یو ځوان رضاکار د پولیو د مخنیوي په لومړۍ کرښه کې

کونړ، افغانستان (۲۶ سلواغه ۱۴۰۴) – د سهار رڼا لا پوره نه ده خپره شوې چې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی، ۲۴ کلن رضاءالله خپل کوچنی بکس اخلي او د خپلې دندې پر لور روانېږي.
هغه د پولیو واکسین کمپاین په ورځو کې د خپل ټیم په ملتیا محل په محل ګرځي څو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.
دا هماغه لاره ده چې رضاءالله د دولسم ټولګي له فراغت وروسته غوره کړه؛ هغه چې د ده په باور، یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د ټولنې لپاره ګټوره ده.
ده پرېکړه وکړه چې خپل وخت او توان د ماشومانو د روغتیا لپاره وقف کړي؛ اوس شپږ کاله کېږي چې د واکسیناتور په توګه کار کوي – شپږ کاله ژمنتیا، پرلهپسې هڅې او مزل.
رضاءالله وايي: «له لومړۍ ورځې پوهېدم چې د هر ماشوم ژوند ژغورل، د یوې کورنۍ خوښي ده، که ماشومان روغ وي نو بشپړه ټولنه به روغه او هوسا وي.»
له دندې ډېر، یو مسوولیت
د رضاءالله لپاره واکسین تطبیقول یوازې دنده نه ده؛ هغه دا کار خپل ټولنیز رسالت ګڼي.
د ده په وینا، تر ټولو ستره خوښي هغه شېبه ده چې د یوه ماشوم راتلونکی خوندي شي.
دا کار اسانه نه دی. اوږده مزلونه او بېلابېل شرایط د دغه خدمت طبیعي برخه ده، خو دا هر څه د هغه ژمنتیا او هوډ نه کمزوری کوي، بلکې لا ډېره انګېزه ورکوي.
رضاءالله وايي: «که لاره سخته وي، پایله یې ډېره ارزښتناکه ده – یو روغ ماشوم.»
رضاءالله د پولیو واکسین کمپاین پر مهال ماشوم واکسینوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د بدلون ورو خو ثابت ګامونه
اوسمهال د څوکۍ ولسوالۍ په ګڼو کلیو کې د رضاءالله نوم له باور سره تړلی دی. ماشومان یې پېژني، میندې پرې ډاډه دي او پلرونه یې درناوی کوي. کله چې د واکسین ټیم محل په محل ګرځي، ډېرې کورنۍ مخکې له مخکې چمتو وي او ماشومان د واکسین لپاره راباسي.
دا ډاډ په یوه ورځ نه دی رامنځته شوی، بلکې د شپږو کلونو پرلهپسې هڅو، صبر او رښتینولۍ پایله ده. رضاءالله یوازې د واکسین په تطبیق بسنه نه کوي؛ هغه د کورنیو له مشرانو سره کښېني، د ناروغیو د مخنیوي او پاکوالي په اړه خبرې کوي او د واکسین ارزښت روښانه کوي. هغه تل یادونه کوي چې: «مخنیوی تر درملنې اسانه دی.»
همدغو دوامدارو هڅو تدریجي بدلون رامنځته کړی دی؛ کورنۍ د واکسین اهمیت درک کوي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي چې په پایله کې یې د پخوا په پرتله د ناروغیو خپرېدو خطر کم شوی دی.
رضاءالله وايي: «هره کوچنۍ هڅه د لوی بدلون پیل کېدای شي. که موږ ټول خپله برخه کار ترسره کړو نو یوه ورځ به پولیو ناروغي د تل لپاره له هېواد څخه ورکه شي.»
د یوې موسکا ارزښت
رضاءالله د شهرت غوښتونکی نه دی، خو د ده د کار اغېز د ماشومانو په موسکا کې ښکاري. هغه په خاموش ډول خپل خدمت ته دوام ورکوي، بې له دې چې د ستاینې تمه ولري.
د هغه لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه هماغه شېبه ده چې یو ماشوم په روغ وجود منډه وهي او یوه کورنۍ له اندېښنې خلاصه شي.
د رضاءالله کیسه یادونه کوي چې د لویو ګواښونو مخنیوی له همدغو ساده خو ژمنو کسانو پیلېږي – له هغو کسانو چې په صبر او اخلاص کار کوي.
هیله دا ده چې د داسې ځوانانو او د ټولنې د ګډو هڅو په مټ، هر ماشوم خوندي پاتې شي او سالم راتلونکی ولري.

