• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

مهرالله عمرخېل؛ هغه واکسیناتور چې له واکسین مخکې باور جوړوي

Homepage د ساحې کیسې مهرالله عمرخېل؛ هغه واکسیناتور چې له واکسین مخکې باور جوړوي

مهرالله عمرخېل؛ هغه واکسیناتور چې له واکسین مخکې باور جوړوي

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 25, 2025
د ساحې کیسې

کاپیسا، افغانستان (۴ مرغومی ۱۴۰۴) – د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د پولیو واکسین کمپاین د لومړۍ ورځې سهار تازه پیل شوی. مهرالله عمرخېل د چایو وروستی ګوټ کوي، د واکسین بکس اوږې ته اچوي او د ورځې د کار لپاره ځان چمتو کوي.

لار یې اوږده ده، خو هدف یې روښانه دی: هېڅ ماشوم باید له واکسین څخه بې‌برخې پاتې نه شي.

مهرالله د تګاب ولسوالۍ د ادریس‌خېلو کلي اوسېدونکی دی. تر لیسانس کچې یې زده کړې کړې او له څو کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاینونو کې د واکسیناتور په توګه کار کوي.

د ده په وینا، دا کار یوازې «څاڅکي ورکول» نه دي؛ بلکې د کورنیو پوښتنو ته ځواب ویل او د هغوی د اندېښنو کمول هم د دې دندې مهمه برخه ده.

په تګاب کې د واکسین د تطبیق ترڅنګ، تر ټولو لویه اړتیا دا ده چې کورنۍ د پولیو ناروغۍ په اړه سم معلومات ولري. کله ناکله د ناسمو معلوماتو او ګنګوسو له امله پوښتنې پیدا کېږي او همدلته د مهرالله او د هغه د ټیم رول مهم کېږي: دوی خبرې اوري، معلومات روښانه کوي او داسې فضا رامنځته کوي چې والدین په ډاډ سره خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي.

 

هلته چې د ماشوم راتلونکی خوندي کېږي

د کمپاین په ورځو کې مهرالله او ټیم یې په ټاکلو محلونو کې ځای پر ځای وي. هغوی هڅه کوي چې هر ماشوم ته واکسین ورسېږي او هیڅ یو بې برخې پاتې نه شي.

هغه وايي، کله کله تر ټولو لوی خنډ هغه پوښتنې وي چې د والدینو په ذهن کې پیدا شوې وي.

«موږ هڅه کوو هر څوک په حوصله واورو. هدف دا دی چې کورنۍ پوه شي واکسین د ماشوم د خوندیتوب لپاره دی.»

 

مهرالله په تګاب کې د یوه ماشوم د واکسینولو پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

هماغه ورځ، یو پلار د واکسین د تطبیق محل ته راغی خو ماشومان ورسره نه وو. د ده په څېره کې د پرېکړې نښې وې، خو لا هم د ډاډ په تمه ښکارېده: داسې څوک چې غواړي سم ګام واخلي او مخکې له هر څه، خپله پوښتنه روښانه کړي.

مهرالله ورنږدې شو، سلام یې وکړ او په نرم غږ یې وویل: «کاکا جانه، ښه راغلاست. که کومه پوښتنه یا اندېښنه لرئ، کولای شئ راسره شریکه یې کړئ.»

پلار لږ مکث وکړ، بیا یې خبرې پیل کړې: «زویه، ما ویل لومړی ډاډه شم. خلک بېلابېل څه وايي… ځینې وایي واکسین ماشوم ته تاوان رسوي، ځینې نورې خبرې هم کوي. زه نه غواړم د خپل ماشوم په اړه ناسم ګام واخلم. مخکې له دې چې ماشومان راولم، غواړم خبره راته روښانه شي.”

مهرالله د پلار خبرې په حوصله واورېدې. بیا یې په ساده ژبه ورته وویل: «کاکا جانه، دا ستاسې حق دی چې پوښتنه وکړئ او ډاډه شئ. خو واکسین د زیان لپاره نه دی؛ د خوندیتوب لپاره دی. پولیو داسې ناروغي ده چې که ماشوم پرې اخته شي، د تل لپاره فلج کېدای شي. درملنه نه لري او همدا واکسین یې د مخنیوي تر ټولو مهمه لار ده.»

پلار لا هم په فکر کې و. مهرالله هڅه وکړه خبرې لا ساده کړي: «ته چې خپلو ماشومانو ته روغتیا او خوندي راتلونکی غواړې، دا څو څاڅکي هم د هماغه خوندي راتلونكي برخه ده. لږ وخت نیسي، خو پایله یې ډېره مهمه ده.»

په همدې وخت کې د کلي مشر، حاجي ګل محمد، محل ته راورسېد. سلام یې وکړ. کله چې په موضوع خبر شو، په ډاډه غږ یې وویل: «وروره، موږ هم خپل ماشومان واکسین کړي دي. دا د خیر کار دی. موږ په خپلو سترګو داسې ماشومان لیدلي چې د پولیو له امله یې لاسونه او پښې فلج شوې دي. که نن بې‌پروايي وشي، سبا پښېماني ګټه نه لري.»

پلار چوپ شو. د ده د شک سختوالی لږ نرم شو. مهرالله ته یې وکتل او ورو یې وویل: «ښه… که داسې وي، نو زه خپل ماشومان راولم.»

هغه له محله ووت. لږ وروسته له خپلو دوو ماشومانو سره بېرته راغی. مهرالله دواړو ته واکسین تطبیق کړ. پلار د آرام ساه واخیسته، داسې ښکارېده لکه له ذهن او زړه څخه یې یو دروند بار کم شوی وي.

ورو یې وویل: «خدای دې خیر درکړي… زړه مې ډاډه شو.»

 

د کمپاین په ورځو کې مهرالله او ټیم یې په ټاکلو محلونو کې ځای پر ځای وي. هغوی هڅه کوي چې هر ماشوم ته واکسین ورسېږي او هیڅ یو بې برخې پاتې نه شي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

«همدا جمله د ورځې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده»

مهرالله وايي، د ده لپاره دا جمله یوازې مننه نه ده؛ بلکې دا د باور نښه ده: «کله چې یو پلار یا مور په ډاډه زړه خپل ماشوم واکسین کړي، دا زموږ لپاره لویه بریا ده. ځکه دا یوازې واکسین نه دی، دا د شک له مرحلې د باور تر مرحلې یو ګام دی.»

په ټګاب کې د مهرالله او لسګونو ورته ژمنو روغتیايي کارکوونکو هڅې دا پیغام رسوي چې که پوهاوی، درناوی او انساني اړیکه سره یو ځای شي، نو باور رامنځته کېږي او په پایله کې یې هر واکسین شوی ماشوم د افغانستان د خوندي راتلونکي په لور یو مهم ګام دی.

ځکه هر ماشوم حق لري چې له پولیو پرته، روغ ژوند ولري.

مخکینۍ موضوع
په چپرهار کې د پولیو په وړاندې خاموشه خو اغېزناکه مبارزه
بله موضوع
کله چې باور د اندېښنې ځای ونیسي؛ د پولیو پر وړاندې د زرینې احمدي ارامه خو اغېزناکه مبارزه

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,