د غرونو منځ کې د هیلو څرک: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د مهرالله هڅې

پنجشېر، افغانستان (۲۴ لړم ۱۴۰۴) – د پنجشېر ولایت د شُتل ولسوالۍ د ښکلو درو په منځ کې، چې یوې خوا ته یې سیند بهېږي او بل لور ته یې د غرونو لوړې څوکې ولاړې دي، یو ځوان هره ورځ د ماشومانو د روغتیا لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت ترسره کوي.
دا ځوان مهرالله ندیم دی، هغه څوک چې د سیمې ستونزمن جغرافیایي وضعیت او سختو لارو یې عزم نه دی کمزوری کړی، بلکې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره لا پیاوړی شوی دی.
نوموړی د دې ولسوالۍ په لیرې کلیو کې د پولیو او شري ناروغیو د واکسین په کمپاینونو کې په کلونو کلونو کار کړی، او د سیمې د خلکو لپاره د ژمنتیا، خدمت او باور یو څرګند سمبول ګرځېدلی دی.
مهرالله یوازې یو واکسیناتور نه دی؛ هغه د یوې ژمنې استازی دی. هغه د پولیو تر څنګ د شري په کمپاینونو کې هم فعال ونډه لري او د دې ناروغیو له خطرونو سره ښه بلد دی. په ځانګړي ډول هغه کورنیو او کلیو ته ځان رسوي چې د سختو لارو له امله ډېری وخت له واکسین محروم پاتې کېږي.
هغه وایي: «زه پوهېږم چې زموږ کار د ماشومانو د ژوند ژغورنه ده. ځکه هر قدم چې اخلو، د یو ماشوم راتلونکی خوندي کوو.»
هغه ورځ چې د ژوند لوری یې بدل کړ
د مهرالله د کار تر شا یوه ژوره کیسه پرته ده.
هغه وايي: «یوه ورځ د خپلوانو واده ته تللی وم. هلته مې یوه لس کلنه ماشومه ولیده چې په خپلو پښو یې تګ نه شوای کولای. د نورو په مرسته په ډېرې سختۍ ګرځېده. راته وویل شول چې په کوچنیوالي کې د پولیو په ناروغي اخته شوې ده. دا صحنه زما لپاره یوازې یو درد نه و—دا د ژوند د بدلون ورځ وه. هماغه شېبه مې پرېکړه وکړه چې اجازه ور نه کړم بل ماشوم د دې ناروغۍ ښکار شي.»
له هغې ورځې وروسته، مهرالله د خدمت دا لاره خپله کړه او د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره یې مبارزه پیل کړه.
په شتل ولسوالۍ کې د واکسین د پوښښ کچه لوړه شوې او کورنیو ته د واکسین اهمیت اوس تر پخوا ډېر څرګند شوی دی © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
ننګونې؛ له غرونو تر ناسمو باورونو
شتل یوه غرنۍ سیمه ده، لارې یې ستونزمنې او موسمونه یې سخت دي. خو مهرالله وایي چې هیڅ یو یې د ده د کار د مخنیوي لامل شوی نه دی.
«په لیرې سیمو کې کار کول اسانه نه دي، د غرونو تر منځ اوږدې لارې وهو، د سیندونو په منځ کې تېرېږو، خو ځینې وختونه د خلکو شکونه او ناسم باورونه زموږ هڅې ټکنۍ کوي. ځینې کورنۍ فکر کوي واکسین زیان لري.»
مګر مهرالله د صبر، حوصلې او د باور جوړولو هنر لري. هغه وایي: «زه والدینو ته د واکسین ګټې په صبر او زغم سره تشریح کوم. که یوه کورنۍ هم قانع شي، فکر کوم لوی بدلون مې راوستلی دی.»
بریاوې؛ کله چې هڅې رنګ راوړي
مهرالله وایي چې د خپلو هڅو پایلې لیدل د هرې ستړیا ارزښت لري.
هغه د شریف احمد د کورنۍ کیسه د مثال په توګه یادوي: «په پیل کې یې ډېر شکونه لرل او نه یې غوښتل ماشومان واکسین کړي. څو ورځې مې ورسره خبرې وکړې، شواهد مې ورته وښودل. بالاخره قانع شول او ماشومان یې واکسین کړل. کله چې یې مننه وکړه، ما احساس وکړ چې زما هڅې بېهوده نه وې.»
د هغه د هڅو په نتیجه کې، په شتل ولسوالۍ کې د واکسین د پوښښ کچه لوړه شوې او کورنیو ته د واکسین اهمیت اوس تر پخوا ډېر څرګند شوی دی.
مهرالله وایي: «زه والدینو ته د واکسین ګټې په صبر او زغم تشریح کوم، که یوه کورنۍ هم قانع شي، فکر کوم لوی بدلون مې راوستلی دی.» © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د ټولنې ملاتړ؛ د بدلون کړۍ پراخېدل
د مهرالله د کار اغېز یوازې د ماشومانو په واکسینولو پورې محدود نه دی پاتې شوی. اوس د سیمې د کورنیو باور ورسره قوي شوی، روغتیايي کارکوونکي یې ملاتړ کوي، او کورنۍ د هغه د خبرو اغېز نورو کورنیو ته هم لېږدوي.
«هغه کورنۍ چې مخکې یې شک درلود، اوس خپله د واکسین پلویان دي او خپلو ګاونډیانو ته مشوره ورکوي، دا د بدلون نښه ده.»
مهرالله غواړي خپلې هڅې نورو لیرو سیمو ته هم وغځوي څو هېڅ ماشوم د واکسین له حقه بېبرخې نه شي.
پایله؛ د ژمنتیا ځواک
مهرالله ندیم د هغه خلکو له ډلې دی چې د ټولنې په هوساینې کې د یوې رښتینې ژمنتیا ځواک ښيي.
د هغه هڅې، له ستونزو سره مقابله، د کورنیو قانع کول او د ماشومانو د ژوند په ژغورلو کې نه ستړې کېدونکې مبارزه موږ ته یوه مهم پیغام راکوي: «که یو کس هوډ ولري، کولای شي د بشپړې ټولنې په ژوند کې بدلون راولي.»
د مهرالله کیسه ثابتوي چې هر دوه څاڅکي واکسین، هره قانع شوې کورنۍ او هر روغ ماشوم د یوه خوندي افغانستان د جوړولو په لور مهم ګام دی.

