده کړې کړې دي، هغه مهال د پولیو واکسین له کمپاینونو سره مل شو چې په سیمه کې د دې ناروغۍ ګواښ جدي بلل کېده. هغه وایي هماغه وخت یې پرېکړه وکړه چې د خپلې سیمې د ماشومانو د ساتنې لپاره خپله برخه مسوولیت ادا کړي.
د ده په خبره، د کار لومړني کلونه یې له ستونزو ډک وو: «کله چې مې کار پیل کړ، د پولیو ناروغۍ په اړه د پوهاوي کچه ټیټه وه او ځینې کورنۍ په اسانۍ نه حاضرېدې چې خپل ماشومان واکسین کړي.»
د هغه په وینا، دا شېبې تر ټولو سختې وې، ځکه هغه پوهېده چې د هرې تړلې دروازې تر شا یو ماشوم د پولیو له خطر سره مخ پاتې کېږي.
خو له دغو ستونزو سربېره هغه خپل کار ته دوام ورکړ او هڅه یې وکړه چې هرې کورنۍ ته ورسېږي.
د کمپاین ورځو کې صدام او د هغه ټیم سهار وختي راټولېږي، د سیمو وېش کوي او بیا هر یو د خپلو ټاکلو ځایونو پر لور روانېږي. د ورځې ډېره برخه یې د محلونو تر منځ په تګ راتګ او د ماشومانو په واکسینولو تېریږي.
صدام او د هغه ټیم د الهسای ولسوالۍ په یوه کلي کې ماشومان واکسینوي څو د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه خوندي شي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
هغه وایي: «کله چې له خپلو همکارانو سره یو ځای یوې سیمې ته ولاړ شم، لومړی د کورنیو له مشرانو سره خبرې کوم او هغوی ته د پولیو ناروغۍ د خطر او واکسین د اهمیت په اړه معلومات ورکوم. کله چې هغوی خپل ماشومان واکسین کړي، احساس کوم چې هڅو مې نتیجه ورکړې ده.»
په تېرو کلونو کې د خلکو باور ورو ورو زیات شوی دی. هغه کورنۍ چې یو وخت یې واکسین نه مانه، اوس په خپله د خپلو ماشومانو د واکسینولو غوښتنه کوي.
د ګسترخېلو کلي مشر حاجي ولي وایي: «صدام زموږ د کلي یو خدمتګار ځوان دی. خلک پرې باور لري، ځکه هغه تل صادقانه کار کړی دی. د هغه په هڅو زموږ ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شوي دي.»
خو د صدام لپاره تر ټولو مهمه لاسته راوړنه شمېرې نه، بلکې هغه کیسې دي چې د ده په ذهن کې پاتې دي.
هغه یوه پېښه داسې یادوي: «یو پلار خپل ماشوم نه واکسیناوه. خو ما هغه ته د پولیو ناروغۍ زیانونه او د واکسین ګټې بیان کړې. له ډېرو خبرو وروسته هغه راته وویل: زویه! زه ډېر نه پوهېږم، خو که ته ډاډه یې، نو ماشوم مې واکسین کړه.»
دی وایي، هماغه شېبه یې احساس وکړ چې د باور جوړول تر هر څه مهم دي.
صدام د الهسای ولسوالۍ په یوه کلي کې د پولیو کمپاین پر مهال د ماشومانو معلومات ثبتوي، څو هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
صدام باور لري چې د پولیو پر وړاندې مبارزه یوازې د واکسین تطبیق نه دی، بلکې د خلکو د پوهاوي لوړول هم دي. هغه هڅه کوي چې هېڅ ماشوم د ناپوهۍ، شک یا بېپروايۍ له امله له واکسین څخه پاتې نه شي.
هغه وایي: «کله چې یو ماشوم واکسین شي، دا یوازې د یوې کورنۍ بریا نه، بلکې د ټولې سیمې بریا ده.»
سره له دې چې نړۍ د پولیو د له منځه وړلو وروستي پړاو ته نږدې شوې، د الهسای په شان لرې سیمو کې لا هم د صدام په څېر رضاکارانو هڅې مهمې بلل کېږي.
هغه وایي: «زه هیله لرم چې یوه ورځ داسې راشي چې نور د پولیو نوم هم پاتې نه وي. تر هغه وخته به هڅه کوم چې هر ماشوم ته ورسېږو.»
صدام او د هغه په څېر رضاکاران ښايي هره ورځ اوږده لارې ووهي، خو د هغوی هڅې د داسې راتلونکي لپاره دي چې ماشومان پکې روغ لوی شي، لوبې وکړي او ښوونځیو ته ولاړ شي.
د هغه لپاره دا یوه قوي ژمنتیا ده – داسې چې هېڅ ماشوم باید نور د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل راتلونکی له لاسه ور نه کړي.

